• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان وایي، که واشنګټن د کډوالۍ په تمه ناست افغانان نه‌مني دوی یې نور نه‌شي ساتلی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۱ GMT+۰

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، په پاکستان کې هغه کډوال له نوي کړاو سره مخ دي چې د امریکا د بیا مېشتېدنې قضیې لري. یادې رسنۍ ته پاکستاني چارواکو ویلي، که امریکا د دغه کسانو د پناه غوښتنې قضیې نه مني؛ نو دوی یې هم نور خپل هېواد کې نه‌شي ساتلی.

په راپور کې راغلي، د ډونالډ ټرمپ له لوري‌ پر کډوالۍ د سختو بندیزونو له امله پاکستان کې هم د هغو افغانانو وضعیت مبهم شوی چې افغانستان کې یې له امریکایي ادارو او ځواکونو سره دندې کړې وې. له هغه وروسته چې په واشنګټن کې د امریکا پر ملي ګارډ وروستی برید وشو، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه افغانانو د انتقال پروګرام نامعلوم وخت لپاره ځنډولی دی.

یادې پرېکړې د هغو کسانو راتلونکی ناڅرګنده حالت کې ایسار کړی، چې په تېر شل کلن حضور کې له امریکايي ځواکونو، ادارو او قراردادیانو سره کار کړی دی. پاکستاني چارواکو اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته ویلي، چې اسلام‌اباد د واشنګټن بدلونونه له نږدې څاري. د حکومت یو جګپوړي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې په ډاګه شي وویل: «که امریکا پرېکړه وکړي، چې دغه کسان نه مني؛ نو پاکستان به بله لار و نه‌لري او بېرته به یې خپل هېواد ته واستوي.»
هغه وایي: «موږ نه‌شو کولای داسې یوه ډله خلکو ته د نامعلوم وخت لپاره ځای ورکړو، چې له پیله دایمي پاتې کېدل یې په پلان کې نه‌وو».

د دغه پروګرام بنسټ د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د پخواني افغان حکومت تر پرځېدو وروسته اېښودل شوی و او موخه یې دا وه؛ هغه افغانان خوندي ځایونو ته ولېږدول شي، چې د امریکا د ماموریت پر مهال یې ورسره همکاري کړې وه.

یاد چارواکی وایي،‌ پاکستان د واشنګټن په غوښتنه زرګونه دغه کسان او د هغوی کورنۍ د لنډ مهالي پړاو لپاره ومنل. امریکا پاکستان ته ډاډ ورکړی و، چې له امنیتي ارزونو او اداري چارو وروسته ټول وړ کسان به ولېږدول شي؛ خو د پروګرام ناڅاپي درېدو په پاکستان کې په حکومتي کچو ژورې اندېښنې راولاړې کړې دي.

یو بل پاکستانی چارواکی وايي: «موږ د واشنګټن په غوښتنه په لنډمهالي ډول ځای ورکړی و. پاکستان نه اقتصادي توان لري، نه سیاسي فضا چې دغه ټول خلک د تل لپاره په خپل غېږ کې وساتي».

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې په اسلام‌اباد کې پاکستاني پولیس اوس د امریکا سفارت له لوري افغان قضیه لرونکو ته ورکړل شوی هغه سند هم نه مني چې له مخې یې باید ونه نیول شي او یا هم ډیپورټ شي. دغه سندونو کې د پي۲، پي ۱ او بېلابېلو قضیو لرونکي افغانان شامل وو، چې د معلوماتو له مخې ډېره برخه یې د‌ پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او شړل شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې دغه افغانان له ګواښ سره مخ دي او د طالبانو په واکمنۍ کې به یې ژوند له لا ډېرو ننګوونو او مرګونو ګواښونو او ځورونو سره مخ شي. هم‌مهاله د‌ پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر زور اخیستی او هره ورځ پولیس ان د افغان کډوالو دروازې ماتوي او په زوره یې خپل هېواد ته شړي.

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د یوه پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي: «دغه کسان د امریکا له حکومت سره د یوه رسمي تفاهم له مخې پاکستان ته راغلي؛ خو د واشنګټن نوې پرېکړه اوسنی وضعیت بدل کړی دی».

