ترکمنستان: طالبانو ته مو وویل د اوبو سرچینې باید د نړیوالو حقونو په اساس وکارول شي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په عشق اباد کې د طالبانو له پلاوي سره د اوبو د سرچینو د کارولو د څرنګوالي په اړه د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ. دغه وزارت نن وويل، چې په دې غونډه کې طالبانو ته ويل شوي چې د اوبو له سرچينو بايد د نړيوالو حقونو پر بنسټ کار واخلي.