په خوست کې د ورښت له امله د یو کور نړیدلو پیښه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

AP ۱۴۰۲ کب ۱۱

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالی کې د پرلپسې ورښتونو په پایله کې د یو کور د نړیدو له امله دوه ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د سیمې یو اوسیدونکي افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، چې دا پیښه په هاشم خیلو کلي کې رامنځ ته شوې، او تر اوسه طالب چارواکي د سیمې اغیزمنو سره د مرستې لپاره نه دي ورغلي دي.

دغه سیمه ییز اوسیدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله د خپل نوم له اخیستو ډډه کوي، وايي، چې د کلو خلکو په امریکا کې له میشتو افغانانو د زخمیانو د تداوی لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده او یوه اندازه مرستې هم ورته ټولې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