• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بیان ازادۍ مرکز: ګڼ افغان خبریالان د هېواد دننه او بهر له سختو امنیتي ننګوونو سره مخ دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۰

د بیان ازادۍ مرکز په نوم د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یو سازمان چې د کاناډا په ټورنټو کې فعالیت کوي، د افغان خبریالانو د امنیت او ژوند په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان ویلي، افغان خبریالان له افغانستان سربېره په ترکیې، پاکستان او ایران کې له سختو ننګوونو سره مخ دي.

دغه سازمان په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې جلاوطنه افغان خبریالان په ګاونډیو هېوادونو کې سخت ژوند تېروي او یوازې په تېره یوه میاشت کې لسګونه خبریالان له پاکستان او ایران نه په جبري توګه اېستل شوي دي. د بیان ازادۍ مرکز نیوکه کړې، چې د یادو هېوادونو دغه کړنه د بشري حقونو له اصولو او د پناه غوښتونکو له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې ده.

یاد سازمان د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په تړاو خپله اعلامیه کې لیکلي: «د مدني ازادیو محدودول، په رسنیو سخت بندیزونه، د خبریالانو نیول او ګواښل او د خپلواکو غږونو غلي کول د بشري حقونو د اساسي اصولو څرګند نقض دی».

یاد مرکز نیوکه کړې، چې طالبانو پر رسنیو د سانسور سربېره خبریالان زندانونو ته اچولي او په ډېری مواردو کې ان دغه زنداني شوي خبریالان له محاکمې او وکیل پرته په زندانونو کې ساتل کېږي. دوی وایي، طالبانو نه یوازې رسنۍ سانسور کړې؛ بلکې خلک یې د اطلاعاتو له حقه محروم کړي او د بیان ازادي یې فلج کړې ده.

د بیان ازادۍ مرکز له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو، حکومتونو او رسنیزو بنسټونو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د ناورین ډک ژوند په تړاو باید غلي پاتې نه‌شي. دغه سازمان همدا راز له نړۍوالې ټولنې نه دا غوښتنه هم کړې، چې په پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې دې افغان خبریالانو ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

په تېره یوه میاشت کې یوازې له پاکستان نه نږدې ۱۰تنه خبریالان اېستل شوي او د ځینو په اړه اندېښنه ده، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لادرکه شوي دي. د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې لسګونه رسنۍ وتړل شوې او سلګونه خبریالان د سانسور او ځورونو له کبله اړ شول، چې خپل هېواد پرېږدي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

اېټالیا وایي، په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام لپاره هڅه کوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اېټالیا سفارت د (لېندۍ ۱۹مه) د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په تړاو یو پېغام کې ویلي، چې د افغانانو ملاتړ کوي او هڅې یې روانې کړې؛ څو افغانستان په نړۍواله ټولنه کې بیا ادغام کړي. دوی وایي، د دې کار لپاره مدني ټولنو، نادولتي موسسو او بنسټونو سره په تماس کې دي.

د یاد سفارت په پېغام کې دا هم ویل شوي، چې دوی د خپل هېواد د ډېپلوماټیکې مبارزې د اصل له مخې د اعدام د سزاګانو مخنېوي لپاره هم هڅې کوي؛ څو په بشپړه توګه دغه پدیده له‌منځه لاړه شي. دغه سفارت ټینګار کړی، چې د بشري حقونو د ملاتړ او خوندي کولو په برخه کې هم خپل رول روان ساتي.

د یاد سفارت پر اېکس پاڼه لیکل شوي: «زموږ اقدامات د ماشومانو، عمر خوړلو، د معیوبینو د حقونو ساتنې، د بیان او مذهبي ازادۍ په دفاع، د کلتوري او مذهبي میراثونو په خوندي کولو،‌ نړۍوالو خبرو ته د هڅولو،‌ د لږکیو د ساتنې او د مدني ټولنو پیاوړي کولو لپاره دوام لري».

