په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی: د افغانستان خلک له نړۍ د خپلو حقونو د دفاع تمه لري

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، چې طالبانو د افغانانو مدني او سیاسي حقونه کمزوري کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، چې طالبانو د افغانانو مدني او سیاسي حقونه کمزوري کړي دي.
هغه د نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې زیاته کړه، د افغانستان خلک د بشري حقونو په شورا کې له دوی غواړي، چې د بشري حقونو منشور مراعات کړي او د افغانستان د خلکو له حقونو دفاع وکړي.
نوموړي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د نړۍ پر نه پاملرنې نیوکه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې د دوحې د تړون د لاسلیک په څلورم کال کې باید د ملګرو ملتونو غړي د طالبانو په رسمیت پېژندلو اړوند اقدام ونه کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د نظرونو د توافق سره - سره نړۍ په دې برخه کې عملي اقدامات نه دي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري وضعیت د ارزونې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.


د قزاقستان د اوبو د تنظیم وزارت مرستیال بولات بکنیاز له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې په اړه اقدامات دې له نورو هېوادونو سره همغږي کړي. دغه قزاقستاني چارواکي ویلي، چې طالبان په قوش تېپې کې د یوه کانال په جوړولو سره د ارال سیند له حوزې اوبه اخلي.
طالبانو ویلي دي، چې دوی د ارال په حوزه کې د امو سیند پر پوله د قوش تېپې کانال پر جوړولو کار کوي.
د روسیې د خبري اژانسونو د راپور له مخې؛ د قزاقستان د اوبو د وزارت مرستیال د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د جوړېدو له امله به د دغه هېواد بزګران په مستقیم ډول زیانمن نه شي؛ خو دغه ډله باید خپلې کړنې له ښکېلو خواو سره همغږې کړي او په مرکزي اسیا کې د پولې سیندونو په هکله تړون سره دې یو ځای شي.
اکانومیسټ مجلې د ۱۴۰۱کال په پای کې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د قوش تېپې کانال پراختیا که څه هم د افغان بزګرانو په ګټه ده؛ خو د ازبکستان په څېر هېوادونو سره د جګړې او کړکېچ لامل کېدی شي.
دغې مجلې لیکلي، چې ازبکستان د خپلې پنبې د خړوبولو لپاره پر امو سیند بسیا دی؛ خو د طالبانو دغه اقدام کولی شي په دغه سیند کې اوبه کمې کړي.
د ازبکستان ولسمشر په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې طالبان د قوش تېپې د اوبو د لېږد کانال جوړوي او دا کار کولی شي په منځنۍ اسیا کې د اوبو نظام او توازن په بنسټیز ډول بدل کړي.
شوکت میرضیایف په دوشنبې ښار کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په پنځمه مشورتي غونډه کې چې په سنبلې میاشت کې ترسره شوه ویلي وو؛ یو نوی مصرفونکی راڅرګند شوی «چې زموږ له هېوادنو سره هېڅ ډول تعهد نه لري.»
د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د امو سیندله اوبو څخه د استفادې په اړه د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنې ته په اشارې سره ویلي وو: «موږ غواړو خپل حق ترلاسه کړو.په دې اړه باید هېڅوک خنډ جوړ نه کړي.»
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د لوړ لګښت په مصرفولو د قوش تېپې کانال پروژې پلي کولو ته ډېر پام اړولی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تبعیض قضیې باید نه یوازې د هاګ په محکمه کې، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې څېړي.
نوموړي نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ویلي، چې له افغانستان سره بشري مرستې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.
بېنېټ زیاته کړه، چې دا مهال ۲۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د مرستو د زیاتوالي اړتیا احساس شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې طالبان د عمومي بښنې له حکم څخه سرغړونه کوي او دغې ډلې د پخواني نظام د ملکي او نظامي کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.
هغه زياته کړه، چې طالبانو په دې وروستيو اونيو کې يو شمېر افغانان د بېلابېلو تورونو په تور اعدام کړي او په درو یې وهلي دي.
