• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله د انسانانو تر څنګ زرګونه څاروي هم مړه شوي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د سختو واورو، بارانونو، چټک توپان او سېلابونو راوتلو له امله د ۳۴ انسانانو د مرګژوبلې ترڅنګ زرګونه څاروي مړه شوي دي. ويل کیږي د څو ورځو په تېرېدو شاوخوا ۱۴ زره څاروي په بېلابېلو ولایتونو کې مړه شوي دي.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو واورو، بارانونو او چټک توپان له امله ۳۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وایي، د سړې هوا له امله په وروستیو لسو ورځو کې شل کسان مړه شوي، ۱۴ نور ټپيان دي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
د دې تر څنګ د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس بیا یوازې په غور، بلخ او کندهار ولایتونو کې د نږدې څوارلس زره څارویو د مړینې خبر ورکړی.

100%


د یادو ولایتونو سیمه ییزو مسوولانو دغه خبري اژانس ته ویلي، چې په غور ولایت کې څه باندې اته زره، په بلخ ولایت کې څلور زره او په کندهار ولایت کې ۱۳۱۲ څاروي د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د طالبانو رییس الوزراء ملا محمد حسن د اورښتونو له امله د څارویو مړه کېدو د مخنيوي په موخه د ۵۰ ميليونه افغانیو مرسته منظوره کړې ده.
د راپورونو له مخې، د اوښتو زیانونو د شمېر د زیاتېدو احتمال هم شته.
د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت بیا د دې وضعیت د مهارولو په موخه د یوې کمیټې د جوړېدو خبر ورکړی.
د یادولو ده، چې د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په اېکس پاڼه لیکلي چې له درېیو ورځو راهیسې د واورو او توپانونو له امله د سالنګ د لویې لارې په ګډون د بامیانو، دایکنډي، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو لارې په لنډمهاله توګه د ټرافیکو پر مخ تړلې شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: پکتیا کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۲۴ GMT+۰

باوري سرچینې وايي د پکتیا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ اړوند بلخېلو تره‌کي کلي په یوه کور کې له غره څخه راوړل شويو چاودېدونکو توکو او یوه ماین چاودنه کړې، چې دوه ماشومان یې وژلي او درې نور ټپیان دي. ويل کیږي په وژل شوو کې د شپږ او نهو کلنو ماشومانو شامل دي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ويلي چې تېره ورځ شنبه د (کب ۱۲مه) دغه چاودنه د بسم الله الدین په نامه د یوه کس په کور کې رامنځته شوې، چې د دغې کورنۍ یو شپږ کلن او بل نهه کلن ماشومان پکې وژل شوي او درې نور ماشومان ټپیان دي.

ويل کیږي ټپي ماشومان د درملنې لپاره ورڅېره خوست ولایت ته لېږدول شوي دي.

‏په سیمه کې د طالبانو حکومت چارواکو رسنیو ته دغه پیښه منلې او زیاته کړې یې ده چې څو ورځې وړاندې د دې کورنۍ ماشومانو له غره څځه، ماين او زاړه چاودېدونکي توکي راوړي وو، چې نن ورسره د لوبو پر مهال چاودېدلي دي.

خو په سیمه کې بیا نورې خپلواکې سرچینې وايي، چې په دغه سیمه کې د تېرو جګړو ډیر څه نه دي پاتې او دا د وروستیو جګړو په لاس جوړ شوي ماینونه او چاودېدونکي توکي دي چې خلکو په کورونو کې ساتلي دي.

طالبانو به د تېر افغان حکومت او د هغوی د بهرنیو ملاتړو په وړاندې د جګړې پر مهال د خلکو په کورونو او جوماتونو کې په لاس ماینونه جوړول چې ډیری وخت د جوړولو پر مهال ور چاودېدل او مرګژوبله یې ور اړوله.

جاني‌خیل د پکتیا ولایت یوه لرې او غرنۍ ولسوالۍ ده چې خلک يې بازار او د ژوندانه لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري او د داسې پېښو پر مهال د ورڅېرمه ولایت خوست روغتیایي مرکزونو ته ورځي.

