طالبان: څلورو ولایتونو کې مو ۲۵۸ کیلوګرامه نشه يي توکي او په تور یې ۳۱ کسان نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کندوز، هرات، بغلان او کابل کې یې د نشه يي توکو، د انتقال، چاقاق او خرڅلاو په تور ۳۱ کسان نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کندوز، هرات، بغلان او کابل کې یې د نشه يي توکو، د انتقال، چاقاق او خرڅلاو په تور ۳۱ کسان نیولي دي.
یاد وزارت په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې یې دوه کسان ۱۹۴ کیلوګرامه نشه يي توکو په تور نیولي او همدارنګه ۲۷ کسان یې بیا په کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیولي دي.
د طالبانو د کورنو چارو وزارت زیاته کړې، چې په هرات او بغلان ولایتونو کې یې هم دوه کسان د ۲۹ او ۳۵ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
طالبانو ویلي، چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي کسان به تر لومړنیو پلټونو وروسته طالب قضايي او عدلي ادارو ته وسپاري.


د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو نښتو له امله دوه میاشتې کېږي، چې د تورخم، غلام خان، خرلڅي او چمن څلور مهمې سوداګریزې لارې تړلې دي او له امله یې سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیانونه هم اوښتي دي.
د راپورونو له مخې؛ پاکستان هر کال د نږدې یو زر او ۵۰۴ مېلیونه ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادروي او د شاوخوا ۷۶۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت واردات لري، چې په یو کال کې په منځنۍ توګه دغه شمېر ۴۶زره ۷۵۷مېلیونه ډالرو ته رسېږي؛ خو یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ۷زره او ۶۸۶ مېلیونه ډالر زیان کړی دی.
د لارو له تړل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په بشپړ ډول درېدلې ده. د سېمنټو، درملو، مېوو، سبزیو، ډبرو سکرو او نورو توکو لېږد په بشپړ ډول بند شوی دی. سلګونه باروړونکي موټرې لا هم د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو کې بند پاتې دي. که څه هم دغه لارې د سوداګرۍ لپاره تړلې دي؛ خو افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره بیا خلاصې دي.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان-خاش پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله پنځه افغان کډوال مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. په یاد ولایت کې د پولیسو مشر سردار احمد کرمياسد ویلي، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

د یوناما چارسمبالې جورجیوت ګانیون په خپل درې میاشتني راپور کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې لېږلی لیکلي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د روان کال د اګست له لومړۍ نېټې د اکټوبر تر ۳۱مې پورې ۲زره او ۷۳۷ امنیتي پېښې ثبت کړې دي.
دغه پېښې د تېر کال د ورته مودې پرتله د ۱۴.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو مخالفو وسلهوالو جریانونو په دغه درېیو میاشتو کې په ټولیز ډول د ۴۱ امنیتي پېښو مسوولیت منلی چې له دې ډلې ۱۹ پېښې تایید شوې دي. د راپور له مخې؛ دغه جریانونو کې د افغانستان ازادۍ جبهه، د ملي مقاومت جبهه، د ملي نبرد جبهه، د ملي بسیج جبهه، د افغانستان د اسلامي ازادۍ جبهه او د افغانستان د ازادۍ غورځنګ شامل دي.
ملګرو ملتونو دا نهده په داګه کړې، چې د کومو جبهو ادعا شوي بریدونه یې تایید کړي دي. سره له دې په راپور کې راغلي، د طالبانو مخالف پوځي ځواکونه تر اوسه نهدي توانېدلي چې د طالبانو واکمنۍ ته «جدي ننګونه» پیدا کړي.
د داعش خراسان د بریدونو کموالی
په راپور کې د ملګرو ملتونو له حوالې راغلي، چې د روان کال د اګسټ له لومړۍ څخه د اکټوبر تر پای پورې په افغانستان کې د داعش خراسان بریدونه د شمېر او پراختیا له مخې کم شوي دي. د راپور له مخې؛ د اګسټ په ۱۲مه داعش خراسان ډلې ادعا وکړه، دوه جنګیالي یې چې د غلا په تور نیول شوي وو؛ له کندوز زندانه اېستل شوي او وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د اګست په ۱۳مه طالبانو د داعش خراسان قوماندان وواژه او د اګست په ۱۵مه داعش بیا ادعا وکړه چې په ننګرهار کې یې یو سړی د طالبانو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی.
