• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې پوځ په عملیاتو کې اوو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوړولې

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۴۴ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ د پوځ د رسنیز دفتر د خپرپاڼې په حواله لیکلي چې د دغه هيواد پوځ د خيبرپښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال درې وسله وال وژلي او څلور یې ټپیان کړي. د پوځ د خبرپاڼې له مخې دغه وسله وال یې دچاڼیزو عملیاتو پر مهال په جګړه کې وژلي دي.

د پاکستاني پوځ د معلوماتو له مخې د خیبرپښتونخوا په کرک کې یې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال درې وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې یې له یادو وسله والو څخه یې یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

تر اوسه پورې د دغو عملیاتو او زیانونو په اړه پاکستاني طالبانو لا څه نه دي ويلي.

تېره اوونۍ هم د پاکستان پوځ ويلي و چې، د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزيرستان کې یې د عملیاتو په مهال شپږ وسله وال وژلي او د دوی یو عسکر هم ټپي شوی و.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو او چاودنو یو ځل بیا زور اخیستی او وخت نا وخت په پاکستاني پوځ او پولیسو وسله وال بریدونه او چاودنې کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

کامالا هریس د اسراییل د جنګ د کابینې له غړي سره د اوربند او غزې ته د مرستو په اړه ګوري

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس به د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل د جنګ د کابینې له غړي بني ګانټز سره وګوري. ټاکل شوې چې دواړه لوري په غزه کې د اوربند او هلته د بشري مرستو د ډیریدو په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي، د لیدنې تمرکز به په غزه کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې کمول، موقتي اوربند، د اسراییلي برمته شوو خوشې کول او غزې ته د مرستو زیاتول وي.

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي ویلي، چې کامالا هریس به په دې غونډه کې په رفح ښار کې د څه باندې یو نیم میلیون وګړو د امنیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړي. همدا راز، د سپینې ماڼۍ چارواکي زیاته کړې، چې اسراییل هم حق لري چې د حماس د «ترهګریزو بریدونو» په وړاندې له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي ټینګار کړی، چې مېرمن هریس او ښاغلی ګانتز به د غزې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې د ادارې پر جوړولو هم خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل د پوځ پخوانی مشر او د دفاع وزیر بني ګانټز، د ځینو نظر پوښتنو له مخې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سیاسي سیال دی او واشنګتن ته د هغه سفر ښایي نتانیاهو خپه کړي.

د ډسمبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلی و، چې اسراییل د غزې د "بې توپیره" بمبارۍ له امله خپل ملاتړ له لاسه ورکوي او نتانیاهو باید خپل دريخ بدل کړي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۳۰زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د سیمې څلورمه برخه نفوس له قحطۍ یو ګام لرې دی.

د پاکستان د لومړي وزیر ټاكنې به سبا په پارلمان کې ترسره شي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر ټاکنې به سبا د مارچ په درېیمه د پاکستان د پارلمان په عمومي غوڼډه کې ترسره شي.

دې ټاکنو ته د ميا محمد شهباز شريف او عمر ايوب خان د نوماندۍ اسناد منظور شوي دي.

د پارلمان مشر د اسنادو له کنټرول وروسته د دغو دوو کسانو نوماندي تایید کړې ده.

بل خوا، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري پر وړاندې د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند شوی دی.

د اوکراین په اودیسا ښار کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه تنه وژل شوي دي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۸ GMT+۰

اوکرایني چارواکي وايي، چې د شنبې په ورځ د اوکراین په سویلي بندري ښار اودیسا کې د روسیې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یو درې کلن ماشوم په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او دا ویره شته چې نور کسان د نړیدلو ودانیو لاندې بند پاتې وي.

د دغې سیمې یوه اوسیدونکې سویتلانا تاکاچینکو وايي: "زما میړه په چټکۍ سره د خلکو د مرستې لپاره منډه کړه ... بیا ما ولیدل چې خلک په تیښته دي، زه پوهه شوم چې خلک هلته وژل شوي دي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ټیلیګرام لیکلي: "روسیه له ملکي وګړو سره جګړې ته دوام ورکوي ... د دښمن یوې بې پیلوټه الوتکې په اوډیسا ښار کې د استوګنې پر ودانۍ برید کړی. اتلس کورونه ویجاړ شوي دي."

د اوکراین د بیړنیو خدمتونو څانګې پر ټیلیګرام د دې پیښې د انځورونو په خپرولو سره، چې د یو درې کلن ماشوم جسد هم پکې لیدل کیږي، لیکلي: "داسې پیښې په هیڅ کله هم هیرې نشي! د دې پیښو بخښل هم ناشوني دي." دغه ادارې ویلي چې د یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان یې له نړیدلو ودانیو ژوندي ژغورلي دي.

د اوډیسا سیمې والي اولیه کیپر وايي، چې په دې برید کې اته تنه ټپیان شوي او ژغورونکې ډلې لا هم تر خاورو لاندې د نورو کسانو په لټه کې دي.

د زیلینسکي په وینا، دغه برید د ایران له خوا د جوړو شوو شهید نومې بې پیلوټه الوتکې له خوا ترسره شوی دی.

