• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سي این این: ښايي اسراییل پر لبنان ځمکنی برید وکړي

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۰

سي این این خبري شبکې د اسراييل پر شمالي پولو د حزب الله د بريدونو د دوام په اړه د امريکايي چارواکو اندېښنې راخستي او ليکلي یې دي، چې که په دې برخه کې ډېپلوماتيکې هڅې بریالۍ نه شي؛ نو ښايي اسراييل په راتلونکي پسرلي یا دوبي کې پر لبنان ځمکنی بريد وکړي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې اسراییل تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې؛ خو په دې برخه کې د جوبایډن د حکومت اندېښنه دومره پیاوړې او جدی ده، چې پر لبنان د ځمکنی برید احتمال د لوړپوړو چارواکو استخباراتي غونډو ته لاره هواره کړې ده.

د اکتوبر له اتمې راهیسې اسراییل او د لبنان حزب الله هره ورځ د یو بل پر پوستو بریدونه کوي.

داسې بریدونه چې د دواړو هېوادونو زرګونه اوسېدونکي یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۰مه) حزب الله په جاتون سیمه کې د اسراییل د پوځ د ۱۴۶مې فرقې پر مرکز په لسګونه راکټونه په داسې حال کې ویشتي، چې د اسراییل د پوځ لوی درستیز له دغه مرکز څخه لیدنه کوله.

حزب الله په یوه بیان کې اعلان کړی، چې د ۱۴۶ فرقې مرکزي دفتر یې لسګونه توغندي وتوغولي دي.

ځینو راپورونو د حزب الله توغندیز بریدونه د دواړو لورو تر منځ بې ساری تاوتریخوالی بللی دی. د دې برید په غبرګون کې د اسراییل د پوځ لوی درستیز وویل، چې حزب الله به دروند قیمت ادا کړي.

د بایډن د ادارې یوه جګپوړي چارواکي په ډاګه کړه، چې په حکومت او اسراییلي پوځ کې داسې ډلې او خلک شته چې پر لبنان د برید ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې: "د عملیاتو د ملاتړ لپاره مخ په زیاتیدونکې لیوالتیا ده.حتا که د هغې پایلې په نامعلومو ابعادو کې د تاو تریخوالي د پام وړ زیاتوالي لامل هم شي".

د اکټوبر د میاشتې راهیسې د دغه هېواد له شمالي سیمو څخه شاوخوا ۸۰ زره اسراییلیان بې ځایه شوي دي.

په واشنګټن کې د اسراییلو سفارت سي این این ته وویل، چې هېواد یې هوډ لري چې د جګړې د مخه حالت ته راستون نه شي.

په داسې حالت کې چې حزب الله د اسراییل او لبنان پر پوله مستقیم نظامي ګواښ دی.

په دې وروستیو ورځو کې اسراییلي پوځ خپل هوايي بریدونه زیات کړي او پر لبنان یې درنې بمبارۍ کړي دي.

یوې بلې باخبرې سرچینې سي این این ته وویل: "دا اندېښنه شته چې د اسراییل هوایي بریدونه به په راتلونکي کې د لبنان په شمالي سیمو کې ډېر نفوس لرونکي سیمې په نښه کړي، چې په پایله کې به یې په هېواد کې ځمکني عملیات پیل شي."

د هغه په ​​وینا دې وضعیت په امریکا کې اندېښنې راپورته کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایرانۍ ورځپاڼې د ایران پر حکومت نیوکه کړې، چې طالبانو ته یې امتیاز ورکړی خو اوبه نه شته

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د ایران د حکومت د چارواکو او طالبانو تر منځ له بې نتیجې څو ناستو وروسته ایراني رسنۍ افتاب یزد لیکلي، چې طالبانو په وار - وار د بېلابېلو دلایلو له مخې د هلمند د حقابې مخنیوی کړی دی.

دغې رسنۍ ویلي دي، چې «له طالبانو څخه د هیرمند د حقابې د ورکولو هیله نه شته».

د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۰مه) دغې رسنۍ په یوه مقاله کې لیکلي، چې «طالبانو اوبه نه دي ورکړي؛ خو امتیازات یې ترلاسه کړي دي».

ایران تل هڅه کړې، چې د هلمند پر سیند د خپلې دعوې مساله د ډېپلوماټیکو لارو تعقیب کړي؛ خو تر دې دمه بریالي شوي نه دي.

دغې رسنۍ لیکلي چې «د کیسې ترخه برخه» دا ده، چې د طالبانو له ټول «بد چلند» سره - سره، ایران بیا هم طالبانو ته ځانګړي امتیازات ورکړي دي.

