انتونیو ګوترېش: د غزې په شمالي برخه کې روانه قحطي په بشپړ ډول یو انساني ناورین دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، چې د غزې په شمالي برخه کې روانه قحطي په بشپړ ډول یو انساني ناورین دی. هغه په اېکس پاڼه یوځلې بیا د اوربند غوښتنه کړې او لیکلي یې دي:« زه د سملاسي بشري اوربند لپاره خپله غوښتنه یو ځلې بیا تکراروم.»