اېټالیا ویلي، چې د هر ډول توپیري چلند او تبعیض د مخنېوي لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د کړنلارو له مخې اقدام کوي. د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو هم د یادې ورځې په مناسبت خپلو پېغامونو کې د افغانستان دننه د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او هلته یې په ځانګړې توګه د ښځو د وضعیت ښه کېدو لپاره د کوټلو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

طالبانو له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په څېر په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده‌کړو، د ازادو رسنیو پر فعالیتونو،‌ د بیان پر ازادۍ، د سیاسي جریانونو او ګوندونو پر فعالیتونو او په حکومتي ادارو کې د ښځو پر دندو سخت بندیزونه لګولي دي.

یاده ډله که څه هم د خپلو دغه کړنو له امله په نړۍواله کچه منزوي شوې؛ خو د لوېدیځ په ګډون د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو بیا هم پر کابل له واکمنو سره خپل تعامل ته دوام ورکړی دی. افغان مدني او ښځینه بنسټونو د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو دغه ډول تعامل غندلی او نیوکې یې کړې، چې په لوی لاس یې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې چوپتیا غوره کړې.

د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو د افغان ښځو د ناسم وضعیت په اړه خبرې کړي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشرې انالینا بربوک د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو له مرستیال سرمنشي ټام فلچر سره لیدلي او د افغان ښځو او نجونو د ناسم وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړي. په لیدنه کې دغه ناسم وضعیت د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل ګڼل شوی.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشرې انالینا بربوک له دې لیدنې وروسته د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «له ټام فلچر سره مې ډېرې ښې خبرې اترې وکړې او د هغه له ژمنې څخه مې الهام واخیست، چې غواړي ملګري ملتونه په رښتيني ډول د نړۍ د خلکو لپاره کار وکړي.»

بربوک زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې یې د افغان ښځو او نجونو پر هغه محدودیتونو هم خبرې کړي، چې دا مهال ورسره مخ دي.

هغې دغه کړنې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف یادې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دې وضعیت د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې جدي خنډ جوړ کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دغې ډلې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۸۰ زیات محدودیتونه او فرمانونه صادر کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونو دغه بې‌ساري محدودیتونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د «جنسیتي اپارټایډ» ښکاره بېلګه بللې ده.

ازادۍ جبهه: افغانان د داسې رژيم تر واک لاندې ژوند کوي چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې شوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۲ GMT+۰

ازادۍ جبهې د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ټول بشري حقونه تر پښتو لاندې کېږي. دوی زیاته کړې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې ښځې په‌کې له ټولنیز ژوند څخه اېستل شوې دي.

ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۹مه) د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانان دا مهال د داسې رژيم تر واک لاندې ژوند کوي، چې نه د خلکو په رایه جوړ شوی او نه بشري حقونه په‌کې په پام کې نیول کېږي.

د یادې جبهې د معلوماتو له مخې، طالبانو په تېرو کلونو کې د خپلو پالیسیو له لارې په سیستماتیک ډول د خلکو د انتخاب، سیاسي فعالیت، معلوماتو ته د لاسرسي، د کار ازادي، زده‌کړې، تګ‌راتګ، عدالت او قانوني خوندیتوب حقونه محدود کړي او پرې بندیزونه لګولي دي.

دوی له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو پر محرمولو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو تر اوسه عملي ګامونه نه دي اخیستي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه بهر افغان کډوال د پناه‌غوښتنې د حق د نقض، ډله‌ییزو اېستلو، ناسم چلند او زورزیاتي سره مخ دي.

ازادۍ جبهې په خپلو سپارښتنو کې ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخنیوی باید وشي او دغه واک باید د رایو له لارې په ډېموکراتیک ډول د یوه نړۍوال سیاسي بهیر له لارې جوړ شي.

دوی د رسنیو، مدني بنسټونو، د بشري حقونو فعالانو او افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د طالبانو د جرمونو د مستند کولو لپاره باید یو نړۍوال د څار میکانیزم جوړ شي، تر څو په نړۍوالو عدالتونو کې تعقیب شي.»