د افتاب یزد د لیکنې د لیکوال په باور؛ په چابهار کې د طالبانو پانګونه د ایران د حکومت له خوا دغې ډلې ته ورکړل شوی امتیاز دی.

افتاب یزد لیکلي: "په داسې حال کې چې زموږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالب ترهګرو د نفوذ په اړه ډېرې اندېښنې موجودې دي، په چابهار کې د دغې ډلې د ځان اعلان شوي حکومت د لاسونو پرېښودل څه معنا لري؟"

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی: د افغانستان خلک له نړۍ د خپلو حقونو د دفاع تمه لري

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، چې طالبانو د افغانانو مدني او سیاسي حقونه کمزوري کړي دي.

هغه د نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې زیاته کړه، د افغانستان خلک د بشري حقونو په شورا کې له دوی غواړي، چې د بشري حقونو منشور مراعات کړي او د افغانستان د خلکو له حقونو دفاع وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د نړۍ پر نه پاملرنې نیوکه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې د دوحې د تړون د لاسلیک په څلورم کال کې باید د ملګرو ملتونو غړي د طالبانو په رسمیت پېژندلو اړوند اقدام ونه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د نظرونو د توافق سره - سره نړۍ په دې برخه کې عملي اقدامات نه دي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري وضعیت د ارزونې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

قزاقستان له طالبانو غوښتي، چې د قوش تېپې کانال اقدامات له نور هېوادونو سره همغږي کړي

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د قزاقستان د اوبو د تنظیم وزارت مرستیال بولات بکنیاز له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې په اړه اقدامات دې له نورو هېوادونو سره همغږي کړي. دغه قزاقستاني چارواکي ویلي، چې طالبان په قوش تېپې کې د یوه کانال په جوړولو سره د ارال سیند له حوزې اوبه اخلي.

طالبانو ویلي دي، چې دوی د ارال په حوزه کې د امو سیند پر پوله د قوش تېپې کانال پر جوړولو کار کوي.

د روسیې د خبري اژانسونو د راپور له مخې؛ د قزاقستان د اوبو د وزارت مرستیال د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د جوړېدو له امله به د دغه هېواد بزګران په مستقیم ډول زیانمن نه شي؛ خو دغه ډله باید خپلې کړنې له ښکېلو خواو سره همغږې کړي او په مرکزي اسیا کې د پولې سیندونو په هکله تړون سره دې یو ځای شي.

اکانومیسټ مجلې د ۱۴۰۱کال په پای کې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د قوش تېپې کانال پراختیا که څه هم د افغان بزګرانو په ګټه ده؛ خو د ازبکستان په څېر هېوادونو سره د جګړې او کړکېچ لامل کېدی شي.

دغې مجلې لیکلي، چې ازبکستان د خپلې پنبې د خړوبولو لپاره پر امو سیند بسیا دی؛ خو د طالبانو دغه اقدام کولی شي په دغه سیند کې اوبه کمې کړي.

د ازبکستان ولسمشر په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې طالبان د قوش تېپې د اوبو د لېږد کانال جوړوي او دا کار کولی شي په منځنۍ اسیا کې د اوبو نظام او توازن په بنسټیز ډول بدل کړي.

شوکت میرضیایف په دوشنبې ښار کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په پنځمه مشورتي غونډه کې چې په سنبلې میاشت کې ترسره شوه ویلي وو؛ یو نوی مصرفونکی راڅرګند شوی «چې زموږ له هېوادنو سره هېڅ ډول تعهد نه لري.»

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د امو سیندله اوبو څخه د استفادې په اړه د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنې ته په اشارې سره ویلي وو: «موږ غواړو خپل حق ترلاسه کړو.په دې اړه باید هېڅوک خنډ جوړ نه کړي.»

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د لوړ لګښت په مصرفولو د قوش تېپې کانال پروژې پلي کولو ته ډېر پام اړولی دی.

بېنېټ: د طالبانو له خوا د افغان ښځو پر وړاندې تبعیض باید په ټولو نړۍوالو محکمو کې تعقیب شي

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تبعیض قضیې باید نه یوازې د هاګ په محکمه کې، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې څېړي.

نوموړي نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ویلي، چې له افغانستان سره بشري مرستې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

بېنېټ زیاته کړه، چې دا مهال ۲۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د مرستو د زیاتوالي اړتیا احساس شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان د عمومي بښنې له حکم څخه سرغړونه کوي او دغې ډلې د پخواني نظام د ملکي او نظامي کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.

