• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین د عصري کرنیزو تجهیزاتو لومړنۍ جوپه پاکستان ته ورسېده

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۰

د زرغون پاکستان نوښت په نوم د چین د کرنیزو تجهیزاتو لومړنۍ جوپه د خنجراب له لارې نن پاکستان ته ورسېده. د زرغون پاکستان نوښت سره به د دغه هېواد د کرنې د اوبه خور سیستم کې بدلون راشي او د دغه هېواد کرنه به پر ځیرکه کرنه بدله شي.

د پاکستان دولتي رادیو د خبر له مخې؛ د چین په دې غصري کرنیزو تجهیزاتو کې، شل تراکتور، د څاڅکي او پیپ یا نل له لارې د کرنې د پڼه کولو یا اوبه کولو او د سپوږمکۍ او ډرون له لارې د کرنې د کنټرول وسایل شامل دي.

دغه په ټیکنالوجۍ سمبال وسایل به د پاکستان د کرنیز سیستم پر پیاوړتیا او پرمختګ سربېره د دغه هېواد د صنعت په ښه والي کې هم مرسته وکړي.

پاکستان چې د اقلیمي بدلون له امله د اوبو د کمښت له زیاتېدونکې ستونزو سره مخ دی، د کرنې په عصري کولو سره غواړي چې په دې برخه کې خپل مشکلات کم کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

فېسبوک او انسټاګرام له نېږدې یو ساعت ځنډ وروسته په ټولې نړۍ کې بېرته په کار پیل وکړ

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د میټا بېزنس دوه خواله رسنۍ "فېسبوک او انسټاګرام" له نېږدې یو ساعت ځنډ وروسته په ټولې نړۍ کې بېرته په فعالیت پیل وکړ.

د میټا بېزنس مشهورې خواله رسنۍ "فیسبوک او انسټاګرام" په اروپا، امریکا او اسیا کې د ګرینویچ په وخت د مازیګر له درې نیمو بجو وروسته کار پرېښی و.

د مېټا بېزنس مشر مارک زوکربرګ پر خپلې خوالې رسنۍ د دغې ستونزې د حل اعلان وکړ.

دا له څو کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې فیسبوک او انسټاګرام له ورته ستونزې سره مخ کېږي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال جولای کې فیسبوک، انسټاګرام او وتسپ په یو وخت مختلفو هېوادونو کې له کار لوېدلي وو.

میټا بزنس د ټولنیزو شبکو یو ګروپ دی، چې په ټوله نړۍ کې له څلورو میلیاردو ډېر کارن لري.

د محمود خان اڅکزي پر کور تر عملياتو وروسته دې ګوند په کوېټه ښار کې کاربنديز اعلان کړ

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۰

د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د رهبر او ولسمشرۍ ته د نوماند محمود خان اڅکزي پر کور تر عملياتو وروسته، دې ګوند په کوېټه ښار کې کاربنديز وکړ. د ګوند غړي وايي، چې د پاکستان امنيتي ادارو د دوی اړوند پر پنځو مرکزونو عملیات کړي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر عبدالقهار ودان نن سې شنبه د افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وويل، چې له تېرو درېيو ورځو راپه دې خوا د پاکستان امنيتي ادارو د ګوند د زده کړو پر يوه مرکز، د محمود خان اڅکزي پر کور او د دوی اړوند پر درېيو سوداګريزو مرکزونو عمليات کړي دي.

د نوموړي په خبره، چې د پاکستان امنيتي کسانو د محمود خان اڅکزي يو ساتونکی هم له ځان سره وړی دی.

