د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ددې ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د ایکو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو کنفرنس کې دوه ورځې پر تخنیکي مسایلو بحثونه وشول او له ډېرو وزیرانو سره یې خبرې درلودې.
نوموړي وویل، چې په دې غونډه کې پر دې بحث وشو، چې څنګه سوداګري له ګمرکاتو پرته وشي، خو دی وايي، دوی ورسره هوکړه نه ده کړې، ځکه له ګمرک پرته د افغانستان عواید له لاسه ځي.
نوموړي وویل، چې په دې اړه په نورو مجلسونو کې خبرې کېدای شي.
نورالدین عزیزي وویل، د غونډې په پای کې وړاندیز وشو، چې د ایکو د غونډې راتلونکې ناسته به چیرې کیږي، نو دا وړاندیز دوی ومانه، چې د ایکو راتلونکې غونډه په کابل کې وشي.
نوموړی وايي، افغانستان به د مالونو، مرغانو، بټریو او نورو برخو کې په ځان متکي شي او دا مهال په ۵۰۰ سکتوورنو کې افغانستان کې تولیدات کیږي.
له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو په اړه هغه وویل، چې له اسلام اباد سره په سوداګرۍ کې ګڼې ستونزې لري او خصوصي سکتور ډېر زیان لیدلی. د نوموړي په وینا، له پاکستان سره د لارو د بندېدو پرېکړه د مجبوریت له امله شوې ده.
هغه په دې برخه کې د یوې اساسي حل لارې غوښتنه وکړه، چې خصوصي سکتور پکې زیان ونه ویني.
عزیزي وویل، چې پاکستان باید د یوه تعهد له لارې یو باور رامنځته کړي او پاکستاني چارواکي دې مسالې ته رسیده ګي وکړي.
هغه وویل، چې چابهار بندر تل د طالبانو د ادارې په پام کې دی.