ورځپاڼه وایي، طالبانو په وار، وار له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې افغانان بېرته واستوي او ادعا کوي چې د افغانستان امنیتي حالت ښه شوی دی؛ خو د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د بهرنیو ځواکونو پخواني ژباړونکي، خبریالان، ښځینه فعالانې او مخکېني جکومتي مامورین له سخت ګواښ سره مخ دي.

په پاکستان کې مېشت د امریکا قضیه لرونکي افغانان هم سختو اندېښنو کې دي او د کډوالۍ په تړاو د ټرمپ وروستۍ پرېکړې یې ژوند له ناڅرګند حالت سره مخ کړی دی. ډېپلوماټیکې سرچینې وایي، پاکستان هڅه کوي له امریکا څخه د دغه پروګرام د راتلونکې په اړه روښانه دریځ ترلاسه کړي.

یو پاکستانی چارواکی وایي: «که امریکا دغه پروګرام په بشپړ ډول پای ته ورسوي؛ نو پاکستان به د یوې سختې پرېکړې په کولو مجبور شي. د دغه کسانو پرېښودل نور ناشونی دی».

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

له تېلو تر خوړو؛ د کابل او تهران ترمنځ سږکال تر اوسه د ۲مېلیارد ډالرو سوداګري شوې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۴کال په تېرو ۷میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه یو مېلیارد او ۹۲۱مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده. دغه وزارت ایران له خپلو مهمو سوداګریزو شریکانو ګڼي.

له پاکستان سره د طالبانو د سوداګریزې راکړې ورکړې تر بندیز وروسته د افغانستان په سوداګریز بازار کې د ایران ارزښت نور هم ډېر شوی او افغان سوداګرو ورته مخه ډېره کړې ده. د طالبانو د یاد وزارت د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان او ایران دوه‌ اړخیزې سوداګریزې معاملې په تېرو اوو میاشتو کې یو میلیارد او ۹۲۱ مېلیون ډالرو ته رسېدلې دي. په راپور کې راغلي، چې ایران د افغانستان له بنسټیزو او مهمو سوداګریزو شریکانو څخه بلل کېږي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېره برخه راکړه ورکړه تېل، خوراکي، ودانیز او صنعتي توکي جوړوي. د طالبانو د دغه وزارت چارواکي وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو بهیر پورته روان دی او د پام وړ زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

له پاکستان سره کړکېچ؛ طالبان د بدیلې سوداګرۍ په لټه کې

له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده ویلي و، چې طالبان د چابهار بندر د کارونې پراخول او د سوداګریزو لارو متنوع کول د دې لپاره څاري چې د افغانستان د ټرانزیت موقعیت پیاوړی شي. هغه زیاته کړې وه، چې دغه تګلاره به د ټرانزیتي لارو د پراختیا، د بیو د مدیریت، د صادراتو د ځنډ مخنیوي، د کاروباریانو د ستونزو د حل او ازادو اوبو ته د لا ښه لاسرسي لامل شي.

له ایران سره د طالبانو سوداګریزې اړیکې داسې مهال زیاتېږي، چې هم‌مهاله لا هم پر ډیورنډ کرښه له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې پرمخ دروازې بندې دي او طالبانو افغان سوداګرو ته د بدیلو لارو موندلو خبره کړې ده. اسلام‌اباد او طالبانو د کړکېچ د ختمولو لپاره په ترکېې، قطر او سعودي عربستان کې مذاکرات هم کړي؛ خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه‌ده ورکړې.

له دې ور هاخوا طالبانو د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان او ازبکستان ته هم خپله پاملرنه ډېره کړې او ورسره یې د سوداګرۍ په تړاو ناستې ولاړې هم کړې دي. طالبانو ویلي، هڅه کوي چې حیرتان بندر له لارې منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې لا پراخې کړي.

