په کندهار کې د جاپان په مالي ملاتړ ۳۰ قابلې له زدکړو فارغې شوې

د افغانستان د نجونو او ښځو پروړاندې د طالبانو له بندیزونو سره سره په کندهار ولایت کې د ۳۰ قابله ګانو فراغت غونډه جوړه شوه. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، دا قابلې د جاپان په مالي مرسته د یوه تخصصي روزنیز بهیر له بشپړولو وروسته فارغې شوې دي.