بایډن: که کانګرس د ټیک ټاک د بندولو قانون تصویب کړ، زه یې لاسلیکوم

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ وویل، هغه قانون به لاسلیک کړي چې د بایت دنس چین کمپنۍ ته یې شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې د ټیک ټاک منل شوی پلتفورم څنډې ته کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ وویل، هغه قانون به لاسلیک کړي چې د بایت دنس چین کمپنۍ ته یې شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې د ټیک ټاک منل شوی پلتفورم څنډې ته کړي.
د امریکا د استازو جرګه به د راتلونکې اونۍ د سه شنبې یا چهار شنبې په ورځو په دې اړه پرېکړه کوي.
تر دې وړاندې د جوبایډن سیال دونالډ ټرمپ د ټیک ټاک په بندولو اندېښنه ښودلې او ویلي یې و، چې دغه کار به د فیسبوک په ګټه تمام شي.
مایک پېنس چې د ټرمپ مرستیال و، د ټیک ټاک په اړه یې د استازو جرګې وړاندیز شوی قانون تایید کړی.
هغه د خواله رسنۍ په اېکس پاڼه لیکلي:« چین د امریکایي ماشومانو ذهنونه مسموموي؛ نور بس دی.»
د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د خواله رسنۍ دغه شبکه لا له وړاندې بنده شوې ده.

په پاکستان کې نن د سهار په لسو بجو د دغه هېواد د ۱۴م ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایو کارونه پیل شوه. د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان ملي او صوبايي اسمبلۍ او سنا به نن د شنبې په ورځ د دغه هېواد د ۱۴م ولسمشر د ټاکنو لپاره خپلې رایې وکاروي.
د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړ، چې د ټاکنو لپاره رایه اچونه به د سهار په ۱۰ بجو پیل شي او د مازدیګر تر ۴ بجو پورې به روانه وي.
دغه ټاکنې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزي تر منځ کېږي، چې محمود خان اڅکزی د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند له ملاتړه برخمن دی.
د پاکستان د پخواني ولسمشر عارف علوي پنځه کلنه دوره د تېر کال په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېده؛ خو په پاکستان کې یو ولسمشر د خپل ځای ناستي تر ټاکل کېدو پورې د اساسي قانون له مخې په خپله دنده پاتې کېږي.
اصف علي زرداري د پاکستان په پارلمان کې زیات پلویان لري او تمه کېږي، چې هغه به د خپل سیال محمود خان اڅکزي په وړاندې دغه ټاکنې وګټي.
د پاکستان په سیاسي جوړښت کې د ولسمشر څوکۍ یو تشریفاتي مقام دی؛ خو د دغه هېواد قانون ولسمشر ته دا حق هم ورکړی، چې پارلمان ړنګ کړي.

د نایجریا په شمال لویدیځ کې پروت د کادونا په ایالت کې د یو ښوونځي لږ تر لږه ۲۸۷ زده کوونکي د ناپیژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي دي.
د دغې وروستۍ ډله ایزې تښتونې په قربانیانو کې، لږترلږه ۱۰۰ ماشومان چې شاوخوا ۱۲ کاله عمر لري شامل دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په عاړه نه دی اخیستی. خو سیمه ییز خلک په دې باور دي چې ښايي جرمي ډلو دغه کار کړی وي، چې ډیر کله د نایجریا په شمال لودیځ او مرکزي سیمو کې د پیسو اخیستو په موخه په ډله ییزه توګه خلک تښتوي او یا یې وژني.
ځايي خلکو ويلي، چې دغه ماشومان سهار مهال تښتول شوي او يو ځنګل ته وړل شوي دي. د دوی په وینا، دا پیښه د کادونا ښار په ۸۹ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د ښوونځي چارواکو ویلي، چې یو کس چې د دغو ماشومانو د ژغورلو هڅه یې کوله د وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د ځايي خلکو په وينا، دغه ډلې له اسلامپالو جنګیالیو سره توپير لري، چې په وروستيو ورځو کې يې تر ۲۰۰ ډېر کسان، چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي، تښتولي دي.
دا په ۲۰۱۴ کال کې په بورنو ایالت کې د ښوونځي د زده کونکو له ډله ییزې تښتولو وروسته ترټولو لویه پیښه بلل کیږي.
د نایجریا امنیتي ځواکونو د دغو تښتول شوو کسانو د موندنې په موخه د کادونا ایالت په ځنګلونو کې پراخ عملیات پیل کړي دي. شنونکي او فعالان وايي، چې د امنیتي ځواکونو کمزوري وسله والو ډلو ته اجازه ورکوي چې ډله ییزو تښتونو ته دوام ورکړي.