د بیان ازادۍ مرکز: ګڼ افغان خبریالان د هېواد دننه او بهر له سختو امنیتي ننګوونو سره مخ دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۰

د بیان ازادۍ مرکز په نوم د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یو سازمان چې د کاناډا په ټورنټو کې فعالیت کوي، د افغان خبریالانو د امنیت او ژوند په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان ویلي، افغان خبریالان له افغانستان سربېره په ترکیې، پاکستان او ایران کې له سختو ننګوونو سره مخ دي.

دغه سازمان په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې جلاوطنه افغان خبریالان په ګاونډیو هېوادونو کې سخت ژوند تېروي او یوازې په تېره یوه میاشت کې لسګونه خبریالان له پاکستان او ایران نه په جبري توګه اېستل شوي دي. د بیان ازادۍ مرکز نیوکه کړې، چې د یادو هېوادونو دغه کړنه د بشري حقونو له اصولو او د پناه غوښتونکو له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې ده.

یاد سازمان د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په تړاو خپله اعلامیه کې لیکلي: «د مدني ازادیو محدودول، په رسنیو سخت بندیزونه، د خبریالانو نیول او ګواښل او د خپلواکو غږونو غلي کول د بشري حقونو د اساسي اصولو څرګند نقض دی».

یاد مرکز نیوکه کړې، چې طالبانو پر رسنیو د سانسور سربېره خبریالان زندانونو ته اچولي او په ډېری مواردو کې ان دغه زنداني شوي خبریالان له محاکمې او وکیل پرته په زندانونو کې ساتل کېږي. دوی وایي، طالبانو نه یوازې رسنۍ سانسور کړې؛ بلکې خلک یې د اطلاعاتو له حقه محروم کړي او د بیان ازادي یې فلج کړې ده.

د بیان ازادۍ مرکز له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو، حکومتونو او رسنیزو بنسټونو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د ناورین ډک ژوند په تړاو باید غلي پاتې نه‌شي. دغه سازمان همدا راز له نړۍوالې ټولنې نه دا غوښتنه هم کړې، چې په پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې دې افغان خبریالانو ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

په تېره یوه میاشت کې یوازې له پاکستان نه نږدې ۱۰تنه خبریالان اېستل شوي او د ځینو په اړه اندېښنه ده، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لادرکه شوي دي. د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې لسګونه رسنۍ وتړل شوې او سلګونه خبریالان د سانسور او ځورونو له کبله اړ شول، چې خپل هېواد پرېږدي.

اېټالیا وایي، په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام لپاره هڅه کوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اېټالیا سفارت د (لېندۍ ۱۹مه) د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په تړاو یو پېغام کې ویلي، چې د افغانانو ملاتړ کوي او هڅې یې روانې کړې؛ څو افغانستان په نړۍواله ټولنه کې بیا ادغام کړي. دوی وایي، د دې کار لپاره مدني ټولنو، نادولتي موسسو او بنسټونو سره په تماس کې دي.

د یاد سفارت په پېغام کې دا هم ویل شوي، چې دوی د خپل هېواد د ډېپلوماټیکې مبارزې د اصل له مخې د اعدام د سزاګانو مخنېوي لپاره هم هڅې کوي؛ څو په بشپړه توګه دغه پدیده له‌منځه لاړه شي. دغه سفارت ټینګار کړی، چې د بشري حقونو د ملاتړ او خوندي کولو په برخه کې هم خپل رول روان ساتي.

د یاد سفارت پر اېکس پاڼه لیکل شوي: «زموږ اقدامات د ماشومانو، عمر خوړلو، د معیوبینو د حقونو ساتنې، د بیان او مذهبي ازادۍ په دفاع، د کلتوري او مذهبي میراثونو په خوندي کولو،‌ نړۍوالو خبرو ته د هڅولو،‌ د لږکیو د ساتنې او د مدني ټولنو پیاوړي کولو لپاره دوام لري».

اېټالیا ویلي، چې د هر ډول توپیري چلند او تبعیض د مخنېوي لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د کړنلارو له مخې اقدام کوي. د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو هم د یادې ورځې په مناسبت خپلو پېغامونو کې د افغانستان دننه د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او هلته یې په ځانګړې توګه د ښځو د وضعیت ښه کېدو لپاره د کوټلو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

طالبانو له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په څېر په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده‌کړو، د ازادو رسنیو پر فعالیتونو،‌ د بیان پر ازادۍ، د سیاسي جریانونو او ګوندونو پر فعالیتونو او په حکومتي ادارو کې د ښځو پر دندو سخت بندیزونه لګولي دي.

