• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ډایکنډي کې نجونو ته دیني مدرسه جوړه کړې، خو خبر سره یې د هلکانو انځور خپور کړی

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۱:۵۸ GMT+۰

طالبانو د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار اړوند په حولي دشت سیمه کې د "بي بي عایشه" په نامه د نجونو دیني مدرسه جوړه کړې، خو د مدرسې د جوړیدو خبر سره یې د هلکانو انځور خپور کړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت د شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې د دې مدرسې د جوړیدو خبر سره، د نجونو پر ځای د مدرسې له پرانستې مراسمو نه د هلکانو انځور خپور کړی.

طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښوونځیو پر ځای د مدرسو جوړولو ته مخه کړې، هغه څه چې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشرې په ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې د راپورونو په غبروګون کې ويلي و، چې «په مدرسو د ښوونځیو بدلیدل د منلو وړ نه دي.» هغې زیاته کړې وه، چې د دغه هېواد د ماشومانو لپاره، چې مدرسو کې «افراطي درسونه» زده کوي هېڅ راتلونکې نشته.

تر دې مخکي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا ويلي وو، «ډېر شواهد» یې ترلاسه کړي، چې زياتې نجونې ديني مدرسو ته ځي.

د افغانستان په وروستي سل کلن تاریخ کې دوه ځلې ښځې په بشپړ ډول له زده کړو، ټولنیز ژوند او کار څخه منع شوي، چې لومړی ځل د طالبانو لومړۍ دوره او دویم ځل د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو دویمه دوره ده.

د یونېسف د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي او نېږدې د یو میلیون نجونو پر مخ پوهنتونونه تړل شوي دي.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګام پر ګام دنجونو پر عصري زدکړو بندیز لګولی خو مدرسې یې ورځ تر بلې زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو، نړۍوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو په کراتو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د زده‌کړو او کار په ګډون خپل ټول ظالمانه او تبعیضي فرمانونه لغوه کړي.

خو طالب چارواکي دا غوښتنې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصول له نن نه په سبا سپاري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دوه پر درېیمې برخې څخه زیاتو غړو د دوشنبې په ورځ د دغې ډلې له خوا پر ښځو او نجونو راوړل شوي فشارونه غندلي او په عامه، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کې د ښځو مساوي ګډون او په ځانګړې توګه پر پریکړو کې د هغوی پر ګډون ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ (د کب لسمه) د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت په اړه غونډه کې وویل، چې طالبان لا هم نجونې او مېرمنې له زده کړو منع کوي، د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د طالبانو دغه تګلاره د افغانانو د خوښې خلاف ده.

د پنجشنبې په ورځ (د کب لسمه) د بشري حقونو په شورا کې د ترکیې استازي له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو پر زده کړو بنديز دې لغوه کړي.

ویل کیږي طالب چارواکي د نجونو د زده کړو په اړه سره یوه خوله نه دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کراتو د افغان نجونو پر زدکړو ټینګار کړی.

شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د نجونو لپاره د یوې مدرسې په پرانیستې مراسمو کې ویلي و، هېڅوک دا نشي ثابتولی چې پر چا علم فرض او پر چا نه دی او ټینګار یې کړی و چې علم پر نر او ښځه «فرض» دی.

د طالبانو له خوا د افغانستان د بیا نیولو کیدو وروسته، ۹۰۲ ورځې کیږي چې افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو محرومې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د افغانستان بازار «باید په لاس کې واخلو»

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال له افغانستان سره پر پوله د مشهد تایباد ښار ته په سفر کې وویل، چې د افغانستان او د "هدفي هېوادونو" بازارونه باید په لاس کې واخلو. عبدالله سهرابي وویل، چې له افغانستان سره ګاونډیتوب یو "طلایی چانس" دی.

نوموړي دوغارون، چې د افغانستان د هرات ولایت له اسلام کلا بندر سره په څنګ کې پروت دی، د دواړو هېوادونو تر ټولو مهم اقتصادي مرکز وباله.

