طالبانو په ننګرهار کې ۱۴۴ خصوصي روغتیايي مرکزونه تړلي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې یې په ننګرهار کې ۱۴۴ روغتیایي مرکزونه د روغتیايي اصولو د نه رعایتولو په جرم تړلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې یې په ننګرهار کې ۱۴۴ روغتیایي مرکزونه د روغتیايي اصولو د نه رعایتولو په جرم تړلي دي.
یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ننګرها د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو د څارنې او پلټنې امریتونو په جلال اباد ښار، بهسود، ښېوې، سره رود، چپرهار، کامې، رودات، اچین، سپین غر، بټي کوټ، شینوارو او نازیان ولسوالیو کې د روغتیايي قوانینو په موخه له خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څارنه کړې، چې په ترڅ کې یې ۱۴۴ روغتیايي مرکزونه، کلینیکونه او روغتونونه د روغتیايي اصولو د نه رعایتولو په جرم وتړل.
دیاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د څارنې ډلې پنځه نیم زره کیلوګرامه وخت تېر درمل او خوراکي توکي هم راټول کړي دي.
طالبانو یاد روغتیايي مرکزونه په داسې حال کې تړلې دي، چې د ددې ډلې او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته له یاد هېواد څخه د درملو پر واردولو بندیز لګول شوی.
د راپورونو له مخې، د درملو ګڼو کاروباریانو له پاکستان څخه په قاچاقي لارو د درملو واردولو ته مخه کړې او ځیني کسان هم وخت تېر درمل بازار ته وړاندې کوي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغان راستنیدونکو ملاتړ لپاره له مایکرو فاینانس بانک سره د یو تړون لاسلیک کولو اعلان وکړ. یاد سازمان وایي چې د تړون له مخې راستنیدونکو کډوالو ته به د کوچنيو کاروبارونو د پیل کولو لپاره پورونه ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دغه «نوښتګر تړون» وروسته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کوچنيو کاروبارونو پر پراختیا سربیره، د تخنیکي روزنې کورسونه هم جوړیږي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې د تړون د پلي کولو په لومړي پړاو کې، ۳۳۰۰راستنېدونکو ته د سوداګرۍ د پیل لپاره پورونه ورکول کیږي.
د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي چې دا پروژه د اروپایي اتحادیې او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې په مالي ملاتړ پیل شوې.
مخکې له دې، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د نومبر په ۲۳مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې له ۱۰سلنې څخه کم کوچني کاروبارونه رسمي پورونو ته لاسرسی لري، چې له امله یې ښځینه متشبثینې له دې خدماتو محرومې پاتې دي.
یاد سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په ټول افغانستان کې د ۷۵۰۰ کوچنیو سوداګریو لپاره شاوخوا ۲۰ملیون ډالره پورونه ورکړي دي، چې ۲۲۵۵د ښځو په مشرۍ سوداګرۍ هم پکې شاملې دي.

په پنجشیر کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر وایي، چې د یادې ډلې د ملا مشر هبت الله د لارښوونې پر اساس په وروستیو دوو کلونو کې ۲۰ زره پنجشیري ځوانان د طالبانو د اردو، پولیسو او نورو ملکي بنسټونو کې شامل شوي دي.
د یادې ډلې د والي رسنیز دفتر ویلي، چې په روان کال کې د یاد ولایت زر تنه ځوانان د طالبانو د پولیسو، ۶۰۰ تنه د اردو، زر تنه د طالبانو په ملکي بسټونو او موسساتو او همدارنګه ۱۵ زره تنه نور یې د کانونو په برخه کې په دندو ګمارل شوي دي.
طالبانو ویلي، چې د یادې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په پنجشیر کې د یادې ډلې والي ته سپارښتنه کړې، څو په نورو ولایتونو کې د پنجشیري ځوانان په دنده ګمارلو لپاره نوملړ چمتو کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانانو حقونه «د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي» او د اندیښنې لپاره یې هېڅ دلیل شتون نه لري.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږل شوې غږیږ پیغام کې ویلي، چې طالبان په «اسلامي معیارونو» سره سم د ټولو خلکو د حقونو په ساتنه باندې مکلف دي.