یاده ډله که څه هم د خپلو دغه کړنو له امله په نړۍواله کچه منزوي شوې؛ خو د لوېدیځ په ګډون د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو بیا هم پر کابل له واکمنو سره خپل تعامل ته دوام ورکړی دی. افغان مدني او ښځینه بنسټونو د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو دغه ډول تعامل غندلی او نیوکې یې کړې، چې په لوی لاس یې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې چوپتیا غوره کړې.

د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو د افغان ښځو د ناسم وضعیت په اړه خبرې کړي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشرې انالینا بربوک د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو له مرستیال سرمنشي ټام فلچر سره لیدلي او د افغان ښځو او نجونو د ناسم وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړي. په لیدنه کې دغه ناسم وضعیت د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل ګڼل شوی.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشرې انالینا بربوک له دې لیدنې وروسته د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «له ټام فلچر سره مې ډېرې ښې خبرې اترې وکړې او د هغه له ژمنې څخه مې الهام واخیست، چې غواړي ملګري ملتونه په رښتيني ډول د نړۍ د خلکو لپاره کار وکړي.»

بربوک زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې یې د افغان ښځو او نجونو پر هغه محدودیتونو هم خبرې کړي، چې دا مهال ورسره مخ دي.

هغې دغه کړنې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف یادې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دې وضعیت د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې جدي خنډ جوړ کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دغې ډلې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۸۰ زیات محدودیتونه او فرمانونه صادر کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونو دغه بې‌ساري محدودیتونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د «جنسیتي اپارټایډ» ښکاره بېلګه بللې ده.

ازادۍ جبهه: افغانان د داسې رژيم تر واک لاندې ژوند کوي چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې شوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۲ GMT+۰

ازادۍ جبهې د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ټول بشري حقونه تر پښتو لاندې کېږي. دوی زیاته کړې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې ښځې په‌کې له ټولنیز ژوند څخه اېستل شوې دي.

ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۹مه) د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانان دا مهال د داسې رژيم تر واک لاندې ژوند کوي، چې نه د خلکو په رایه جوړ شوی او نه بشري حقونه په‌کې په پام کې نیول کېږي.

د یادې جبهې د معلوماتو له مخې، طالبانو په تېرو کلونو کې د خپلو پالیسیو له لارې په سیستماتیک ډول د خلکو د انتخاب، سیاسي فعالیت، معلوماتو ته د لاسرسي، د کار ازادي، زده‌کړې، تګ‌راتګ، عدالت او قانوني خوندیتوب حقونه محدود کړي او پرې بندیزونه لګولي دي.

دوی له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو پر محرمولو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو تر اوسه عملي ګامونه نه دي اخیستي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه بهر افغان کډوال د پناه‌غوښتنې د حق د نقض، ډله‌ییزو اېستلو، ناسم چلند او زورزیاتي سره مخ دي.

ازادۍ جبهې په خپلو سپارښتنو کې ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخنیوی باید وشي او دغه واک باید د رایو له لارې په ډېموکراتیک ډول د یوه نړۍوال سیاسي بهیر له لارې جوړ شي.

دوی د رسنیو، مدني بنسټونو، د بشري حقونو فعالانو او افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د طالبانو د جرمونو د مستند کولو لپاره باید یو نړۍوال د څار میکانیزم جوړ شي، تر څو په نړۍوالو عدالتونو کې تعقیب شي.»

ازادۍ جبهې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډسمبر ۱۰مه د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د تصویب له ۷۷مې کلیزې سره برابره ده. که څه هم دا ورځ په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې بیا د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ۳۰مادو دغه نړۍواله اعلامیه چې ټول انسانان د کرامت او حقونو له مخې برابر ګڼي، د بشریت له سترو تاریخي لاسته راوړنو څخه بلل کېږي.

افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې افغانان یوازې پرې نه‌ږدي.