• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو د یوه دولتي ښوونځي ښوونکی وژلی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۴۸ GMT+۰

سرچینې وايي، د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په جهنډوله سیمه کې نن سهار د صوبتي کلا دولتي عالي لېسې د ښوونکي شبیر نومي مړی موندل شوی. ځايي پولیسو ويلي، نوموړی تېره ورځ شنبه د ناڅرګندو وسله والو له لوري تښتول شوی و.

په خیبرپښتونخوا کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته نن یک شنبه د (کب ۱۳مه) وويل چې د صوبتي کلا عالي لېسې دغه ښوونکی مخکې تر دې هم د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو له لوري ګواښل شوی و.

لال وزیر وايي، دغه ښوونکی تېره ورځ ښوونځي ته پر لاره ناڅرګندو وسله والو له ځان سره بیولي و او نن سهار یې په ګولیو لګېدلی مړی موندل شوی.

د دغه وژل شوي شبیر نومي ښوونکي د کورنۍ یوه غړي، خبریال لال وزیر ته ویلي و چې له دې وړاندې هم په سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو دغه ښوونکي ته د دندې پرېښودو ګواښ کړی و خو وايي د بېوزلۍ له امله یې دنده نه شوی پرېښودلی.

د دغه ښوونکي د وژلو په اړه تر اوسه پورې د ټي ټي پي وسله والې څه نه دي ويلي.

د ټي ټي پي وسله والې ډلې يوې څانګې په خیبرپښتونخوا کې د ښوونځیو ښوونکو ته خبرداري ورکړي چې خپلې دندې پریږدي، تر دې وړاندې هم د دغه ایالت په بنو، لکي مروت، شمالي او سوېلي وزیرستان، کورمه ایجنسۍ، مومند، باجوړ او خیبر ولسوالۍ کې د ښوونځیو ښوونکي وژل شوي وو.

د خیبرپښتونخوا اوسیدونکي د پاکستان حکومت د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د امنیت په راوستو کې پاتې بولي او وايي چې حکومت د یې امنیت وساتي خو حکومت تل د امنیت ټینګولو ډاډ ورکړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د یمن حوثيان وايي، د برېتانوي بېړیو ډوبولو او په نښه کولو ته به دوام ورکړي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۱۰ GMT+۰

د یمن حوثيانو د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا خپله ژمنه اعلان کړه، چې په عدن خلیج کې به د برېتانوي بېړیو په نښه کولو ته دوام ورکړي. دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې د برېتانیا روبیمار نومې کښتۍ د دوی له برید وروسته ډوبه شوې ده.

د متحده ایالاتو پوځ د شنبې په ورځ تایید کړې، چې د برېتانیا روبیمار بېړۍ د فبرورۍ په ۱۸ مه د یمن د حوثي وسله والو له خوا د کښتۍ ضد بالستیک توغندي له برید وروسته ډوبه شوې ده.

د حوثيانو په حکومت کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حسین العزي پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړی او ویلي یې دي: "یمن به د برېتانوي بېړیو ډوبولو ته دوام ورکړي او هر ډول عواقب یا نور زیانونه به د برېتانیا مسوولیت وي."

ښاغلي العزي ویلي: "برېتانیا یو سرکښ دولت دی چې پر یمن بریدونه کوي او په غزه کې د ملکي وګړو پر وړاندې د روانو جرمونو په ملاتړ سره له امریکا سره ملګرتيا کوي."

حوثي وسله والو د نومبر له میاشتې راهیسې په پرله پسې ډول د نړۍوالو سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو او توغنديو پر مټ بریدونه کړي او ویلي یې دي، چې دوی په غزه کې د اسراییل د پوځي اقداماتو په وړاندې د فلسطینیانو سره د پیوستون په موخه دغه عملیات پیل کړي‌ دي.

په سور سمندرګي کې د حوثیانو بریدونو نړۍوال سمندریز کاروبار اغېزمن کړی دی، شرکتونه یې اړ کړي، چې د سویلي افریقا شاوخوا اوږدې او خورا ګرانې لارې غوره کړي او دا وېره یې رامنځته کړې، چې د اسراییل او حماس جګړه به منځنی ختیځ بې ثباته کړي.