دغه ایراني چارواکي دا روښانه نه کړه، چې له "هدفي هیوادونو" یې مطلب څه دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې عبدالله سهرابي نن د تایباد له ولسوال سره په کتنه کې د ایران او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

سهرابي غواړي په لویو اقتصادي پروژو د ډیر تمرکز غوښتنه کړې، ځکه د هغه په ​​باور دا پروژې به د کارموندنې بهیر او د ایران اقتصاد پیاوړی کړي.

دغه ایرانی چارواکی وایی، چې د افغانستان د اړتیا وړ توکو لویه برخه کې د دوغارون له لارې صادریږی او د دې پولې اقتصادی پیاوړتیا به د سرحدي کورنیو د اقتصادي ثبات لپاره یو ګام وي.

دوغارون پوله له تایباد ښار څخه ۱۸ کیلومتره لرې او له اسلام کلا سره پر پوله پرته ده او د ایران له پنځو سترو اقتصادي پولو څخه یوه ده.

پر دې لار افغانستان ته د ایران پر خپلو صادراتو سربېره د افغان سوداګرو ځینې هغه مالونه چې د خلیجي هېوادونو له لارې د بندر عباس ګمرک ته لېږدول کېږي بیا د دوغارون له لارې ټرانزېټ کېږي.

له هغه وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، که څه هم هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه پېژني، خو د سیمې هېوادونو له دغې ډلې سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړې دي.

طالب چارواکو په وار وار له ایراني پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
​

طالبان: د وروستيو ورښتونو له امله ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وایي، په تېرو ۱۲ ورځو کې د واوري، باران، سېلابونو او سړې هوا له کبله ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. د دغه وزارت د ویاند په خبره، تر ۴۰۰ زيات کورنه ويجاړ شوي او تر ۵ زره زيات څاروي هم مړه شوي.

جانان سايق نن رسنيو ته په لېږلې ويډيو پيغام کې ويلي: « په تېرو لسو ورځو کې د باران، واورې، سېلابونو او سړې هوا له امله ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۴ کسان مړه شوي او ۹ کسان ټپيان شوي دي.»

نوموړي وايي، د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، ارزګان، زابل، پکتيا، پکتیکا، خوست او سمنګان په ګډون په شلو ولایتونو کې ورښتونه شوي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند جانان سايق زياتوي، چې د وروستيو ورښتونو له امله ۴۵۲ کورونه ویجاړ شوي او ۵۲۵۳ څاروي هم مړې شوي دي.

د وروستيو ورښتونو له امله په ډېرو ولایتونو کې لوي لارې هم بندې شوي او د طالبانو په خبره، چې د خلګو د ژغورلو چارې لا هم روانې دي.

د طالبانو دغه وزارت په راتلوونکو ورځو کې هم د زيات اورښت، باران، واورې او سېلابونو د پېښدو وړاندوینه کړې او خلکو ته يې د ځان ساتنې سپارښتنې کړې دي.

توماس نیکولسن: اروپايي ټولنه په غزني او جوزجان کې د طالبانو وروستي اعدامونه غندي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن له نږدې اونۍ ځنډ وروسته وايي، دا ټولنه په غزني او جوزجان کې د طالبانو وروستي درې اعدامونه په کلکو ټکو غندي. توماس نیکولسن نن خپل اېکس کې زیاتوي، اروپايی ټولنه په هر ډول شرایطو او حالاتو کې د اعدام د سزا مخالفه ده.

د نوموړي په خبره، د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق شپږمې او اومې مادې له مخې د خلکو په مخ کې اعدام د نړیوالو حقونو هیڅ معیار سره برابر نه دی او دغه ډول اعدام سپکوونکی او د انساني حیثیت خلاف بولي.

