ایاز صادق د پاکستان د پارلمان مشر وټاکل شو

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې مشر ایاز صادق د ۱۹۹ رایو ګټلو سره د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ مشر وټاکل شو. ښاغلی صادق له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کال هم د پاکستان د پارلمان مشر و.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې مشر ایاز صادق د ۱۹۹ رایو ګټلو سره د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ مشر وټاکل شو. ښاغلی صادق له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کال هم د پاکستان د پارلمان مشر و.
د عمران خان په مشرۍ پاکستان د تحریک انصاف ګوند ملاتړي نوماند امیر ډوګر په نننیو ټاکنو کې ۹۱ رایې وګټلې.
د پاکستان قامي اسمبلۍ ته بریالیو نوماندانو پرون د پنځو کلونو دورې لپاره لوړه وکړه.
د پاکستان د پارلماني غړو په لوړه کې د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف او ورور یې شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري، همدارنګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان او ځینې نورو مشرانو هم لوړه وکړه.
د پاکستان ټاکنو کې د عمران خان ډله چې ې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکې ده، دغه انتخابات له درغلیو ډک بولي او د پلټنو غوښتنه کوي.
تر تحریک انصاف ګوند وروسته مسلم لیګ نواز ډله د د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.


د تحریک انصاف ګوند یو مشر علي امین ګنډاپور چې په تېرو ټاکنو کې ازاد نوماند و، د رایو په غوڅ اکثریت د پښتونخوا سروزیر شو. د صوبايي اسمبلۍ د غړو له ډلې ۹۰ رایې ښاغلي ګنډاپور او په مقابل کې یې ۱۶ رایې د مسلم لیګ نواز ډلې نوماند عبدالله خان وګټلې.
علي امین ګنډاپور له ډېره اسماعیل خان په ټاکنو کې ګډون کړی و.
علي امین ګنډاپور چې د تحریک انصاف ګوند له لارې په ټاکنو کې ګډون نشو کولی د سني اتحاد کونسل له لارې یې صوبايي مشرۍ ته ورسېد.
د پاکستان ټاکنو کمېسون د تېر کال ډیسمبر کې تحریک انصاف ګوند د ګوندي ټاکنو په سم نه کولو تورن کړل او انتخاباتي نښه یې ترې واخیسته.
د کمېسون د دې پرېکړې له امله د عمران خان په مشرۍ دغه ګوند په ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه ګډون وکړ.
که څه هم د عمران خان ګوند پلویانو په ټاکنو کې تر نورو ګوندونو ډېرې پارلماني څوکۍ وګټلې، خو بیا هم اړ شول چې د حکومت جوړولو لپاره سني اتحاد کونسل سره یو ځای شي.

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، د هغو وحشتناکو راپورونو په اړه باید بېړنۍ پلټنه وشي چې تېره ورځ د غزې په شمال کې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کولو په وخت کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په غزه کې روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې ښار ته څېرمه د مرستو په تمه خلکو باندې د اسراییل په برید کې ۱۰۴ فلسطینیان وژل شوي او ۲۸۰ نور ټپیان دي.
دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دوی د فلسطین ملکي وګړو په وړاندې د سرغړونو د روانو اسنادو د یوې برخې په توګه څېړنه کوي.
له بل پلوه تېره ورځ ملګرو ملتونو هم په غزه کې د قحطۍ خبرداری ورکړی و.
دغه سازمان وایي، چې د اسراییل «بې رحمانه بمبارۍ» او د دغه هېواد د ۱۶ کلن ناقانونه بندیز سره، سره د غزې په تړانګه کې د ویجاړوونکي بشري ناورین شاهدان یو.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د پنجشنبې ورځې له تراژیدۍ وروسته د اسراییل د ملي امنیت د وزیر لهخوا په غزه کې د فلسطینیانو سره د "مرستو لېږدولو د بندولو" غوښتنه چې ادعا یې وکړه چې دا اسراییلي سرتېرو ته ګواښ پېښوي ظالمانه او غیر انساني ده.
ورته مهال حماس په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې دا پېښه د اوربند او د یرغملو د خوشې کولو په اړه د خبرو د ناکامۍ لامل کېدای شي.
دغه ډلې د پنجشنبې ورځې وژنو ته په اشارې ویلي: "د غورځنګ د مشرتابه لهخوا شوې خبرې اترې زموږ د خلکو د وینې په قیمت یوه پرانیستې پروسه نه ده."