طالبانو په ډایکنډي کې نجونو ته دیني مدرسه جوړه کړې، خو خبر سره یې د هلکانو انځور خپور کړی

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۱:۵۸ GMT+۰

طالبانو د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار اړوند په حولي دشت سیمه کې د "بي بي عایشه" په نامه د نجونو دیني مدرسه جوړه کړې، خو د مدرسې د جوړیدو خبر سره یې د هلکانو انځور خپور کړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت د شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې د دې مدرسې د جوړیدو خبر سره، د نجونو پر ځای د مدرسې له پرانستې مراسمو نه د هلکانو انځور خپور کړی.

طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښوونځیو پر ځای د مدرسو جوړولو ته مخه کړې، هغه څه چې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشرې په ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې د راپورونو په غبروګون کې ويلي و، چې «په مدرسو د ښوونځیو بدلیدل د منلو وړ نه دي.» هغې زیاته کړې وه، چې د دغه هېواد د ماشومانو لپاره، چې مدرسو کې «افراطي درسونه» زده کوي هېڅ راتلونکې نشته.

تر دې مخکي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا ويلي وو، «ډېر شواهد» یې ترلاسه کړي، چې زياتې نجونې ديني مدرسو ته ځي.

د افغانستان په وروستي سل کلن تاریخ کې دوه ځلې ښځې په بشپړ ډول له زده کړو، ټولنیز ژوند او کار څخه منع شوي، چې لومړی ځل د طالبانو لومړۍ دوره او دویم ځل د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو دویمه دوره ده.

د یونېسف د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي او نېږدې د یو میلیون نجونو پر مخ پوهنتونونه تړل شوي دي.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګام پر ګام دنجونو پر عصري زدکړو بندیز لګولی خو مدرسې یې ورځ تر بلې زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو، نړۍوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو په کراتو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د زده‌کړو او کار په ګډون خپل ټول ظالمانه او تبعیضي فرمانونه لغوه کړي.

خو طالب چارواکي دا غوښتنې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصول له نن نه په سبا سپاري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دوه پر درېیمې برخې څخه زیاتو غړو د دوشنبې په ورځ د دغې ډلې له خوا پر ښځو او نجونو راوړل شوي فشارونه غندلي او په عامه، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کې د ښځو مساوي ګډون او په ځانګړې توګه پر پریکړو کې د هغوی پر ګډون ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ (د کب لسمه) د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت په اړه غونډه کې وویل، چې طالبان لا هم نجونې او مېرمنې له زده کړو منع کوي، د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د طالبانو دغه تګلاره د افغانانو د خوښې خلاف ده.

د پنجشنبې په ورځ (د کب لسمه) د بشري حقونو په شورا کې د ترکیې استازي له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو پر زده کړو بنديز دې لغوه کړي.

ویل کیږي طالب چارواکي د نجونو د زده کړو په اړه سره یوه خوله نه دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کراتو د افغان نجونو پر زدکړو ټینګار کړی.

شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د نجونو لپاره د یوې مدرسې په پرانیستې مراسمو کې ویلي و، هېڅوک دا نشي ثابتولی چې پر چا علم فرض او پر چا نه دی او ټینګار یې کړی و چې علم پر نر او ښځه «فرض» دی.

د طالبانو له خوا د افغانستان د بیا نیولو کیدو وروسته، ۹۰۲ ورځې کیږي چې افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو محرومې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د افغانستان بازار «باید په لاس کې واخلو»

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال له افغانستان سره پر پوله د مشهد تایباد ښار ته په سفر کې وویل، چې د افغانستان او د "هدفي هېوادونو" بازارونه باید په لاس کې واخلو. عبدالله سهرابي وویل، چې له افغانستان سره ګاونډیتوب یو "طلایی چانس" دی.

نوموړي دوغارون، چې د افغانستان د هرات ولایت له اسلام کلا بندر سره په څنګ کې پروت دی، د دواړو هېوادونو تر ټولو مهم اقتصادي مرکز وباله.

دغه ایراني چارواکي دا روښانه نه کړه، چې له "هدفي هیوادونو" یې مطلب څه دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې عبدالله سهرابي نن د تایباد له ولسوال سره په کتنه کې د ایران او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

سهرابي غواړي په لویو اقتصادي پروژو د ډیر تمرکز غوښتنه کړې، ځکه د هغه په ​​باور دا پروژې به د کارموندنې بهیر او د ایران اقتصاد پیاوړی کړي.