طالبانو تېره دوشنبه په جوزجان کې یو کس په یوه لوبغالي کې اعدام کړ. تر هغه پنځه ورځې مخکې یې هم دوه کسان د غزني ښار په یوه لوبغالي قصاص کړل.

د طالبانو دغه اعدام باندې پر نورو بشري حقونو ادارو سربېره ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمان هم نیوکه وکړه.

په غزني کې د طالبانو تر اعدام وروسته په همغه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.

یوناما په خپل اېکس کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.

تر یوناما یوه ورځ وروسته د بښنې نړیوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ چې سملاسي د اعدام سزا بنده او ټول اعدامونه لغوه کړي.

دې سازمان اعدام د نړیوالو قوانیو خلاف او نه زغمېدونکی بللی دی، خو طالبان وايي، چې دا هرڅه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې او د نورو خلکو د عبرت لپاره کوي.

په غزني کې طالب چارواکي وايي سږ کال ۲۹۳ بهرني ګرځندویان دغه ولایت ته په سیل ورغلي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له قوله لیکلي، چې د روان لمریز کال له پیل تر اوسه ۲۹۳ بهرني سیلانیان غزني ته په چکر ورغلي دي. ملا حميدالله نثار زیاتوي، د دغو سیلانیانو ډېره برخه د روسیې، ایران، چین، سویلي کوریا او اروپا اوسېدونکي جوړوي.

د باختر اژانس د ننني د راپور پر بنسټ عزني ته تللیو بهرنیو ګرځندویانو کې چې ښځې هم شاملې دي، د غزني تاریخي ځایونو او د طبیعي منظرو لیدنه یې کړې ده.

په غزني کې د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریيس ملا حميدالله نثار ویلي، چې په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت د ګرځندويي کلتور د غوړېدو سبب شوی دی.

دوی وايي پرون هم د انګلستان، استرالیا، هندوستان او امریکا ۶ ګرځندویان غزني ته رسېدلي دي.

طالبان په داسې حال کې د بهرنیو ګرځندویانو د زیاتېدو خبره کوي، چې د جرمني په کډون یو شمیر بهرنیو هیوادونو له خپلو اتباعو غوښتي، چې د امنیتي ستونزو له دې دغه هیواد ته سفر نه کوي.

د راپورونو پر اساس د طالبانو یو شمیر بهرني وګړي، چې افغانستان ته تللی وو، د نامعلومو دلایلو له امله زنداني کړي دي.

د تاجکستان او افغانستان د پولو د امنیت د ټینګښت مسوده ټولیز امنیت تړون ته وسپارل شوه

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰

تاجکستان اعلان وکړ، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو د ټینګولو لپاره د یوه پلان مسوده بشپړه شوې او د ټولیز امنیت تړون سازمان ته یې سپارلې ده.

د ټولیز امنیت تړون سازمان د ۲۰۲۱ کال له اګسټ مياشتي راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ پولې ته څېرمه څو پوځي تمرینونه کړي دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت نن لیکلي، چې د ټولیز امنیت تړون د غړو هېوادونو د وزارتونو او څانګو د استازو غونډه د کب له ۸مې تر ۱۱مې په مسکو کې جوړه شوه.

د دغه راپور له مخې،«په دې غونډه کې غړو هېوادونو د دې سازمان د غړو پلانونه او پرېکړې نهايي کړې او د اسنادو يوه بسته يې د دې سازمان دايمي شورا ته د بيا کتنې لپاره وړاندې کړه، چې د نهايي تصويب په اړه يې پرېکړه وکړي.»

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سږکال د سلواغې په مياشت کې وویل، هېواد یې تمه لري، چې د پولو د پیاوړتیا پروګرام به په ۲۰۲۴ کال کې تصویب شي.

د ښاغلي مهرالدین په وینا، ټاکل شوې وه، چې دغه پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې تصویب شوی وای؛ خو د تخنیکي دلایلو له امله تر ۲۰۲۴ کال پورې وځنډول شو.