په لکي مروت کې د پولیو د یو واکسیناتور د وژلو په غبرګون کې ولسي خلکو لاریون وکړ

AP ۱۴۰۲ کب ۱۱

د خیبر پښتونخوا پولیس چارواکي وايي، د غني الله په نوم د ګوزڼ ضد د واکسیناسیون کمپاین څارونکی د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا لومړی یو نامعلوم ځای ته وړل شوی او وروسته بیا د چړو په وهلو وژل شوی دی.

دغه پېښه د لکي مروت په ازادخېلو سیمه کې شوې، چې د ګڼو خلکو غصه یې هم راپارولې ده.
د غني الله د کورنۍ غړي وايي، چې نوموړی شل کلن و او د څه مودې راهیسې یې د پولیو واکسین ضد کمپاین کې د څارونکي په توګه دنده لرله.
هغه پرون هم دندې ته تللی و او د ګوزڼ ضد د واکسین څاڅکو د څڅولو له پاره کلي په کلي او کور په کور ګرځېدلی و، ماښام مهال له کوره ووت او نادرکه شو، چې پرون سهار یې بیا مړ جسد د دوی د کور په شاوخوا سیمه کې وموندل شو.
له دغې پېښې وروسته په سیمه کې خلک قهرېدلي او په پراخ لاریون یې لاس پورې کړ.
لاریون کوونکو چې د وژل شوي کس مړی یې هم له ځانه سره لېږداوه له حکومته یې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوله او ویل یې، چې که دوی د خلکو امنیت نه شي ټینګولی؛ نو خلکو ته دې وخت ورکړي چې په خپله د امنیت په ټینګولو کې لاس په کار شي.
د ازاد خېلو د بېټنۍ د پولیسو مشر اسماعیل خان لاریون کوونکو ته ویلي، چې د دوی هڅې روانې دي او ډېر زر به د هغه قاتلین ونیسي او د قانون سره سمه سزا به ورکړي.
په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ د واکسین په کارکوونکو دا لومړنی برید نه دی، چې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې هم په دغه صوبه کې د پولیو ضد واکسین کارکوونکي او د هغوی ساتونکي د وسله‌والو ډلو له‌خوا په نښه شوي او مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم په کې د دغې ویروس له امله یو شمېر ماشومان په دایمي معلولیت اخته کېږي او لامل یې هم د دغې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کولو سره ځینې توند لارې ډلې مخالفت کوي او هغه د شرعې خلاف ګڼي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