هغه زياته کړه، چې طالبانو په دې وروستيو اونيو کې يو شمېر افغانان د بېلابېلو تورونو په تور اعدام کړي او په درو یې وهلي دي.

په ورته وخت کې بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو له فعالانو مننه وکړه، چې د طالبانو له خوا د ځپلو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو د درناوي مساله جدي ونیسي.

د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له هېوادونو وغوښتل، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول باید د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایت پر بنسټ وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي د غیر قضایي وژنو، شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي بینیټ ټینګار وکړ، چې افغانستان مکلف دی چې د بشري حقونو په نړۍوال چوکاټ کې د خپلو بشري حقونو مکلفیتونه مراعات کړي.

بېنېټ په خپل راپور کې په ځینو دیني مدرسو کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري په ګډون د تاوتریخوالي او ناوړه چلند قضیو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا ناوړه چلند د دیني مدرسو د ښوونکو له خوا ترسره کیږي.

هغه وویل، چې د طالبانو له خوا د ښځو غیرقانوني نیول "د کابل له لویدیځ څخه پیل شوي چې په عمده توګه د هزاره ګانو سیمه ده او په چټکۍ سره د تاجکانو سیمو ته خپره شوه."

ښاغلي بېنېټ وویل، چې دغه نیول بیا بامیان، بغلان، بلخ، دایکنډي او کندز ته رسېدلي دي.

هغه دا هم وویل، چې د افغانستان په جنوب کې په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو د ځان وژنې د زیاتوالي له امله حیران دی.

د ښاغلي بېنېټ په نوي راپور کې راغلي: «ځینې راپورونه ښيي چې د ځان وژنې ۵۰ سلنه پېښې د ځوانو نجونو په منځ کې کېږي."

ولادیمیر پوتین د اټومي جګړې د خطر په اړه خبرداری ور کړ

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ لویدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین جګړې ته د سرتېرو استول به د اټومي جګړې خطر زیات کړي. پوتین وویل مسکو داسې وسلې لري چې په لویدیځ کې اهداف په نښه کولای شي.

د روسیې ولسمشر د دغه هېواد دوما یا پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، لویدیځ غواړي روسیه له منځه یوسي، خو هغه خبرداری ورکړ چې د روسیې په کورنیو چارو کې د لویدیځو مشرانو لاسوهنه به خطرناکه وي.

ښاغلي پوتین وویل: «لوېدیځ هېوادونه باید پوه شي موږ داسې وسلې لرو چې د دوی په خاوره کې هدفونه په نښه کولای شي او د اټمي وسلو کارول د تمدن د ویجاړیدو لپاره ګواښ دی.»

پوتین په خپله وینا کې چې ښایي موخه یې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وي، وویل، د نازي جرمني اډولف هټلر او د فرانسې ناپلیون بناپارت په څېر خلکو برخلیک چې « په تېر کې یې په روسیې ناکامه حمله وکړه» په یاد کړئ.

دا اونۍ، په یوه ناڅاپي بیان کې، امانویل میکرون اوکراین ته د اروپایي سرتېرو د لیږلو نظر څرګند کړ.

هغه وویل چې د اوکراین د ناکامۍ د مخنیوي لپاره باید هېڅ غوراوی یا انتخاب له پامه ونه غورځول شي.

د مکرون څرګندونو ته روسیې توند غبرګون وښود او کرملین وویل چې په اوکراین کې د اروپايي ځواکونو شتون به د روسیې او ناټو ترمنځ د جګړې لامل شي.

همدا راز د امريکا او جرمني په ګډون د ناټو غړو هېوادونو اوکراين ته د سرتېرو د لېږلو وړانديز رد کړی او يوازې له دغه هېواد سره يې د پوځي مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر پوتین د ناټو او روسیې ترمنځ د مخامخ جګړې د خطر په اړه خبرې کوي، خو د پوتین په نننۍ وینا کې د اټومي وسلو په اړه خبرداری، لویدیځ ته د هغه ترټولو ښکاره خبرداری بلل شوی.

د روسيې ولسمشر د لوېديځ هغه اندېښنې چې ښايي روسي ځواکونه له اوکراينه وړاندې ولاړ او پر اروپايي هېوادونو بريدونه وکړي، «بېځایه» اندیښنه بولي.

هغه وویل: «مسکو به د شوروي اتحاد تېروتنه تکرار نه کړي او لویدیځ ته به اجازه ورنه کړي چې جګړه د وسلو په سیالۍ بدله کړي.