ګانیون وویل، چې ښځې او نجونې «له نږدې ټولو برخو په منظم ډول محوه شوې دي». هغه وايي، د طالبانو لهخوا د نجونو د منځنیو او لوړو زدهکړو بندیز اوس څلورم کال ته داخل شوی او دغه چاره د افغانستان راتلونکي نسل کې د ډاکټرانو، ښوونکو او رهبرانو پر روزنه ژورې منفي اغېزې کوي.
هغې زیاته کړه: «د رسنیو ازادي ورځ تر بلې محدودېږي؛ خبریالان له ګواښ، نیولو او سانسور سره مخ دي او د عامه خبرو اترو فضا هره ورځ تر بلې تنګېږي». د هغې په وینا؛ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تر نوم لاندې د ښځو او افغان نارینهوو په ژوند کې پراخې مداخلې کېږي او خلک یې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.
بشري اړتیاوې بېسارې لوړېږي
ټام فلچر وویل، چې په راتلونکي کال کې به نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان د بشردوستانه مرستو محتاج وي او افغانستان اوس د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې په ستر انساني ناورین کې ښکېل دی. هغه خبرداری ورکړی: «په تېرو څلورو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې په خلکو کې د لوږې ګواښ مخ په ډېرېدو دی». د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ دا مهال افغانستان کې ۱۷.۴ مېلیونه کسان د خوراکي خونديتوب له ګواښ سره مخ دي، په داسې حال کې چې د مرستو په برخه کې بودجه هم مخ په کمېدو ده.
یاد سازمان وایي، له ۳۰۰ څخه ډېر د تغذيې مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۱.۱ مېلیونه ماشومان له اړینو غذایي خدمتونو بېبرخې پاتې دي؛ ورته مهال ۱.۷ مېلیونه افغان ماشومان د درملنې د نشتوالي له امله د مړینې له جدي ګواښ سره مخ دي. د روغتیا سیستم هم د سقوط کندې ته نږدې شوی؛ یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او نږدې درې مېلیونه خلک له درملنې بېبرخې شوي دي.
د کډوالو ستنېدل؛ پر بېوزله ټولنې دوه چنده فشار
ملګري ملتونه زیاتوي، چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې د افغانستان کړکېچ لا پسې ژور کړی. په ۲۰۲۵کال کې له ۲.۶ مېلیونو څخه ډېر افغان کډوال بېرته راستانه شوي او په تېرو دوو کلونو کې ټولیز شمېر له څلور مېلیونو هم اوښتی. ډېری کډوال پرته له کومې شتمنۍ هېواد ته داخلېږي او په سختو بېوزلو ټولنو کې ورګډېږي.
فلچر وویل، چې ښځې او ماشومان د دغو بېرته راستنېدونکو ۶۰ سلنه برخه جوړوي؛ په داسې حال کې دوی هغه هېواد ته ستنېږي چې ښځې پهکې له زدهکړو، کار او ان کله نا کله له درملنې هم محرومې دي.
ګانیون د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې زیاته کړه، سره له دې چې اقتصاد ۴.۵ سلنه وده کړې؛ خو د نفوس د زیاتوالي له امله به د هر وګړي عاید شاوخوا څلور سلنه کم شي. د تریاکو درې کلن بندیز د کلیوالو عواید ۴۸ سلنه راکم کړي او د بدیل معیشتونو اړتیا یې لا پسې زیاته کړې ده.
د مرستو په لېږد کې سخت خنډونه
سره له دې چې تاوتریخوالی د تېرو لسیزو پرتله لږ شوی؛ خو له پاکستان سره د وسلهوالو ډلو پر سر ترینګلتیا لوړه شوې او په تېرو دوو میاشتو کې د ډیورنډ پر کرښه د دروازو تړل کېدل پر سوداګرۍ او د خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی.
هممهاله په بشردوستانه کارونو کې د ښځو ونډه له سختو محدودیتونو سره مخ ده. له سپتمبر راهیسې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو دفترونو ته پر تګ بندیز لګېدلی. فلچر دا کار «د نه منلو وړ» وباله او ویې ویل، چې دغه محدودیت د مرستو رسولو بهیر فلج کړی.
هغه ټینګار وکړ: «بې له ښځو هر ډول ګټور بشردوستانه غبرګون ناشونی دی. افغانستان ښځو ته اړتیا لري».
بشري حقونه لاهم له لاسرسي لرې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوې (یوناما) خبرداری ورکړی، چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره له لاسرسي وتلي دي. جبري بېرتهراستانه شوي، خبریالان، پخواني چارواکي او د مدني ټولنې فعالان له جدي ګواښونو سره مخ دي.
ګانیون په یوه جلا بیان کې وویل: «بشري حقونه اختیاري نهدي؛ دا د ژوند بنسټیزې اړتیاوې دي. افغان مېرمنې باید کار وکړي، زدهکړې وکړي او په ټولو برخو کې فعاله ونډه واخلي. دغه چاره د هېواد د رغېدو لپاره حیاتي ارزښت لري».
د نړۍوالې بېړنۍ مرستې اړتیا
ملګري ملتونه وایي، له سختو ننګوونو سره، سره لاهم اړمنو ته مرستې رسوي او په تېرو میاشتو کې یې د زلزلې، وچکالۍ او ستنو شویو کډوالو لپاره له ۴۰مېلیونه ډالرو زیاته بېړنۍ بودجه ځانګړې کړې ده. خو فلچر خبرداری ورکړ، چې د بودجې کموالی اوس د انسانانو د ژوند په بیه تمامېږي.
هغه وویل: «د ۲۰۲۶کال په رانږدې کېدو سره موږ له دې ګواښ سره مخ یو، چې نورې ضروري مرستې هم راکمې شي؛ په داسې حال کې چې د خوړو ناامني، روغتیايي اړتیاوې، پر بنسټیزو خدمتونو فشار او د ساتنې ګواښونه ټول په زیاتېدو دي».
فلچر ټینګار وکړ، که د نړۍوالې ټولنې بېړنۍ او پراخه مرسته ور ونه رسېږي، د افغانستان کړکېچ به لا ژور شي.