راشد خان: افغان نوی نسل که هر څومره بېوسه شي، اول باید پر تعلیم فکر وکړي

د افغان کرېکټ د شل اوریزو ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په هالنډ کې د جمعې په ماښام (د لړم ۱۶مه) د «خان فاونډېشن» په پرانیست غونډه کې وویل،له نړۍ سره د سیال کېدو یوازنۍ لاره زده کړې دي او زياته کړه، د همدې فاونډېشن له لارې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې ښوونیز مرکزونه هم جوړ کړي.