ودان زياتوي، چې دا عمليات تر هغه وروسته وشول، کله چې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي په پارلمان کې د قانون د پلي کولو، د خپلواک پارلمان او په ټاکنو کې مداخله کوونکو پوځي کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

نوموړی زياتوي: « حکومت ځکه عملیات وکړل، چې مشر په پارلمان کې دوې ورځې وړاندې په خبرو کې د ازاد پارلمان، رايو ته د درناوي، د درغليو د اصلاح، د پوځ له لوري په ټاکنو کې د رشوت اخيستو او دخيلو کسانو ته د سزا ورکولو او د قانون د پلي کولو غوښتنه وکړه.»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه غړی عبدالقهار ودان وايي، چې تر لاریونو وروسته نن په ټوله کوېټه کې کاربنديز روان دی.

د هغه په خبره: « نن په ټوله کوېټه کې سوداګريز مارکېټونه او دوکانونه بند وو او خلکو په خپله خوښه دا کار تر سره کړ.»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په کوېټه کې کاربنديز
100%
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په کوېټه کې کاربنديز

د نوموړي په خبره؛ تر هغې چې د پاکستان امنیتي ادارو دوی ته مثبت ځواب نه وي ویلی؛ تر هغې به د حق غوښتلو لپاره غږ پورته کوي.

د کوېټې انتظامي دفتر رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د مارچ په درېیمه پوليسو پر کواري سړک د محمود خان اڅکزي کورته څېرمه پر خالي ځمکه چاپه وهلې او هلته یې د ځمکې پر سر يو ساتونکی د پوليسو سره د مداخلې له امله نیولی دی.

ودان وايي، چې د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د بلوچستان نشنل پارټۍ مشر سردار اختر جان مینګل او د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان د محمود خان اڅکزي پر کور او ځمکه عمليات غندلي دي.

د مارچ مياشتي پر دویمه نېټه سني اتحاد کونسل (شورا) چې زیاتره غړي یې د تحریک انصاف ګوند پلویان دي؛ محمود خان اڅکزی د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړ.

محمود خان اڅکزی په پاکستان کې یو پښتون ملتپال سیاستوال دی او له بلوچستان صوبې قامي اسمبلۍ ته کامیاب شوی دی.

د پاکستان ټولټاکنې د تېرې میاشتې پر اتمه وشوې، چې د شفافیت په اړه یې د اکثریت ګوندونو، سیاسي او مدني فعالانو اندېښنې راپورته شوې دي.

د میټا مشهورو خواله رسنیو "فېسبوک او انسټاګرام" په مختلفو هېوادونو کې کار پرېښود

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د میټا بېزنس مشهورې خواله رسنۍ "فیسبوک او انسټاګرام" په اروپا، امریکا او اسیا کې له څو شیبو را هیسې له کاري ځنډ سره مخ دي. لا هم د دې خواله رسنیو د دې ستونز لامل معلوم نه دی؛ خو میټا ویلي، چې د ستونزې پر حل کار روان دی.

د ګرینویچ په وخت د مازیګر له درې نیمو بجو وروسته فیسبوک په افغانستان، پاکستان، جرمني، برېتانیا د امریکا متحده ایالتونو په ګډون مختلفو هېوادونو کې کار پرېښی دی.

دا له څو کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې فیسبوک او انسټاګرام له ورته ستونزې سره مخ کېږي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال جولای کې فیسبوک، انسټاګرام او وتسپ په یو وخت مختلفو هېوادونو کې له کار لوېدلي وو.

میټا بزنس د ټولنیزو شبکو یو ګروپ دی، چې په ټوله نړۍ کې له څلورو میلیاردو ډېر کارن لري.

هندي کروندګر دلاریونونو د پراخولو په موخه نوي ډیلي ته ننوځي

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

هندي کروندګر په پام کې لري چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د بسونو او ریل ګاډي له لارې پلازمینې نوي ډیلي ته په ننوتلو سره خپل لاریونونه پراخ کړي او د نوي ډیلي په سرحدي سیمو، چیرې چه لارې د دوی د تراکتورونو په واسطه تړل شوي، خپل حضور پراخ کړي.

