• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په سرپل کې يو کس د «بداخلاقۍ» په تور په عام محضر کې په درو وهلی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې د خبر له مخې، دغې ډلې په سرپل ولایت کې یو کس په عام محضر کې د «بې حیايۍ» په تور په درو وهلی دی. دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کس په ۶ میاشتو بند او ۳۹ درو وهلو محکوم شو.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سرپل ولایت د اوسېدونکو، د سرپل د محکمې د رییس او په دغه ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې یې یو کس ته سزا ورکړې.

طالبانو د دغه کس د هويت او د جرم د څرنګوالي اړوند نور جزیيات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس د طالبانو د محکمې له پرېکړې مخکې د خپل بند موده د طالبانو په زندان کې تېره کړې ده.

طالبانو له يوې مياشتي په کمه موده کې په هرات، لغمان، بلخ اوبامیان ولایتونو کې تر ۲۰ ډېر کسان په درو وهلي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې جسمي سزاګاني لکه؛ وهل، لاس پرې کول او اعدام بيا شروع کړي دي.

د بشري حقونو يو شمېر فعالان او د پخواني نظام چارواکي طالبان د مجازاتو په برخه کې په توپيري چلند تورنوي او وايي، چې طالبان پر خپلو غړو شرعي حدود نه عملي کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دفاع وزير او لوی درستيز قطر ته ولاړل

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او لوی درستیز فصیح الدین فطرت نن قطر ته ولاړل. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ټاکل شوې دغه پلاوی له قطري چارواکو سره وګوري او د دغه هېواد په "دفاعي دیمدیکس" نندارتون کې ګډون وکړي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې طالب چارواکي به د قطر له دفاعي چارواکو سره په دفاعي برخه کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا هم خبرې وکړي.

په قطر کې دغه فاعي ناسته او نندارتون به د مارچ مياشتي له ۴ می پيل تر ۶ به دوام وکړي.

د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون او کنفرانس به د دې هېواد د وسله والو ځواکونو په کوربتوب جوړ شوی دی.

په کنفرانس کې به د منځني ختيځ د سمندري ځواکونو قومندانانو برخه ولري او د ناستې ګډونوال به د حماد په بندر کې د بهرنيو سمندري ځواکونو د جنګي کښتيو څخه هم لیدنه کوي.

نیمروز کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي د مرغانو ښکارزن یې نیولي دي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د نیمروز لپاره د طالبانو والي ویاند نن رسنیو ته پیغام کې زیاتوي, دې کسانو د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې ښکار کړی و. له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر انځورونه ښکته پورته کېږي، چې پکې څو تنو د کوتڼو په نوم کم‌یابه مرغان ښکار کړي دي.

د مرغانو دغه ښکار ته پر ولس سربېره ځینې طالبانو هم غبرګون ښودلی او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې کړې وه.
د نیمرو لپاره د طالبانو والي ویاند رحیم الله ساجد نن یکشنبې د ( کپ ۱۳مه) په خپله ټولنیزه رسنۍ اېکس کې لیکلي، هېچا ته به د کم یابه الوتونکو د ښکار اجازه ور نه کړي او له مرتکیبینو سره به یې قانوني چلند وشي.

100%

د طالبانو دغه چارواکي د نیول شوو، کسانو د هویت او تعداد په اړه څه معلومات نه دي ورکړي.
که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یو ځانکړي فرمان کې د کم یابه مرغانو پر ښکار بندیز لګولی دی، خو بیا هم وخت ناوخت د دې مرغانو د نیولو او د قاچاق په اړه راپورونه خپریږی.

