طالبان: ننګرهار هوايي ډګر د ایران په مالي مرسته پراخېږي او تهران ته ترې الوتنې پیلېږي

د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي وايي، د دغه ولایت هوایي ډګر به د ایران په مالي مرسته ترمیم او ډېر ژر به ترې ایران ته الوتنې پیل شي سعيد احمد بنوري زیاتوي، د ایران په مالي ملاتړ د دغه هوایي ډګر ځغاستليکه تر درې کيلومترو اوږدېږي په نړوال معیار سره جوړیږي.