متحده ایالاتو او برېتانیا د پر سوداګریزو بېړیو د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې جنوري میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو په اهدافو بریدونه پیل کړي دي.

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه، نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه ۱۶۸۲ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، افغانستان ته په دغو راغلو کډوالو کې ۱۴۷۷ تنه له ایرانه او ۲۰۵ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت نن یک شنبه د (کب ۱۳مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر ۲۰۵ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په ۱۱ او ۱۲ نیټو له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۴۷۷ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د روانې کب میاشتې په ۱۲مه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۴۰ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل دوام لري او هره ورځ په منځني کچ ۱۵۰۰ افغان کډوال له دواړو هیوادونو په زور ایستل کیږي او په افغانستان کې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، او په دې وروستیو کې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

پاکستانۍ رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې پوځ په عملیاتو کې اوو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوړولې

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۴۴ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ د پوځ د رسنیز دفتر د خپرپاڼې په حواله لیکلي چې د دغه هيواد پوځ د خيبرپښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال درې وسله وال وژلي او څلور یې ټپیان کړي. د پوځ د خبرپاڼې له مخې دغه وسله وال یې دچاڼیزو عملیاتو پر مهال په جګړه کې وژلي دي.

د پاکستاني پوځ د معلوماتو له مخې د خیبرپښتونخوا په کرک کې یې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال درې وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې یې له یادو وسله والو څخه یې یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

تر اوسه پورې د دغو عملیاتو او زیانونو په اړه پاکستاني طالبانو لا څه نه دي ويلي.

تېره اوونۍ هم د پاکستان پوځ ويلي و چې، د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزيرستان کې یې د عملیاتو په مهال شپږ وسله وال وژلي او د دوی یو عسکر هم ټپي شوی و.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو او چاودنو یو ځل بیا زور اخیستی او وخت نا وخت په پاکستاني پوځ او پولیسو وسله وال بریدونه او چاودنې کیږي.

کامالا هریس د اسراییل د جنګ د کابینې له غړي سره د اوربند او غزې ته د مرستو په اړه ګوري

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس به د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل د جنګ د کابینې له غړي بني ګانټز سره وګوري. ټاکل شوې چې دواړه لوري په غزه کې د اوربند او هلته د بشري مرستو د ډیریدو په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي، د لیدنې تمرکز به په غزه کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې کمول، موقتي اوربند، د اسراییلي برمته شوو خوشې کول او غزې ته د مرستو زیاتول وي.

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي ویلي، چې کامالا هریس به په دې غونډه کې په رفح ښار کې د څه باندې یو نیم میلیون وګړو د امنیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړي. همدا راز، د سپینې ماڼۍ چارواکي زیاته کړې، چې اسراییل هم حق لري چې د حماس د «ترهګریزو بریدونو» په وړاندې له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي ټینګار کړی، چې مېرمن هریس او ښاغلی ګانتز به د غزې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې د ادارې پر جوړولو هم خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل د پوځ پخوانی مشر او د دفاع وزیر بني ګانټز، د ځینو نظر پوښتنو له مخې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سیاسي سیال دی او واشنګتن ته د هغه سفر ښایي نتانیاهو خپه کړي.

د ډسمبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلی و، چې اسراییل د غزې د "بې توپیره" بمبارۍ له امله خپل ملاتړ له لاسه ورکوي او نتانیاهو باید خپل دريخ بدل کړي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۳۰زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د سیمې څلورمه برخه نفوس له قحطۍ یو ګام لرې دی.

د پاکستان د لومړي وزیر ټاكنې به سبا په پارلمان کې ترسره شي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر ټاکنې به سبا د مارچ په درېیمه د پاکستان د پارلمان په عمومي غوڼډه کې ترسره شي.

دې ټاکنو ته د ميا محمد شهباز شريف او عمر ايوب خان د نوماندۍ اسناد منظور شوي دي.

د پارلمان مشر د اسنادو له کنټرول وروسته د دغو دوو کسانو نوماندي تایید کړې ده.

بل خوا، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري پر وړاندې د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند شوی دی.