په زرګونو هندي بزګرو تیره میاشت د "راځئ چې ډیلي ته لاړ شو" په نوم لاریون پیل کړی و خو د امنیتي ځواکونو لخوا د پلازمینې ۲۰۰ کیلومتره شمال ته د اوښکې بهونکي ګازو او د اوبو په زور ډهلي ته د دغو بزرګو د ننوتلو مخنیوی شوی و.

دغه کروندګر چې غواړي حاصلات یې په لوړه بیه وپلورل شي، حکومت سره له پرلپسې ناکامو خبرو اترو وروسته یې خپلو لاریونونو ته زور ورکړی دی

د کروندګرو مشر راماندیپ سینګ مان، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د بیلابیلو ایالتونو کروندګر، په سویل کې له کیرالا څخه تر مرکزي هند کې مدیا پردیش پورې، به د چهارشنبې په ورځ د ریل ګاډو او بسونو له لارې نوي ډیلي ته ورسیږي.

هغه وايي: "د پنجاب او هریانا کروندګر به د ټراکټور ټرالیانو سره د لاریونونو په اوسنیو ځایونو کې لاریونونو ته دوام ورکړي او د دوی له ډلې ځینې به هڅه وکړي چې یوازې د ټراکټورونو سره نوي ډیلي ته ننوځي."

په زرګونو کروندګر، په ځانګړې توګه د شمالي ایالتونو پنجاب او هریانا څخه، د شاوخوا ۳۰۰۰ ټراکټورونو سره، د ډیلي په درې سرحدي سیمو کې د پولیسو او امنیټي ځواکونو له خوا د لارو د بندیدو له امله بند پاتې دي.

د کروندګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې په داسې حال کې له څو ورځو راهیسې دوام کوي،‌ چې پولیس د بې پیلوټه الوتکو پر مټ اوښکې بهونکې ګاز کاروي. کروندګر وايي، چې په نښتو کې لږ تر لږه یو لاریون کوونکی وژل شوی او له دواړو خواوو لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د لاریون کوونکو کروندګرو مشر مان ویلي، چې لاریون کوونکي بزګران به د مارچ په ۱۰ مه ماسپښین د څلورو ساعتونو لپاره په ټول هیواد کې د اورګاډي کرښې وتړي.

نوموړي ویلی، چې کروندګر هوډ لري چې تر هغه وخته پورې خپلو لاریونو ته دوام ورکړي تر څو چې د بیو د لوړولو لپاره د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت د افغان هنرمندانو د وېزې غوښتنه رد کړې

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د هغو ۴۷ ځوانو هنرمندانو د وېزې غوښتنلیکونه رد کړې، چې ټاکل شوې وه د مارچ میاشتې په اوومه نېټه د لندن د ملکې الیزابیت په تالار کې یو کنسرت اجرا کړي.

دغه هنرمندان ټول د افغانستان د موسیقۍ د ارکستر برخه ده، چې د دغه هېواد د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ یوازینی میراث بلل کیږي.

دغې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان پرېښوده. په دغه ډله کې د ۱۴ او ۲۰ کلونو تر منځ د نارینه او ښځینه هنرمندان او هنرمندانې شاملې دي.

د افغانستان د موسیقۍ ارکستر دغه غړي چې اوس په پرتګال کې اوسیږي، په پام کې وه چې روانه میاشت کې په انګلستان کې یو لړ کنسرتونه وړاندې کړي.

ټاکل شوې وه، چې په دغو کنسرتونو کې په لندن، برمینګهم، لیورپول او مانچسټر کې د غربي او افغاني کلاسیک موسیقۍ یو ترکیب وغږول شي.

د افغانستان د موسیقۍ ارکیستر مشر ډاکټر احمد سرمست په خواله رسنیو کې ویلي: "دا پرېکړه ډېره مایوس کوونکې ده. دغو نجونو له میاشتو راهیسې تمرین کاوه او دغه کنسرتونه به ډېر ښکلي وی."