دغه ایرانی چارواکی وایی، چې د افغانستان د اړتیا وړ توکو لویه برخه کې د دوغارون له لارې صادریږی او د دې پولې اقتصادی پیاوړتیا به د سرحدي کورنیو د اقتصادي ثبات لپاره یو ګام وي.

دوغارون پوله له تایباد ښار څخه ۱۸ کیلومتره لرې او له اسلام کلا سره پر پوله پرته ده او د ایران له پنځو سترو اقتصادي پولو څخه یوه ده.

پر دې لار افغانستان ته د ایران پر خپلو صادراتو سربېره د افغان سوداګرو ځینې هغه مالونه چې د خلیجي هېوادونو له لارې د بندر عباس ګمرک ته لېږدول کېږي بیا د دوغارون له لارې ټرانزېټ کېږي.

له هغه وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، که څه هم هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه پېژني، خو د سیمې هېوادونو له دغې ډلې سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړې دي.

طالب چارواکو په وار وار له ایراني پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
​

طالبان: د وروستيو ورښتونو له امله ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وایي، په تېرو ۱۲ ورځو کې د واوري، باران، سېلابونو او سړې هوا له کبله ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. د دغه وزارت د ویاند په خبره، تر ۴۰۰ زيات کورنه ويجاړ شوي او تر ۵ زره زيات څاروي هم مړه شوي.

جانان سايق نن رسنيو ته په لېږلې ويډيو پيغام کې ويلي: « په تېرو لسو ورځو کې د باران، واورې، سېلابونو او سړې هوا له امله ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۴ کسان مړه شوي او ۹ کسان ټپيان شوي دي.»

نوموړي وايي، د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، ارزګان، زابل، پکتيا، پکتیکا، خوست او سمنګان په ګډون په شلو ولایتونو کې ورښتونه شوي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند جانان سايق زياتوي، چې د وروستيو ورښتونو له امله ۴۵۲ کورونه ویجاړ شوي او ۵۲۵۳ څاروي هم مړې شوي دي.

د وروستيو ورښتونو له امله په ډېرو ولایتونو کې لوي لارې هم بندې شوي او د طالبانو په خبره، چې د خلګو د ژغورلو چارې لا هم روانې دي.

د طالبانو دغه وزارت په راتلوونکو ورځو کې هم د زيات اورښت، باران، واورې او سېلابونو د پېښدو وړاندوینه کړې او خلکو ته يې د ځان ساتنې سپارښتنې کړې دي.

توماس نیکولسن: اروپايي ټولنه په غزني او جوزجان کې د طالبانو وروستي اعدامونه غندي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن له نږدې اونۍ ځنډ وروسته وايي، دا ټولنه په غزني او جوزجان کې د طالبانو وروستي درې اعدامونه په کلکو ټکو غندي. توماس نیکولسن نن خپل اېکس کې زیاتوي، اروپايی ټولنه په هر ډول شرایطو او حالاتو کې د اعدام د سزا مخالفه ده.

د نوموړي په خبره، د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق شپږمې او اومې مادې له مخې د خلکو په مخ کې اعدام د نړیوالو حقونو هیڅ معیار سره برابر نه دی او دغه ډول اعدام سپکوونکی او د انساني حیثیت خلاف بولي.

طالبانو تېره دوشنبه په جوزجان کې یو کس په یوه لوبغالي کې اعدام کړ. تر هغه پنځه ورځې مخکې یې هم دوه کسان د غزني ښار په یوه لوبغالي قصاص کړل.

د طالبانو دغه اعدام باندې پر نورو بشري حقونو ادارو سربېره ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمان هم نیوکه وکړه.

په غزني کې د طالبانو تر اعدام وروسته په همغه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.

یوناما په خپل اېکس کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.

تر یوناما یوه ورځ وروسته د بښنې نړیوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ چې سملاسي د اعدام سزا بنده او ټول اعدامونه لغوه کړي.

دې سازمان اعدام د نړیوالو قوانیو خلاف او نه زغمېدونکی بللی دی، خو طالبان وايي، چې دا هرڅه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې او د نورو خلکو د عبرت لپاره کوي.