په ترکیه کې په یوه ورځ د اتو ښځو وژل کېدو، د ښځو د حقونو د فعالو ټولنو غبرګونونه راپارولی

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۴ GMT+۰

په ترکیه کې په یوه ورځ کې د اتو ښځو وژل کېدلو د ښځو د حقونو د ټولنو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په ترکیه کې "موږ د ښځو پر وړاندې د جرمونو مخه نیسو" ټولنې دا پېښې د ښځو پر وړاندې د حکومت ضد سیاستونو پایله بللې او ویلي یې دي، چې د کب په ۱۳مه به په استانبول کې لاریون کوي.

د کب په اتمه، اته ښځې په سو ازمیر، بورسا، سقاریه، ارزروم، دنیزلي او استانبول کې په ډزو یا په چړو وژل شوي دي.

اووه ښځې چې د خپلو اوسنیو یا پخوانیو میړونو له خوا وژل شوې دي، ای کارلي، خاتون اکرم اصلان، امینه اولکو اراز، اوزلم چانکایا، طوبا اتشچي، طوبا ا، نسیم ګل کریمي او الیف سایدام نومیږي.

۱۹ کلنه دیلان اوزدمیر د خپل پلار له خوا په چړو وژل شوې ده.

«د ښځو پر وړاندې د جرمونو مخه نیسو» ټولنه، چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې یوه نا دولتي اداره ده، د دغو اتو وژنو په غبرګون کې ویلي، چې دا وژنې تصادفي نه دي، بلکې د حکومت د کړنو پایله ده.

د دغې ډلې په اعلامیه کې ټینګار شوی: «هغه کسان چې د ښځو د وژنې د پاې ته رسولو لپاره حل لاره نه ګوري، هڅه کوي دا ستونزه له پامه وغورځوي. مګر ټولنه په دې پوهیږي چې دا پیښې تصادفي نه دی.»

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې دا ښځې د کور دننه وژل شوي دي.

د ښځو د شوراګانو اتحادیې په دې وروستیو کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تېر کال د مارچ له اتمې نېټې راهیسې په ترکیه کې د هرچا او په ځانګړې توګه د ښځو او د ال جي بي تي کیو ټولنې لپاره ژوند ډېر ستونزمن شوی دی.

د ښځو د شورا دغه سازمان ټینګار کړی، چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د مدني قانون ۶۲۸۴ ماده باید پلي شي.

په دغه بیانه کې ټینګار شوی چې دوی به د دغو وژنو په غبرګون کې د مارچ په درېیمه (د کب ۱۳مه) د ماسپښین په درې نیمو بجو به د استانبول په کادیکوی سیمه نه د اپرای ثریا ماڼۍ مخې پورې لاریون وکړی.

دغې ټولنې تر دې مخکې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۳ کال کې په ترکیه کې د ښځو د وژنې ۳۱۵ پېښې او د ښځو د مشکوک مړینې ۲۴۸ پیښې ثبت شوې دي.

په ترکیه کې د ۲۰۲۴کال له پیل راهیسې او یوازې په دوو میاشتو کې د ښځو د وژنې ۶۸ پېښې ثبت شوې دي.

د نورو څېړنو پایلې ښيي چې له ۲۰۱۶څخه تر ۲۰۲۱پورې په ترکیه کې په اوسط ډول هره ورځ یوه ښځه وژل شوې ده.

امریکا په لومړي ځل د هوا له لارې غزه ته بشري مرستې وغورځولې

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۰

د متحده ایالاتو پوځ د شنبې په ورځ غزې ته د هوا له لارې بشري مرستې په داسې حال کې وغورځولې چې مرستندویه ادارې د اسراییل د بریدونو د دوام له امله په فلسطین کې د مخ په زیاتیدونکي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړي.

د امریکا د پوخ په وینا، درې سی – ۱۳۰ ډوله پوځي الوتکو د ۳۵ زره کسانو لپاره خواړه په داسې یوه سیمه غورځولي، چې د ملګري ملتونه په وینا د نفوس څلورمه برخه له قحطۍ څخه یو ګام لرې ده. په همدې حال کې، فلسطینیانو پر ټولنیزو رسنیو له هوا د مرستو د بستو د راښکته کیدو ویډيوکانې خپرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې غزې ته د هوا له لارې د مرستو رسول به دوام وکړي، او دا چې اسراییل هم د دغو عملیاتو ملاتړ کوي.

په داسې حال کې چې په مصر کې د غزې د اوربند خبرو د بیا پیلیدو په اړه شکونه رامنځ ته شوي، د یکشنبې په ورځ د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان هغه مهال وژل شوي، کله چې اسراییلي هوايي‌ ځواک په رفح ښار کې پر یوې خیمې بمبار کړی دی.

د دغه وزارت په وینا، د رفح ښار په تل السلطان سیمه کې یو روغتون ته څیرمه د اسراییل په یو بل هوايي برید کې ۵۰ کسان ټپیان شوي دي. په وژل شوو کسانو کې یو ډاکټر هم شامل دی. د اسراییل پوځ د دغو بریدونو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

د پیښې یو عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي: "هواي برید پر یوه خیمه وشو، چیرې چې خلکو له جګړې پناه وړې وه. زه مې ملګرو سره په روغتون کې ناست وو چې د بمونو پارچې دننه روغتون ته هم راننوتې، مونږ د یوې معجزې په توګه وژغورل شو."

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د دوی ځواکونو په خان یونس کې اته وسله وال وژلي، شاوخوا شل وسله وال یې د غزې په مرکزي برخه کې او درې نور یې د غزې ښار ته نژدې په رمل کې وژلي دي.