• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې بې بنسټه دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانانو حقونه «د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي» او د اندیښنې لپاره یې هېڅ دلیل شتون نه لري.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږل شوې غږیږ پیغام کې ویلي، چې طالبان په «اسلامي معیارونو» سره سم د ټولو خلکو د حقونو په ساتنه باندې مکلف دي.

نوموړي زیاته کړې:«هغه بشري حقونه چې تعریفونه يي په بېلا بېلو ټولونو او هېوادونو کې کېږي، افغانان مکلف نه دي چې هغه خپل حقوق وبولي. موږ هغه څه د بشر حق ګڼو چې هغه اسلامي شریعت انسانانو ته ورکړي دي. او دا ډول حقونه تامین دي او د لا تامین لپاره یې هڅه کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګڼو هېوادونو استازو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د ګڼو بندیزونو سربیره په عام محضر کې بدني سزاګاني او اعدامونو پر دوام خپلې اندیښنې شریکي کړي او افغانستان کې یې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امیر خان متقي: هیڅ افغان له افغانستان څخه بهر نظامي فعالیت نه شي ترسره کولای

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د طالب دیني علماوو پرونۍ پرېکړې په تایید ټینګار کړی، چې هېڅ افغان له افغانستان څخه بهر نظامي فعالیت نه شي ترسره کولای. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان ساتنه یوازې د دوی اړوند جنګیالیو دنده نه ده،بلکې د «اسلامي نظام» او هېواد ساتنه پر هر وګړي فرض ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، له یوې دینې مدرسې څخه د طالبانو فراغت غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې که څوک د افغانستان حریم نقض کړي او پر افغانستان تېرۍ ورکړي، «نو پر مسلمانانو جهاد فرض او هر وګړی باید د هېواد دفاع وکړي.»

امیرخان متقي یوځل بیا ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د چا په زیان نه استعمالیږي او که کومه ډله د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي «طالبان یې د لاس نیولو حق لري.»

امیرخان متقي ویلي، چې د یادې ډلې رهبرۍ چاته هم اجازه نه ده ورکړې، چې هغه دې په نورو هېوادونو کې نظامي فعالیتونه ترسره کړي، نو که څوک له دې سرغړونه کوي، او یا هر افغان چې له دې سرغړونه کوي د عماوو د پریکړې له مخې، اسلامي نظام حق لرې چې په وړاندې یې اجرات وکړي.»

متقي د خپلې وینا پرمهال په مشخص ډول د کوم هېواد یا ډلې له نوم څخه یادونه نه ده کړي.

امیرخان متقي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې تېره ورځ طالب علماوو په کابل کې د یوې غونډې پرمهال د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره ویلي، چې «له نظام څخه دفاع مقدس جهاد او فرض عین ګڼل کېږي.»

په پرېکړه لیک کې په ښکاره ډول د پاکستان نوم نه دی یاد شوې، خو ویل شوي چې د هېواد د خاورې، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع د هر افغان لپاره لازمه او ضروري ده او همداشان ټینګار شوی چې که هر هېواد د افغانستان پر خاوره تېری وکړي یا د مسلمانانو په حریم کې لاس وهنه وکړي، په مقابل کې یې جګړه او دفاع د ټولو افغانانو لپاره فرض عین ګڼل کېږي.

اسلام اباد د طالبانو له مشرتابه او ملا هـبـت‌الله څخـه لیـکلی تـضمین غواړي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د دیني عالمانو له ناستې وروسته، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې غونډې پرېکړه‌لیک لا تر اوسه اسلام‌اباد ته نه دی رسېدلی. د یاد وزارت ویاند وايي، چې دا ناسته مثبت ګام ګڼل کېدای شي، خو اسلام‌اباد د طالبانو له مشرتابه او ملا هبت‌الله څخه لیکلی تضمین غواړي.

طاهر اندرابي، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اونیزه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل، «پاکستان د هر هغه دریځ هرکلی کوي چې د ترهګرۍ ضد دریځ ولري، خو د پرېکړه‌لیک ارزونه به د هغې د نسخې تر ترلاسه کولو وروسته ممکنه وي».

د طالبانو نږدې زرو تنو دیني عالمانو د لیندۍ پر نولسمه په کابل کې په یو پرېکړه‌لیک کې ټینګار وکړ چې هېڅ افغان وګړی باید د هېواد له پولو دباندې په جګړو کې برخه وانخلي.