د سني اتحاد شورا له خوا د ولسمشرۍ لپاره نومول شوي نوماند محمود خان اڅکزي د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه کړې ده. د پښتونخوا ملي عواي ګوند مشر اڅکزي د ټاکنو د ځنډولو لپاره د پاکستان ټاکنو کمیسیون ته لیک استولی او له رسنیو سره یې په خبرو کې هم ویلي، چې ټاکنې باید وځنډول شي.
ښاغلی اڅکزي وايي، په قومي او صوبايي پارلمان کې یو شمېر ځانګړې څوکۍ خالي دي او له همدې امله باید د انتخاباتي کالج (الېکټورل کالج) تر بشپړېدو پورې باید د ولسمشر انتخابیدل وځنډول شي.
پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزی به د دې څوکۍ لپاره په ټاکنو کې سیالي کوي.
ټاکل شوې چې د لسمشرۍ ټاکنې د مارچ په نهمه د شنبې په ورځ ترسره شي.

یوه ورځ وروسته له هغې چې د اسراییل لومړي وزیر پر رفح باندې پر برید ټینګار وکړ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر د دغه برید د زیاتې مرګ ژوبلې په اړه خبرداری ورکړ. په همدې حال کې امریکا، اروپايي ټولنې او بریتانیا غزې ته د مرستو رسولو لپاره د سمندري دهلیز د جوړولو هڅې کوي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند جرمی لارنس ویلي، پر رفح د اسراییل احتمالي برید، چېرته چې له وړاندې ۱،۵ میلیونه خلک په ناوړه او غیر انساني حالت کې بې ځایه شوي، د ډېرې مرګ ژوبلې لامل به شي.
د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د پنجشنبې په ورځ وويل، د هېواد پوځ به په غزه کې د حماس د وروستي مرکز رفح په ګډون د حماس پر ضد خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.
غزې ته د لا زیاتو مرستو غوښتنه په داسې حال کې دوام لري، چې پر رفح د اسراییل د برید خبرداری ورکړل شوی دی.
په همدې حال کې د فلسطین د کډوالو ادارې اعلان کړی، چې غزې ته د هوا له له لارې مرستې غورځول د ځمکې پر سر د لارې بدیل نه دی.
په تېرو ورځو کې د امريکا او اردن هوايي ځواکونو غزې ته د مرستو کڅوړې غورځولې دي.
په همدې حال کې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون پر اسراییل غږ کړی، چې غزې ته د لا زیاتو لاریو اجازه ورکړي. هغه ټینګار وکړ، چې د ځمکې له لارې د مرستو رسول تر ټولو چټکه لار ده.
کامرون دا هم وویل، چې هیواد به یې له امریکا سره د سمندري دهلیز په جوړولو کار وکړي، چې غزې ته مستقیمې مرستې ولېږدوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ (کپ ۱۷) کانګرس ته په خپله وینا کې وویل، چې هیواد به یې په غزې تړانګه کې د بشري مرستو د استولو لپاره یوه موقتي بندر جوړ کړي.
په همدې حال کې د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون درلاین ژمنه کړې، چې د قبرس له لارې غزې ته د مرستو د لېږد لپاره به ډېر ژر یو بشري دهلیز جوړ کړي.
بایډن په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې "یوازینۍ شته حل لاره د دوو دولتونو، اسراییل او فلسطین جوړول دي."
هغه وويل: "له دې پرته د اسراییل د امنيت او ډيموکراسۍ، د فلسطينيانو لپاره د سولې او وقار او د سعودي عربستان په ګډون له عربي هېوادونو سره د اسراییل د سولې بل هيڅ ضمانت نشته."
په دې وروستیو ورځو کې د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر د اوومې په اسرایلو باندې د حماس لخوا په برید کې د "جنسي جرمونو" په اړه د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد په غوښتنه، امریکا، بریتانیا او فرانسې د اکتوبر د اوومې نېټې د برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د رابللو رسمي غوښتنه کړې ده.
د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې پر اسراییل باندې د حماس له خوا د اکټوبر د اوومې نېټې د برید په ترڅ کې د ډله ییزې تیري په اړه راپور ورکړ.
د کارپوهانو دغه ډلې چې مشري یې په جګړه کې د جنسي تیري په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې پرامیلا پتن کوله، وویل: "د اعتبار وړ حالات معلومات چې کیدای شي د جنسي تاو تریخوالي ځینې ډولونه په ګوته کړي، لکه د ښځینه تناسلي، جنسي شکنجه یا ظالمانه، غیر انساني چلند. "او دا سپکاوی دی، دا ترلاسه شوي دي".
په همدې حال کې، چې په غزه کې شخړه دوام لري، راپورونه د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د خبرو اترو د دوام ښودنه کوي.
په همدې حال کې وال سټریټ ژورنال د باخبره چارواکو له قوله ویلي، چې د حماس مشران یحیی سنوار او اسماعیل هنیه د اوربند د موافقې د شرایطو پر سر اختلاف لري. په داسې حال کې چې هانيه د شپږ اونیو د اوربند له وړاندیز سره موافق دی، سنوار د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د اسراییل ژمنې غواړي.
د اسرایل ۱۲ چینل راپور ورکړی، چې د سي ای اې مشر ویلیام برنز تمه کیږي، چې د احتمالي اوربند د موافقې په اړه د خبرو په جریان کې سیمې ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک وویل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر پایه په لوېدیځه غاړه کې د اسراییل په مېشت ځایونو کې په بې ساري ډول ۲۴۳۰۰ یونټونه زیات شوي دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییل میشت ځایونو پراخول یو "جنګي جرم" دی او د یو باثباته فلسطیني دولت لپاره "هر ډول عملي امکان" له مینځه وړي.