په ورته وخت کې بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو له فعالانو مننه وکړه، چې د طالبانو له خوا د ځپلو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو د درناوي مساله جدي ونیسي.
د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له هېوادونو وغوښتل، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول باید د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایت پر بنسټ وي.
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي د غیر قضایي وژنو، شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
ښاغلي بینیټ ټینګار وکړ، چې افغانستان مکلف دی چې د بشري حقونو په نړۍوال چوکاټ کې د خپلو بشري حقونو مکلفیتونه مراعات کړي.
بېنېټ په خپل راپور کې په ځینو دیني مدرسو کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري په ګډون د تاوتریخوالي او ناوړه چلند قضیو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا ناوړه چلند د دیني مدرسو د ښوونکو له خوا ترسره کیږي.
هغه وویل، چې د طالبانو له خوا د ښځو غیرقانوني نیول "د کابل له لویدیځ څخه پیل شوي چې په عمده توګه د هزاره ګانو سیمه ده او په چټکۍ سره د تاجکانو سیمو ته خپره شوه."
ښاغلي بېنېټ وویل، چې دغه نیول بیا بامیان، بغلان، بلخ، دایکنډي او کندز ته رسېدلي دي.
هغه دا هم وویل، چې د افغانستان په جنوب کې په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو د ځان وژنې د زیاتوالي له امله حیران دی.
د ښاغلي بېنېټ په نوي راپور کې راغلي: «ځینې راپورونه ښيي چې د ځان وژنې ۵۰ سلنه پېښې د ځوانو نجونو په منځ کې کېږي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ لویدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین جګړې ته د سرتېرو استول به د اټومي جګړې خطر زیات کړي. پوتین وویل مسکو داسې وسلې لري چې په لویدیځ کې اهداف په نښه کولای شي.
د روسیې ولسمشر د دغه هېواد دوما یا پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، لویدیځ غواړي روسیه له منځه یوسي، خو هغه خبرداری ورکړ چې د روسیې په کورنیو چارو کې د لویدیځو مشرانو لاسوهنه به خطرناکه وي.
ښاغلي پوتین وویل: «لوېدیځ هېوادونه باید پوه شي موږ داسې وسلې لرو چې د دوی په خاوره کې هدفونه په نښه کولای شي او د اټمي وسلو کارول د تمدن د ویجاړیدو لپاره ګواښ دی.»
پوتین په خپله وینا کې چې ښایي موخه یې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وي، وویل، د نازي جرمني اډولف هټلر او د فرانسې ناپلیون بناپارت په څېر خلکو برخلیک چې « په تېر کې یې په روسیې ناکامه حمله وکړه» په یاد کړئ.
دا اونۍ، په یوه ناڅاپي بیان کې، امانویل میکرون اوکراین ته د اروپایي سرتېرو د لیږلو نظر څرګند کړ.
هغه وویل چې د اوکراین د ناکامۍ د مخنیوي لپاره باید هېڅ غوراوی یا انتخاب له پامه ونه غورځول شي.
د مکرون څرګندونو ته روسیې توند غبرګون وښود او کرملین وویل چې په اوکراین کې د اروپايي ځواکونو شتون به د روسیې او ناټو ترمنځ د جګړې لامل شي.
همدا راز د امريکا او جرمني په ګډون د ناټو غړو هېوادونو اوکراين ته د سرتېرو د لېږلو وړانديز رد کړی او يوازې له دغه هېواد سره يې د پوځي مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر پوتین د ناټو او روسیې ترمنځ د مخامخ جګړې د خطر په اړه خبرې کوي، خو د پوتین په نننۍ وینا کې د اټومي وسلو په اړه خبرداری، لویدیځ ته د هغه ترټولو ښکاره خبرداری بلل شوی.
د روسيې ولسمشر د لوېديځ هغه اندېښنې چې ښايي روسي ځواکونه له اوکراينه وړاندې ولاړ او پر اروپايي هېوادونو بريدونه وکړي، «بېځایه» اندیښنه بولي.