پر ډیورنډ کرښې نښتې
ملګرو ملتونو ویلي، چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه د اکټوبر تر پایه پورې د افغانستان په پولو او ډیورنډ کرښه له پاکستان، ایران او تاجکستان سره څو پېښې رامنځته شوې دي. د راپور پر بنسټ؛ د اګست په ۱۳مه په ننګرهار کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د یادې ډلې له لوري د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر نښته وشوه. هممهاله پاکستاني ځواکونو پر کونړ توغندي وېشتي.
همدا راز (د اګسټ په ۶مه) د طالبانو سرحدي پولیسو له پاکستاني ځواکونو سره د یوې پوستې جوړولو له کبله نښته وکړه. راپور کې ویل شوي، چې د اګست په ۲۵مه او د اکټوبر په ۲۴مه د طالبانو او د تاجکستان د سرحدي پولیسو تر منځ په بدخشان کې ډزې تبادله شوې.
راپور وايي، د اګست په ۲۹مه په کونړ کې دوه جلا پېښې وشوې چې په یوه کې یې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوې او مالي زیانونه یې واړول. په دویمه پېښه کې له پاکستان نه پر کونړ توغندي وویشتل شول.
په راپور کې راغلي، چې د اګست په ۳۰مه د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ پر یو بل ډزې شوې. لامل یې د ایراني ځواکونو له لوري ایران ته د اوښتونکو افغانانو وهل ډبول یاد شوي دي.
د راپور له مخې؛ د سپتمبر په ۵مه، ۱۴مه او ۱۶مه په کونړ کې د پاکستان له لوري د هاوان او سپکو وسلو ډزې شوې، چې د یوه ملکي وګړي کور یې ویجاړ کړی او پهکې څاروي هم تلف شوي دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي، پاکستان لا هم ادعا کوي چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټيټيپي» ته پناه ځایونه ورکړي؛ خو پر کابل واکمن طالبان بیا دغه ادعا ردوي.
د یوناما د چارسمبالې په وینا؛ د اګست له لومړۍ نېټې څخه د اکټوبر تر پایه پورې په افغانستان کې ګڼ هوايي بریدونه او د بېپیلوټه الوتکو فعالیتونه ثبت شوي. د راپور له مخې؛ جاسوسي ډرونونه په غزني، هلمند، کابل، کندهار، خوست، لوګر، ننګرهار، پکتیا او پروان کې لیدل شوي دي.
راپور زیاتوي، د اګست پر ۱۱مه په نورستان او د اګسټ په ۲۷مه په خوست، کونړ او ننګرهار کې هوايي بریدونه شوي چې د TTP د اډو په توګه یادې سیمې یې په نښه کړې او مرګژوبله یې رامنځته کړې ده. د راپور له مخې؛ د سپټمبر په ۱۴مه په خوست، د سپتمبر په ۱۷مه په پکتیکا او پکتیا، د سپتمبر په ۲۳مه په کندهار او د سپتمبر په ۳۰مه په کندوز کې د ډرون پراخ فعالیتونه لیدل شوي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د اکټوبر په ۹مه یو هوايي برید د «ټيټيپي» مشر نور ولي محسود په کابل کې په نښه کړی؛ خو ویل کېږي چې ژوندی پاتې شوی دی. د حافظ ګل بهادر اړوندې ډلې یو غړی د اکټوبر په ۱۰مه په پکتیکا کې په هوايي برید کې په نښه شو.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو د دفاع وزارت د عملیاتو له پیل وروسته د اکټوبر له ۱۰مې تر ۱۸مې پورې په ډیورنډ کرښه پرتو ولایتونو کې څو نښتې او هوايي بریدونه رامنځته شول، چې پهکې د اکټوبر پر ۱۵مه په کابل کې د دوو راکټي بریدونو پېښې هم شاملې دي چې مرګژوبله یې اړولې وه.
د طالبانو او پاکستان نښتو کې پراخ تلفات
جورجیوت ګانیون په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د اکټوبر له ۱۰مې تر ۱۷مې پورې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ ملکي کسان وژل شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي. راپور زیاتوي، چې ډېری تلفات د سپین بولدک او کابل په یو شمېر سیمو کې د هوايي بریدونو او پر ډیورنډ کرښه د جګړو له امله رامنځته شوي.
