سرچینې: له ۴میاشتو وروسته په سپین بولدک‌_چمن دروازه له ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه

AP ۱۴۰۲ کب ۱۰

په سویلي پښتونخوا چمن کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د تېرو څلورو میاشتو راهیسي پرلت دوام لري؛ خو تېره ورځ له ویزې پرته پر دغه دروازه د ناروغانو د تګ راتګ او ځايي لغړیانو ته د کار کولو اجازه ورکړل شوه.

چمن سلګونه اوسېدونکي چې د تېرو څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون یې پرلت وهلی وايي، د تېري ورځې راهیسې په چمن کې د ګمرک له مخې خپل کانټینرونه لرې کړي، چې په بدل کې یې حکومت پر دغه دروازه د ویزې پرته خلکو ته د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د اجازې ژمنه کړې.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي، د ګمرک له مخې مو د پرلت کانټینرونه لرې کړل او حکومت هم باروړونکو لاریو ته له ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړه:« دا یو ښه ګام دی زموږ ځینې غوښتنې حکومت ومنلې، باروړونکو موټرو او ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه، د لغړیانو کاروبار به هم پیل شي؛ کله چې وضعیت بشپړ نورمال شي موږ به پرلت پای ته ورسوو.»
بل خوا له چمن څخه ځايي سرچینې وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه له ویزې پرته د بار وړونکو موټرو او پر مازل کوڅه د ناروغانو تر تګ راتګ وروسته پر دغه کوڅه نن پنج شنبې سهار ځايي لغړیانو ته د کار کولو اجازه هم ورکړل شوې ده.
خو د چمن پرلت‌والو لا په رسمي ډول د لغړیانو د کاروبار د پیلېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر اعلان وکړ، چې د چمن له لارې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزو توکو لېږد رالېږد بیا پیل شو.

نور خبرونه

رادیو