د غزې د جګړې له پیل راهیسې اسراییلي پوځ پر لبنان او سوریې له ۴زرو ډېر بریدونه کړي دي

اسراییلي پوځ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د غزې د جګړې له پیله یې د لبنان پر حزب الله او سوریې ۴۵۰۰ بریدونه کړي دي. د دغه هېواد د پوځ په وینا، په دغو بریدونو کې د حزب الله ډلې د پنځو لوړپوړو قوماندانو په ګډون تر ۳۰۰ ډېر غړي وژل شوي دي.