د راپور له مخې؛ د طالبانو استخباراتو یوناما ته په لیکلې بڼه ویلي، چې د اکټوبر ۱۵مې بریدونو «ګڼ ملکي تلفات» رامنځته کړي او پاکستان له مخکیني توافق څخه سرغړونه کړې ده.
د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو محدودیتونه او امنیتي پېښې
ملګرو ملتونو ویلي، چې په دې موده کې یې ۶۳ امنیتي پېښې ثبت کړې چې په مستقیم ډول یې د دوی پر کارکوونکو اغېز کړی دی. راپور زیاتوي، چې د طالبانو د مشر د سخت حکم له پلي کېدو وروسته، چې له مخې یې ښځینه افغان کارکوونکې د ملګرو ملتونو دفترونو ته نه پرېښودل کېږي، محدودیتونه نور هم زیات شوي دي.
د یوناما چارسمبالې لیکلي، چې د طالبانو د دفاع وزارت ځواکونه کابل کې «د ملګرو ملتونو د عملیاتو مرکز» مخې ته ځای پر ځای شوي؛ ترڅو د افغان ښځینه کارکوونکو د ورتګ مخه ونیسي او ورته اقدامات د کابل په نورو دفترونو کې یې هم ترسره شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د لېندۍ ۲۰مه) خبر ورکړی، پرون چهارشنبه له ایران او پاکستان نه ۴۲۱ کورنۍ چې ټولټال ۲۲۹۹ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.
په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۱۰۸۴ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۱۷۱۳ کډوال د تورخم، ۲۰۴ د بهرامچې، ۱۳۳ د اسلامکلا او ۱۶۵۵ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي.
د تازه راپورونو له مخې؛ په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونو د افغانانو کډوالو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې ده. په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي. په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، چې پولیس د دروازو نه خلاصولو سره د افغانانو د کورونو دروازې ماتوي.
ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د سرمنشي ځانګړې مرستیالې استازې جورجیوت ګانیون او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلچر په ټينګار سره وویل، چې په ۲۰۲۶کال کې به د افغانستان نږدې نیمایي وګړي بشردوستانه مرستو ته جدي اړتیا ولري.
ګانیون وویل، چې ښځې او نجونې «له نږدې ټولو برخو په منظم ډول محوه شوې دي». هغه وايي، د طالبانو لهخوا د نجونو د منځنیو او لوړو زدهکړو بندیز اوس څلورم کال ته داخل شوی او دغه چاره د افغانستان راتلونکي نسل کې د ډاکټرانو، ښوونکو او رهبرانو پر روزنه ژورې منفي اغېزې کوي.
هغې زیاته کړه: «د رسنیو ازادي ورځ تر بلې محدودېږي؛ خبریالان له ګواښ، نیولو او سانسور سره مخ دي او د عامه خبرو اترو فضا هره ورځ تر بلې تنګېږي». د هغې په وینا؛ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تر نوم لاندې د ښځو او افغان نارینهوو په ژوند کې پراخې مداخلې کېږي او خلک یې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.
بشري اړتیاوې بېسارې لوړېږي
ټام فلچر وویل، چې په راتلونکي کال کې به نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان د بشردوستانه مرستو محتاج وي او افغانستان اوس د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې په ستر انساني ناورین کې ښکېل دی. هغه خبرداری ورکړی: «په تېرو څلورو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې په خلکو کې د لوږې ګواښ مخ په ډېرېدو دی». د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ دا مهال افغانستان کې ۱۷.۴ مېلیونه کسان د خوراکي خونديتوب له ګواښ سره مخ دي، په داسې حال کې چې د مرستو په برخه کې بودجه هم مخ په کمېدو ده.
یاد سازمان وایي، له ۳۰۰ څخه ډېر د تغذيې مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۱.۱ مېلیونه ماشومان له اړینو غذایي خدمتونو بېبرخې پاتې دي؛ ورته مهال ۱.۷ مېلیونه افغان ماشومان د درملنې د نشتوالي له امله د مړینې له جدي ګواښ سره مخ دي. د روغتیا سیستم هم د سقوط کندې ته نږدې شوی؛ یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او نږدې درې مېلیونه خلک له درملنې بېبرخې شوي دي.