نوموړي زیاته کړې:«هغه بشري حقونه چې تعریفونه يي په بېلا بېلو ټولونو او هېوادونو کې کېږي، افغانان مکلف نه دي چې هغه خپل حقوق وبولي. موږ هغه څه د بشر حق ګڼو چې هغه اسلامي شریعت انسانانو ته ورکړي دي. او دا ډول حقونه تامین دي او د لا تامین لپاره یې هڅه کوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګڼو هېوادونو استازو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د ګڼو بندیزونو سربیره په عام محضر کې بدني سزاګاني او اعدامونو پر دوام خپلې اندیښنې شریکي کړي او افغانستان کې یې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د طالب دیني علماوو پرونۍ پرېکړې په تایید ټینګار کړی، چې هېڅ افغان له افغانستان څخه بهر نظامي فعالیت نه شي ترسره کولای. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان ساتنه یوازې د دوی اړوند جنګیالیو دنده نه ده،بلکې د «اسلامي نظام» او هېواد ساتنه پر هر وګړي فرض ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، له یوې دینې مدرسې څخه د طالبانو فراغت غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې که څوک د افغانستان حریم نقض کړي او پر افغانستان تېرۍ ورکړي، «نو پر مسلمانانو جهاد فرض او هر وګړی باید د هېواد دفاع وکړي.»
امیرخان متقي یوځل بیا ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د چا په زیان نه استعمالیږي او که کومه ډله د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي «طالبان یې د لاس نیولو حق لري.»
امیرخان متقي ویلي، چې د یادې ډلې رهبرۍ چاته هم اجازه نه ده ورکړې، چې هغه دې په نورو هېوادونو کې نظامي فعالیتونه ترسره کړي، نو که څوک له دې سرغړونه کوي، او یا هر افغان چې له دې سرغړونه کوي د عماوو د پریکړې له مخې، اسلامي نظام حق لرې چې په وړاندې یې اجرات وکړي.»
متقي د خپلې وینا پرمهال په مشخص ډول د کوم هېواد یا ډلې له نوم څخه یادونه نه ده کړي.
امیرخان متقي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې تېره ورځ طالب علماوو په کابل کې د یوې غونډې پرمهال د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره ویلي، چې «له نظام څخه دفاع مقدس جهاد او فرض عین ګڼل کېږي.»
په پرېکړه لیک کې په ښکاره ډول د پاکستان نوم نه دی یاد شوې، خو ویل شوي چې د هېواد د خاورې، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع د هر افغان لپاره لازمه او ضروري ده او همداشان ټینګار شوی چې که هر هېواد د افغانستان پر خاوره تېری وکړي یا د مسلمانانو په حریم کې لاس وهنه وکړي، په مقابل کې یې جګړه او دفاع د ټولو افغانانو لپاره فرض عین ګڼل کېږي.

د طالبانو د دیني عالمانو له ناستې وروسته، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې غونډې پرېکړهلیک لا تر اوسه اسلاماباد ته نه دی رسېدلی. د یاد وزارت ویاند وايي، چې دا ناسته مثبت ګام ګڼل کېدای شي، خو اسلاماباد د طالبانو له مشرتابه او ملا هبتالله څخه لیکلی تضمین غواړي.
طاهر اندرابي، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اونیزه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل، «پاکستان د هر هغه دریځ هرکلی کوي چې د ترهګرۍ ضد دریځ ولري، خو د پرېکړهلیک ارزونه به د هغې د نسخې تر ترلاسه کولو وروسته ممکنه وي».
د طالبانو نږدې زرو تنو دیني عالمانو د لیندۍ پر نولسمه په کابل کې په یو پرېکړهلیک کې ټینګار وکړ چې هېڅ افغان وګړی باید د هېواد له پولو دباندې په جګړو کې برخه وانخلي.
په پرېکړهلیک کې ویل شوي، «طالبان باید د هغو کسانو مخه ونیسي چې د جګړې لپاره له افغانستان نه بهر ته ځي».
پاکستان له اوږدې مودې ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې جنګیالي له افغانستان نه د دغه هېواد پولیس او پوځ په نښه کوي او له طالبانو یې غوښتي چې د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي. خو طالبان دا اعاوې په مکرر ډول ردوي.
پاکستان تر دې وړاندې له طالبانو سره د استانبول او دوحې د خبرو په جریان کې غوښتنه کړې وه چې دټي ټي پيد بریدونو د مخنیوي لپاره دې لیکلی تضمین ور کړي.
د طالبانو د ملاتړو دیني عالمانو په پرېکړهلیک کې د طالبانو امارت د «شرعي نظام» په توګه یاد شوی او اطاعت، ملاتړ او دفاع یې د افغانانو «وجیبه» ګڼلې ده.
په پرېکړهلیک کې راغلي چې مسلمانان د شرعي نظام په ساتنه مکلف دي او دیني عالمان باید د اوسني نظام په ملاتړ مشورې وړاندې کړي.
د پرېکړه لیک په متن کې ټینګار شوی چې د بهرني تېري په صورت کې د نظام او خاورې دفاع «فرض عین» ګڼل کېږي او دا عمل «مقدس جهاد» دی.
دا لومړی ځل دی چې طالبان دا ډول یوه پرېکړه لیک، یا غیر رسمي فتوا خپروي.