خالد حنفي: هېڅوک نشي کولاى، چې يوه ښځه د هغې له خوښې پرته له بل چا سره واده کولو ته اړباسي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي يوې ولسي غونډې ته د خپلې وینا پرمهال ويلي، چې د دوی ډله د اسلام په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمنه ده. د هغه په وينا، هېڅوک نه شي کولاى چې يوه ښځه له خپلې خوښې پرته له بل چا سره واده کولو ته اړه کړي.