د کډوالو ستنېدل؛ پر بېوزله ټولنې دوه چنده فشار
ملګري ملتونه زیاتوي، چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې د افغانستان کړکېچ لا پسې ژور کړی. په ۲۰۲۵کال کې له ۲.۶ مېلیونو څخه ډېر افغان کډوال بېرته راستانه شوي او په تېرو دوو کلونو کې ټولیز شمېر له څلور مېلیونو هم اوښتی. ډېری کډوال پرته له کومې شتمنۍ هېواد ته داخلېږي او په سختو بېوزلو ټولنو کې ورګډېږي.
فلچر وویل، چې ښځې او ماشومان د دغو بېرته راستنېدونکو ۶۰ سلنه برخه جوړوي؛ په داسې حال کې دوی هغه هېواد ته ستنېږي چې ښځې پهکې له زدهکړو، کار او ان کله نا کله له درملنې هم محرومې دي.
ګانیون د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې زیاته کړه، سره له دې چې اقتصاد ۴.۵ سلنه وده کړې؛ خو د نفوس د زیاتوالي له امله به د هر وګړي عاید شاوخوا څلور سلنه کم شي. د تریاکو درې کلن بندیز د کلیوالو عواید ۴۸ سلنه راکم کړي او د بدیل معیشتونو اړتیا یې لا پسې زیاته کړې ده.
د مرستو په لېږد کې سخت خنډونه
سره له دې چې تاوتریخوالی د تېرو لسیزو پرتله لږ شوی؛ خو له پاکستان سره د وسلهوالو ډلو پر سر ترینګلتیا لوړه شوې او په تېرو دوو میاشتو کې د ډیورنډ پر کرښه د دروازو تړل کېدل پر سوداګرۍ او د خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی.
هممهاله په بشردوستانه کارونو کې د ښځو ونډه له سختو محدودیتونو سره مخ ده. له سپتمبر راهیسې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو دفترونو ته پر تګ بندیز لګېدلی. فلچر دا کار «د نه منلو وړ» وباله او ویې ویل، چې دغه محدودیت د مرستو رسولو بهیر فلج کړی.
هغه ټینګار وکړ: «بې له ښځو هر ډول ګټور بشردوستانه غبرګون ناشونی دی. افغانستان ښځو ته اړتیا لري».
بشري حقونه لاهم له لاسرسي لرې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوې (یوناما) خبرداری ورکړی، چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره له لاسرسي وتلي دي. جبري بېرتهراستانه شوي، خبریالان، پخواني چارواکي او د مدني ټولنې فعالان له جدي ګواښونو سره مخ دي.
ګانیون په یوه جلا بیان کې وویل: «بشري حقونه اختیاري نهدي؛ دا د ژوند بنسټیزې اړتیاوې دي. افغان مېرمنې باید کار وکړي، زدهکړې وکړي او په ټولو برخو کې فعاله ونډه واخلي. دغه چاره د هېواد د رغېدو لپاره حیاتي ارزښت لري».
د نړۍوالې بېړنۍ مرستې اړتیا
ملګري ملتونه وایي، له سختو ننګوونو سره، سره لاهم اړمنو ته مرستې رسوي او په تېرو میاشتو کې یې د زلزلې، وچکالۍ او ستنو شویو کډوالو لپاره له ۴۰مېلیونه ډالرو زیاته بېړنۍ بودجه ځانګړې کړې ده. خو فلچر خبرداری ورکړ، چې د بودجې کموالی اوس د انسانانو د ژوند په بیه تمامېږي.
هغه وویل: «د ۲۰۲۶کال په رانږدې کېدو سره موږ له دې ګواښ سره مخ یو، چې نورې ضروري مرستې هم راکمې شي؛ په داسې حال کې چې د خوړو ناامني، روغتیايي اړتیاوې، پر بنسټیزو خدمتونو فشار او د ساتنې ګواښونه ټول په زیاتېدو دي».
فلچر ټینګار وکړ، که د نړۍوالې ټولنې بېړنۍ او پراخه مرسته ور ونه رسېږي، د افغانستان کړکېچ به لا ژور شي.