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه، نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه ۱۶۸۲ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، افغانستان ته په دغو راغلو کډوالو کې ۱۴۷۷ تنه له ایرانه او ۲۰۵ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت نن یک شنبه د (کب ۱۳مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر ۲۰۵ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په ۱۱ او ۱۲ نیټو له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۴۷۷ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د روانې کب میاشتې په ۱۲مه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۴۰ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل دوام لري او هره ورځ په منځني کچ ۱۵۰۰ افغان کډوال له دواړو هیوادونو په زور ایستل کیږي او په افغانستان کې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، او په دې وروستیو کې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله د انسانانو تر څنګ زرګونه څاروي هم مړه شوي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د سختو واورو، بارانونو، چټک توپان او سېلابونو راوتلو له امله د ۳۴ انسانانو د مرګژوبلې ترڅنګ زرګونه څاروي مړه شوي دي. ويل کیږي د څو ورځو په تېرېدو شاوخوا ۱۴ زره څاروي په بېلابېلو ولایتونو کې مړه شوي دي.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو واورو، بارانونو او چټک توپان له امله ۳۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وایي، د سړې هوا له امله په وروستیو لسو ورځو کې شل کسان مړه شوي، ۱۴ نور ټپيان دي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
د دې تر څنګ د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس بیا یوازې په غور، بلخ او کندهار ولایتونو کې د نږدې څوارلس زره څارویو د مړینې خبر ورکړی.

100%


د یادو ولایتونو سیمه ییزو مسوولانو دغه خبري اژانس ته ویلي، چې په غور ولایت کې څه باندې اته زره، په بلخ ولایت کې څلور زره او په کندهار ولایت کې ۱۳۱۲ څاروي د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د طالبانو رییس الوزراء ملا محمد حسن د اورښتونو له امله د څارویو مړه کېدو د مخنيوي په موخه د ۵۰ ميليونه افغانیو مرسته منظوره کړې ده.
د راپورونو له مخې، د اوښتو زیانونو د شمېر د زیاتېدو احتمال هم شته.
د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت بیا د دې وضعیت د مهارولو په موخه د یوې کمیټې د جوړېدو خبر ورکړی.
د یادولو ده، چې د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په اېکس پاڼه لیکلي چې له درېیو ورځو راهیسې د واورو او توپانونو له امله د سالنګ د لویې لارې په ګډون د بامیانو، دایکنډي، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو لارې په لنډمهاله توګه د ټرافیکو پر مخ تړلې شوې دي.

سرچینې: پکتیا کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۲۴ GMT+۰

باوري سرچینې وايي د پکتیا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ اړوند بلخېلو تره‌کي کلي په یوه کور کې له غره څخه راوړل شويو چاودېدونکو توکو او یوه ماین چاودنه کړې، چې دوه ماشومان یې وژلي او درې نور ټپیان دي. ويل کیږي په وژل شوو کې د شپږ او نهو کلنو ماشومانو شامل دي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ويلي چې تېره ورځ شنبه د (کب ۱۲مه) دغه چاودنه د بسم الله الدین په نامه د یوه کس په کور کې رامنځته شوې، چې د دغې کورنۍ یو شپږ کلن او بل نهه کلن ماشومان پکې وژل شوي او درې نور ماشومان ټپیان دي.

ويل کیږي ټپي ماشومان د درملنې لپاره ورڅېره خوست ولایت ته لېږدول شوي دي.

‏په سیمه کې د طالبانو حکومت چارواکو رسنیو ته دغه پیښه منلې او زیاته کړې یې ده چې څو ورځې وړاندې د دې کورنۍ ماشومانو له غره څځه، ماين او زاړه چاودېدونکي توکي راوړي وو، چې نن ورسره د لوبو پر مهال چاودېدلي دي.

خو په سیمه کې بیا نورې خپلواکې سرچینې وايي، چې په دغه سیمه کې د تېرو جګړو ډیر څه نه دي پاتې او دا د وروستیو جګړو په لاس جوړ شوي ماینونه او چاودېدونکي توکي دي چې خلکو په کورونو کې ساتلي دي.

طالبانو به د تېر افغان حکومت او د هغوی د بهرنیو ملاتړو په وړاندې د جګړې پر مهال د خلکو په کورونو او جوماتونو کې په لاس ماینونه جوړول چې ډیری وخت د جوړولو پر مهال ور چاودېدل او مرګژوبله یې ور اړوله.

جاني‌خیل د پکتیا ولایت یوه لرې او غرنۍ ولسوالۍ ده چې خلک يې بازار او د ژوندانه لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري او د داسې پېښو پر مهال د ورڅېرمه ولایت خوست روغتیایي مرکزونو ته ورځي.