رینا امیري: افغانستان په کال کې څه باندې یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې افغانستان د طالبانو د افراطي سیاستونو له امله په کال کې څه باندې یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي. دغې استازې په اېکس لیکلي، چې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیزونو ټولو افغانانو ته زیان اړولی.