هغه وویل: «مسکو به د شوروي اتحاد تېروتنه تکرار نه کړي او لویدیځ ته به اجازه ورنه کړي چې جګړه د وسلو په سیالۍ بدله کړي.

په غزه کې روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې ښار ته څېرمه د مرستو په انتظار خلکو باندې د اسراییل په برید کې ۱۰۴ فلسطینیان وژل شوي او ۲۸۰ نور ټپیان دي. یو روغتون ته ۱۰ جسدونه او لسګونه ټپیان وروړل شوي دي.
د اسراییل د پوځ یوه ویاند لومړیو کې ویلي و، چې په دغه ځای کې د توغندي د لګېدو په اړه معلومات نه لري.
پوځ وروسته بیا ویلي، چې د غزې شمال ته د مرستندویه لاریو د رسیدو په وخت کې په لسګونو کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په رامنځ ته شوې ګډوډی کې ټپیان شوي دي.
یوې اسرایلي سرچینې ویلي، چې پوځیانو په ګڼو خلکو وروسته له هغه ډزې وکړې، چې دوی ته یې ګواښ جوړ کړی وو.
د فلسطین د ولسمشر محمود عباس دفتر ویلي، چې هغه "نن سهار د اسراییلي اشغالګر پوځ لخوا په نبولسي څلور لارې کې د هغو خلکو ټول وژنه غندلې چې د مرستو لاریو ته انتظار وو".
د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ویلي، چې دا پېښه د غزې ښار په لویدیځ کې په نبولسي څلور لارې کې شوې ده.
ښاغلي قدرا ویلي، چې طبي ټیمونه نه دي توانیدلي چې شفا روغتون ته د وړل شویو لسګونو ټپیانو د ژورو ټپونو درملنه وکړي.
د غزې ښار د کمال عدوان روغتون مشر حسام ابو صفیه په وینا، د پېښې له ځایه لس مړي او لسګونه ټپیان وروړل شوي دي.
صفیه رویټرز ته د ټلیفون پر لیکه ویلي: "موږ نه پوهیږو چې په نورو روغتونونو کې څومره ټپیان دي."
د دغو وژل شوو کسانو سره د غزې په پنځه میاشتنۍ جګړه کې د وژل شوو کسانو شمیر له ۳۰ زرو کسانو اوښتی دی.
حماس په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې دا پېښه د اوربند او د یرغملو د خوشي کولو په اړه د خبرو د ناکامۍ لامل کېدای شي.
دغه ډلې د پنجشنبې ورځې وژنو ته په اشارې ویلي: "د غورځنګ د مشرتابه لخوا شوې خبرې اترې زموږ د خلکو د وینې په قیمت یوه پرانیستې پروسه نه ده."
دغې ډلې ویلي، چې د خبرو اترو د ناکامۍ مسؤلیت به د اسراییل وي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د تیرې شپې له لسو بجو راهېسې د سختو واورو او توپانونو د دویمې څپې له امله یو ځل بیا د سالنګ، بادغېس، هرات او غور- کابل لویه لار د تګ راتګ پر مخ بندې شوې.
د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس نن په خپل اېکس کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د بامیان ولایت د حاجې ګک کوتل بندېدو سره د غور- کابل لار بنده شوې.
د نوموړي په خبره، د غور- هرات لویه لاره هم د بادغیس ولایت په بند سبزک کوتل کې د واورې له امله بنده شوې دی.
ښاغلی حق شناش زیاتوي، فراه او د داکندي کې هم د ځینې ولسوالیو او ولایتي مرکزونو ترمنځ لارې تړل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د یاد وزارت کارکوونکي د هېواد په بېلابیلو برخو کې د وارو پاکولو هڅه کوي.
افغانستان کې له تېرې اونۍ راهیسې په مختلفو ولایتونو کې باران او واوره ورېږي چې له امله یې ځینې سیمو کې انسانان او څاروي هم مړه شوي دي.