دغې ډلې ویلي، چې د خبرو اترو د ناکامۍ مسوولیت به د اسراییل وي.
دغه سازمان وایي، اسراییل د نیواک ګر ځواک په توګه د فلسطینیانو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره واضح مکلفیت لري.
د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، په دې کار کې پاتې راتلل اسراییل د نړۍوال قانون او د جرمونو د نړۍوالې محکمې حکمونو څخه سرغړونه کوي.
دغه سازمان لیکلي، په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره باید سمدستي او ګټور ګام واخیستل وشي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې د سفیر په حواله لیکلي، چې دیمیتري ژیرنوف په امریکا او نورو هېوادونو کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې ده.
ژیرنوف له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې دغه بندیزونه "یو طرفه او ناسم" وبلل.
وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغانستان له ۹ میلیاردو ډالرو ډېرې شتمنۍ په اروپايي او امریکايي بانکونو کې کنګل شوې، چې ۷ میلیارده ډالر یې په امریکا کې ساتل کېږي.
امریکا د مرکزي بانک د شتمنیو یوه برخه په سوېس کې د اعتماد صندوق ته انتقال کړې او د اقتصادي ثبات او د طالبانو د حکومت د ځینو عمومي لګښتونو لکه د پیسو او پاسپورټونو د چاپولو لپاره یې کاروي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۰مه) په کابل کې د روسیې له سفیر سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
د ارګ په وینا؛ ژیرنوف له طالبانو سره د مسکو د اړیکو پر "پرمختګ" ټینګار وکړ.
مولوي عبدالکبیر هم له دغه هېواد سره د طالبانو اړیکې مهمې وګڼلې او د دوحې په وروستۍ ناسته کې یې د مسکو د دریځ هرکلی وکړ.
تر اوسه په کابل کې د روسیې سفارت د دغې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوداونو استازو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپلې اندېښنې او غبرګونونه څرګند کړل.
پاکستان:
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د پاکستان استازې وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د نه درناوي په اړه اندېښمن دی.
هغه له طالبانو وغوښتل، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د پاکستان استازي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنېټ د انتقادي راپور ملاتړ وکړ.
اروپایي اتحادیه:
د بشري حقونو په شورا کې د اروپايي ټولنې استازي په افغانستان کې د بشري حقونو د زوال په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وویل، چې دوی د ښځو او هزاره ګانو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه غندي.
د اروپا استازي وويل؛ په افغانستان کې د قومیت او جنسیت پر بنسټ تبعيض او ظلم دوى ته د منلو وړ نه دى.
بلجیم:
د بلجیم استازي وویل؛ تر هغه چې په افغانستان کې د ښځو او لږه کیو له حقونو څخه پراخه سرغړونې دوام ولري، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل ناشوني دي.
هغه وپوښتل؛ څنګه د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو تمه کولی شو؟ کله چې د افغانستان نیمایي ټولنه محرومه ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو چارو بنسټ:
د ملګرو ملتونو د ښځو چارو استازې د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ، چې د افغان مېرمنو غږ دې په نړۍواله کچه واورېدل شي.
هغه وویل؛ افغان مېرمنې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې طالبان په رسمیت ونه پیژني.
لوګزامبورګ:
د بشري حقونو په شورا کې د لوګزامبورګ استازي وویل؛ د طالبانو له خوا له ټولنې د ښځو لېرې کول د بشریت پر ضد د جرم یوه بېلګه ده او دا کار د جنسیتي توپیر په نوم یادېږي.
هغه وویل، طالبان باید ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي او د هزاره ګانو حقوق دې تامین کړي.
جرمني:
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د جرمني استازي په افغانستان کې د بشري حقونو پر زوال د نیوکې ترڅنګ وویل، چې طالبان د بشري حقونو په سرغړونه کې په نړۍ کې بې ساري دي.
ایران:
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د ایران استازي وویل، چې له هر اړخیزې او ټولګډونه حکومتولۍ پرته په افغانستان کې باثباته سوله نه شي راتلی او طالبان باید خپل تبعیضي سیاستونه لغوه کړي.
د ایران استازي له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر ښځو پورې محدود نه کړي.
روسیه:
د بشری حقونو په شورا کې د روسیې استازي د ریچارډ بېنېټ د راپور په نه هر اړخیز والي نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړی راپور ورکوونکي راپور کې په افغانستان کې د امریکا د حضور پایلې، د دې هېواد بېړني وتل او د افغانستان پر وړاندې د مسوولیت نه منل پکې له پامه غورځېدلي دي.