د هغه امریکايي عسکر چې په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر کې په چاودنه کې وژل شوی و، پلار يې وروسته له هغه ونیول شو، چې د جوبایډن د وینا پر ضد یې اعتراض وکړ. ۵۱ کلن سټیو نیکویی کانګرس ته د بایډن د وینا پر مهال د "ابي ګېټ" نوم اخېستو سره فریاد وکړ.
د رسنیو راپورونه ښیې، چې د کانګرس پولیسو ښاغلی نیکویی له دې اعتراضي اقدام وروسته له کانګرسه بهر کړی او بیا یې نیولی دی.
"ابي ګېټ" د کابل هوايي ډګر د پوځي برخې د ننوتو نوم دی، چې د داعش دوو ځانمرګو بریدګرو د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې د میاشتې په څلورمه نېټه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د عملیاتو په ترڅ کې دلته چاودنې وکړې. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکایی پوځیان وژل شوي وو.
پولیسو رسنیو ته تایید کړې، چې ښاغلی نیکویی یې د ګډوډۍ او ګڼې ګوڼې د رامنځته کولو په تور نیولی دی.
نیویارک ټایمز د پولیسو له قوله لیکلي، هغه خلک چې په غیرقانوني ډول کانګرس ګډوډوي معمولاً د ۵۰ ډالرو جریمې له ورکولو وروسته خوشي کیږي. له همدې امله د ښاغلی نیکویی قضیه به عدالتي نشي.
وروسته له هغه چې زوی یې په ۱۴۰۰ کې ووژل شو، ښاغلي نیکویی رسنیو ته وویل، چې دی په کابل کې د خپل زوی د وژنې پړه پر جوبایډن اچوي.
