تُرک توکمه برېتانوۍ لیکواله: طالبان د ښځو پر وړاندې خپله کرکه د ټولنې هرې برخې ته پراخوي

وتلې تُرک توکمې برېتانوۍ لیکوالې الیف شافاک په عام محضر کې د ښځو د سنګسار په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

وتلې تُرک توکمې برېتانوۍ لیکوالې الیف شافاک په عام محضر کې د ښځو د سنګسار په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.
مېرمن شافاک ویلي: «طالبان د ښځو پر وړاندې خپله سیستماتیکه کرکه د ژوند او ټولنې هرې برخې ته خپروي.»
نوموړې چې د فارسي ژبې د وتلي شاعر مولا جلال الدین محمد بلخي د ژوند په اړه د ملت عشق په نوم مشهور رومان لیکلی، د طالبانو د مشر د خبرو په غبرګون ویلي: «افراطي معتصبان تل له ښځو کرکه لري.»مېرمن شافاک په خپل انستاګرام کې لیکلي: «دا خبر په نړۍوالو رسنیو کې چندان انعکاس و نه کړ؛ خو تېره اونۍ طالبانو اعلان وکړ چې د ګناه په صورت کې به ښځې په عام محضر کې سنګسار شي.»نوموړې همدا راز لیکلي، چې د افغانستان ښځې باید هېرې نه شي.د شرعي حدودو د پلې کولو په اړه د ملا هبت الله وروستۍ څرګندونې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې دي.د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ملا هبت الله ته منسوب یو غږیز فایل په دې وروستیو کې خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو؛ که څه هم ستاسو د ډېموکراسۍ خلاف دی؛ خو ښځې به تر دې وروسته په عام محضر کې سنګسار شي.په دې فایل کې دغه راز ویل شوي، چې د کابل په نیولو سره د طالبانو کار پای ته نه دی رسېدلی، بلکې نوی پیل شوی دی.