هغه وویل؛ په افغانستان کې سوله او ټیکاو د روسیه لومړیتوب دی.
امریکا:
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا استازې وویل، چې طالبان باید په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي او نړۍواله ټولنه په دې اړه باید یو غږ پاتې شي.
د امریکا استازې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د افغانانو پر اعدامولو او وهلو نیوکه وکړه.
ترکیه:
د بشري حقونو په شورا کې د ترکیې استازي په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د ترکيې استازي له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو پر زده کړو بنديز دې لغوه کړي او په افغانستان کې د يوه ټول شموله حکومت جوړ کړي.
انډونیزیا:
انډونیزیا هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پرله پسې سرغړونې د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، چې د دغه بهیر مخه باید ونیول شي.
د دغه هېواد استازي زیاته کړه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په خپل راپور کې ځينې داسې اصطلاحات کارولي چې تر اوسه پرې موافقه نه ده شوې.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري وضعیت د ارزونې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

سي این این خبري شبکې د اسراييل پر شمالي پولو د حزب الله د بريدونو د دوام په اړه د امريکايي چارواکو اندېښنې راخستي او ليکلي یې دي، چې که په دې برخه کې ډېپلوماتيکې هڅې بریالۍ نه شي؛ نو ښايي اسراييل په راتلونکي پسرلي یا دوبي کې پر لبنان ځمکنی بريد وکړي.
په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې اسراییل تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې؛ خو په دې برخه کې د جوبایډن د حکومت اندېښنه دومره پیاوړې او جدی ده، چې پر لبنان د ځمکنی برید احتمال د لوړپوړو چارواکو استخباراتي غونډو ته لاره هواره کړې ده.
د اکتوبر له اتمې راهیسې اسراییل او د لبنان حزب الله هره ورځ د یو بل پر پوستو بریدونه کوي.
داسې بریدونه چې د دواړو هېوادونو زرګونه اوسېدونکي یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.
د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۰مه) حزب الله په جاتون سیمه کې د اسراییل د پوځ د ۱۴۶مې فرقې پر مرکز په لسګونه راکټونه په داسې حال کې ویشتي، چې د اسراییل د پوځ لوی درستیز له دغه مرکز څخه لیدنه کوله.
حزب الله په یوه بیان کې اعلان کړی، چې د ۱۴۶ فرقې مرکزي دفتر یې لسګونه توغندي وتوغولي دي.
ځینو راپورونو د حزب الله توغندیز بریدونه د دواړو لورو تر منځ بې ساری تاوتریخوالی بللی دی. د دې برید په غبرګون کې د اسراییل د پوځ لوی درستیز وویل، چې حزب الله به دروند قیمت ادا کړي.
د بایډن د ادارې یوه جګپوړي چارواکي په ډاګه کړه، چې په حکومت او اسراییلي پوځ کې داسې ډلې او خلک شته چې پر لبنان د برید ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې: "د عملیاتو د ملاتړ لپاره مخ په زیاتیدونکې لیوالتیا ده.حتا که د هغې پایلې په نامعلومو ابعادو کې د تاو تریخوالي د پام وړ زیاتوالي لامل هم شي".
د اکټوبر د میاشتې راهیسې د دغه هېواد له شمالي سیمو څخه شاوخوا ۸۰ زره اسراییلیان بې ځایه شوي دي.
په واشنګټن کې د اسراییلو سفارت سي این این ته وویل، چې هېواد یې هوډ لري چې د جګړې د مخه حالت ته راستون نه شي.
په داسې حالت کې چې حزب الله د اسراییل او لبنان پر پوله مستقیم نظامي ګواښ دی.
په دې وروستیو ورځو کې اسراییلي پوځ خپل هوايي بریدونه زیات کړي او پر لبنان یې درنې بمبارۍ کړي دي.
یوې بلې باخبرې سرچینې سي این این ته وویل: "دا اندېښنه شته چې د اسراییل هوایي بریدونه به په راتلونکي کې د لبنان په شمالي سیمو کې ډېر نفوس لرونکي سیمې په نښه کړي، چې په پایله کې به یې په هېواد کې ځمکني عملیات پیل شي."
د هغه په وینا دې وضعیت په امریکا کې اندېښنې راپورته کړي دي.