ازادۍ جبهې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډسمبر ۱۰مه د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د تصویب له ۷۷مې کلیزې سره برابره ده. که څه هم دا ورځ په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې بیا د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ۳۰مادو دغه نړۍواله اعلامیه چې ټول انسانان د کرامت او حقونو له مخې برابر ګڼي، د بشریت له سترو تاریخي لاسته راوړنو څخه بلل کېږي.

افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې افغانان یوازې پرې نه‌ږدي.

اسټرالیا د طالبانو د مخالفو جریانونو د اتحاد هرکلی کړی دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اسټرالیا ځانګړې استازې د طالبانو د مخالفو ګوندونو او سیاسي جریانونو د یووالي او همغږۍ هرکلی کړی دی. اماندا مک‌ګرېګور ویلي، چې د افغانستان سیاسي بهیرونه د بنسټیزو اصولو پر محور یو موټی شوي دي.

د هغې په وینا، په دغو اصولو کې ملي حاکمیت، ډېموکراتیک حکومت‌والي او د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو تضمین شامل دي.

مېرمن مک‌ګرېګور د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «ډېر هڅوونکی دی چې وینو د افغانستان سیاسي ډلې د خپل هېواد د راتلونکي لپاره د بنسټیزو اصولو سر سره متحد کېږي؛ هغه اصول چې د کورنیو افغاني خبرو اترو له لارې ترلاسه شوي او په‌کې ملي حاکمیت، ډېموکراتیک حکومت‌داري او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو تحقق شامل دی.»

هغې ټینګار کړی، چې دا ډول متحد کېدل باید دوام ولري په ځانګړي ډول د ښځو او د ښځو د ډلو په فعاله ونډه او ګډون سره. هغې زیاته کړه: «هیله لرم چې تر دې وروسته همداسې متحد پاتې کېدل ووینو او دا ځل د ښځو د ډلو په فعاله ګډون سره.»

اسټرالیا هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر محدودیتونو سخت اندېښمن دی. دغه هېواد له طالبانو سره رسمي اړیکې نه‌لري او د دې ډلې د مشرانو د نړۍوالو محکمو ته د سپارلو په برخه کې یې رول لوبولی دی. اسټرالیا په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر مشران د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې، چې د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) د افغانستان ژغورنې لپاره عالي مقاومت شورا د افغانستان ملي مقاومت جبهه، د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع او د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د «افغانستان د ګوندونو او سیاسي جریانونو ملي همغږۍ» تر سرلیک لاندې په انلاین ناسته کې ګډه اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د ناورین حل باید د خبرو او مستقیمو بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې وشي. د اېتلاف غړو د پایداره سولې او د خلکو پر اراده ولاړ، مشروع او ټول‌ګډونه نظام د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال: په افغانستان کې سلګونه زره ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلچر د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو مرستو د سخت کمښت له امله ۱،۷ میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ او د مرګ له مستقیم ګواښ سره مخامخ دي.

فلچر ټینګار وکړ، چې د مرستو د کمېدو له امله د افغانستان په کچه سلګونه د خوړو وېش مرکزونه او روغتیايي کلینیکونه تړل شوي دي.

هغه وویل: «په راتلونکي ژمي کې به هېڅ ډول د خوړو وېش ونه لرو او د خوړو د وېش ډېر مرکزونه هم دا مهال تړل شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې یوازې د تېر کال په اوږدو کې ۴۰۰ کلینیکونه تړل شوي او په ۲۰۲۶ کال کې به دا شمېر لا ډېر لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل، چې افغانستان له یمن او سوډان وروسته د نړۍ له هغو درېیو هېوادونو څخه دی، چې له ناوړه بشري ناورینونو سره مخ دی او نږدې ۲۲میلیونه خلک سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ټام فلچر چې څو میاشتې مخکې یې د کندهار، کابل او کندوز له وضعیت څخه لیدنه کړې وه، وویل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت تبعیضي چلند «په بشپړه توګه حیران» کړی دی.

هغه یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې افغانستان ته دې د مرستو دوام جاري وساتل شي او پر طالبانو دې فشار واچول شي، څو د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې خپلو دفترونو ته ستنېدو ته پرېږدي.