په پرېکړه‌لیک کې ویل شوي، «طالبان باید د هغو کسانو مخه ونیسي چې د جګړې لپاره له افغانستان نه بهر ته ځي».

پاکستان له اوږدې مودې ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې جنګیالي له افغانستان نه د دغه هېواد پولیس او پوځ په نښه کوي او له طالبانو یې غوښتي چې د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي. خو طالبان دا اعاوې په مکرر ډول ردوي.

پاکستان تر دې وړاندې له طالبانو سره د استانبول او دوحې د خبرو په جریان کې غوښتنه کړې وه چې دټي ټي پيد بریدونو د مخنیوي لپاره دې لیکلی تضمین ور کړي.

د طالبانو د ملاتړو دیني عالمانو په پرېکړه‌لیک کې د طالبانو امارت د «شرعي نظام» په توګه یاد شوی او اطاعت، ملاتړ او دفاع یې د افغانانو «وجیبه» ګڼلې ده.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې مسلمانان د شرعي نظام په ساتنه مکلف دي او دیني عالمان باید د اوسني نظام په ملاتړ مشورې وړاندې کړي.

د پرېکړه لیک په متن کې ټینګار شوی چې د بهرني تېري په صورت کې د نظام او خاورې دفاع «فرض عین» ګڼل کېږي او دا عمل «مقدس جهاد» دی.

دا لومړی ځل دی چې طالبان دا ډول یوه پرېکړه لیک، یا غیر رسمي فتوا خپروي.

اوچا: په افغانستان کې د بشري وضعیت د مهار لپاره تازه ۴۰ میلیونه بیړنۍ مرستې منظوري شوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا اعلان کړی چې په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان لپاره د مرکزي بیړني مرستندویه صندوق څخه د ۴۰میلیونو ډالرو څخه زیاته بودیجه ځانګړې شوې ده.

اوچا وایي دا مرسته به د وچکالۍ، بې‌ځایه کېدو او ورځني اقتصادي فشارونو سره د مبارزې په برخه کې د میلیونونو افغانانو لپاره د ژوند ژغورونکي ملاتړ په توګه وکارول شي.

د اوچا په وینا، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې بشري اړتیاوې پکې خورا لوړې دي، او میلیونونه کسان د خوړو کموالي، د اوبو نشتوالي او اقتصادي کړکیچ له امله له سختو شرایطو سره مخ دي.

د دغه ادارې په څرګندونو کې راغلي چې د مرکزي بیړني مرستندویه صندوق دا تازه مرستې به د بېړنیو خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو، اوبو، سرپناه او نورو اساسي اړتیاوو په برابرولو کې لګول کېږي.

اوچا ټینګار کوي چې د دوامدارو نړیوالو مرستو پرته به د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب شي، او د مرستندویه پروګرامونو د دوام لپاره پراخ نړیوال ملاتړ اړین دی.

د طالبانو د کډوالو وزارت: په تېرو ۱۸ ورځو کې څه باندې ۱۴۶ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستننېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو ۱۸ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو څخه زرګونه افغان کډوال ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۸ ورځو کې ۱۴۶۱۵۲ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

یا وزارت ویلي، چې له دې ډلې له پاکستان څخه ۷۷۰۵۲ تنه، له ایران څخه ۶۸۲۷۷ تنه او له ترکیې څخه ۸۳۴ راستانه کړل شوي دي.

د تازه راپورونو له مخې، په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونو د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده. په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي.

طالبان: څلورو ولایتونو کې مو ۲۵۸ کیلوګرامه نشه يي توکي او په تور یې ۳۱ کسان نیولي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کندوز، هرات، بغلان او کابل کې یې د نشه يي توکو، د انتقال، چاقاق او خرڅلاو په تور ۳۱ کسان نیولي دي.

یاد وزارت په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې یې دوه کسان ۱۹۴ کیلوګرامه نشه يي توکو په تور نیولي او همدارنګه ۲۷ کسان یې بیا په کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیولي دي.

د طالبانو د کورنو چارو وزارت زیاته کړې، چې په هرات او بغلان ولایتونو کې یې هم دوه کسان د ۲۹ او ۳۵ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي کسان به تر لومړنیو پلټونو وروسته طالب قضايي او عدلي ادارو ته وسپاري.