مایکل مکال: د افغانستان خلک د طالبانو د رژیم قرباني دي

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مکال وایي، د افغانستان خلک د طالبانو د رژیم قربانیان دي. هغه ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول جوړجاړی د افغانانو پر مخ څپېړه ورکول دي.

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مکال وایي، د افغانستان خلک د طالبانو د رژیم قربانیان دي. هغه ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول جوړجاړی د افغانانو پر مخ څپېړه ورکول دي.
مایکل مکال دغه څرګندونې د امریکا د سفارت د شارژدافېرې کرن دګر د هغو خبرو په غبرګون وکړې، چې نوموړې په استانبول ښار کې د مدني ټولنې له یو شمېر غړو سره تر لیدنې وروسته ویلي و، چې ډېر شمېر افغانان غواړي څو له سیاسي لارې له طالبانو سره د تعامل ملاتړ وکړي.
مایکل مکال د بایډن له ادارې غوښتي، چې په هیڅ ډول شرایطو کې له طالبانو سره د خبرو لاره خپله نه کړي.
مېرمن دګر د کب په ۱۸مه نېټه په استانبول کې د مدني ټولنې له یو شمېر افغان فعالانو سره تر لیدنې وروسته په خپل اېکس کې لیکلي: "دلته ډېر استعدادونه او انرژي چمتو دي، چې له طالبانو سره د سیاسي لارې له نقشې او جوړجاړي ملاتړ وکړي."
مېرمن دګر زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یو ځای کېدو د بهیر لپاره د مدني ټولنې د استازو ترمنځ "قوي ملاتړ" شته.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ډېری سیاسي اړخونه، د ښځو د حقونو ملاتړي او فعالان له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د جوړجاړي مخالف دي.
دوی وایي، طالبانو په پراخه کچه د هېوادوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د یادولو ده، چې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د امریکا او ځینو کورنیو څېرو په ګډون د نړیوالې ټولنې د چارواکو څرګندونې تل غبرګونونه راپارولي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم ویلي و، چې واشنګټن د دوحې د غونډو د دوام په هرکلي سره غواړي د ملګرو ملتونو په مشرۍ په نړیوال نظام کې د افغانستان د بشپړ ادغام لپاره یوه لاره جوړه شي.