• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسټرالیا د طالبانو د مخالفو جریانونو د اتحاد هرکلی کړی دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اسټرالیا ځانګړې استازې د طالبانو د مخالفو ګوندونو او سیاسي جریانونو د یووالي او همغږۍ هرکلی کړی دی. اماندا مک‌ګرېګور ویلي، چې د افغانستان سیاسي بهیرونه د بنسټیزو اصولو پر محور یو موټی شوي دي.

د هغې په وینا، په دغو اصولو کې ملي حاکمیت، ډېموکراتیک حکومت‌والي او د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو تضمین شامل دي.

مېرمن مک‌ګرېګور د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «ډېر هڅوونکی دی چې وینو د افغانستان سیاسي ډلې د خپل هېواد د راتلونکي لپاره د بنسټیزو اصولو سر سره متحد کېږي؛ هغه اصول چې د کورنیو افغاني خبرو اترو له لارې ترلاسه شوي او په‌کې ملي حاکمیت، ډېموکراتیک حکومت‌داري او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو تحقق شامل دی.»

هغې ټینګار کړی، چې دا ډول متحد کېدل باید دوام ولري په ځانګړي ډول د ښځو او د ښځو د ډلو په فعاله ونډه او ګډون سره. هغې زیاته کړه: «هیله لرم چې تر دې وروسته همداسې متحد پاتې کېدل ووینو او دا ځل د ښځو د ډلو په فعاله ګډون سره.»

اسټرالیا هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر محدودیتونو سخت اندېښمن دی. دغه هېواد له طالبانو سره رسمي اړیکې نه‌لري او د دې ډلې د مشرانو د نړۍوالو محکمو ته د سپارلو په برخه کې یې رول لوبولی دی. اسټرالیا په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر مشران د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې، چې د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) د افغانستان ژغورنې لپاره عالي مقاومت شورا د افغانستان ملي مقاومت جبهه، د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع او د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د «افغانستان د ګوندونو او سیاسي جریانونو ملي همغږۍ» تر سرلیک لاندې په انلاین ناسته کې ګډه اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د ناورین حل باید د خبرو او مستقیمو بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې وشي. د اېتلاف غړو د پایداره سولې او د خلکو پر اراده ولاړ، مشروع او ټول‌ګډونه نظام د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال: په افغانستان کې سلګونه زره ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلچر د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو مرستو د سخت کمښت له امله ۱،۷ میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ او د مرګ له مستقیم ګواښ سره مخامخ دي.

فلچر ټینګار وکړ، چې د مرستو د کمېدو له امله د افغانستان په کچه سلګونه د خوړو وېش مرکزونه او روغتیايي کلینیکونه تړل شوي دي.

هغه وویل: «په راتلونکي ژمي کې به هېڅ ډول د خوړو وېش ونه لرو او د خوړو د وېش ډېر مرکزونه هم دا مهال تړل شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې یوازې د تېر کال په اوږدو کې ۴۰۰ کلینیکونه تړل شوي او په ۲۰۲۶ کال کې به دا شمېر لا ډېر لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل، چې افغانستان له یمن او سوډان وروسته د نړۍ له هغو درېیو هېوادونو څخه دی، چې له ناوړه بشري ناورینونو سره مخ دی او نږدې ۲۲میلیونه خلک سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ټام فلچر چې څو میاشتې مخکې یې د کندهار، کابل او کندوز له وضعیت څخه لیدنه کړې وه، وویل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت تبعیضي چلند «په بشپړه توګه حیران» کړی دی.

هغه یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې افغانستان ته دې د مرستو دوام جاري وساتل شي او پر طالبانو دې فشار واچول شي، څو د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې خپلو دفترونو ته ستنېدو ته پرېږدي.

ټیم بورچټ په ډاګه کړه چې ټام وېسټ په سنا کې د طالبانو د مالي تمویل د بندېدو مخه نیولې ده

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې غړي ټیم بورچټ ادعا کړې، چې په سنا کې یوه لوړپوړي چارواکي د نوموړي د هغو هڅو مخه نیولې، چې غواړي طالبانو ته د امریکا هر ډول غېرمستقیم مالي تمویل بند کړي. هغه زیاته کړې، چې یاد کس ټام وېسټ دی او په افغانستان کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی و.

بورچټ زیاته کړه، چې د ټرمپ ادارې او پخوانۍ استازې ټولسي ګبرډ هغه ته د طالبانو سره د «نږدې اړيکو» د شکونو له امله امنيتي تصفيه نه وه ورکړې.

بورچټ زياته کړه: «زما په باور، همدا لامل دی چې په سنا کې د قانون په مخ کې خنډ جوړ شوی. حتا ځینې جمهوري‌پال سناتوران ښايي د افغانستان په سر پټې پیسې ترلاسه کړي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې طالبان بايد له هر ډول مالي سرچينو بې‌برخې شي: «طالبانو ته د پیسو ورکول باید بند شي، هغوی موږ ته له پیسو پرته هم ګواښ کولای شي.»

د بورچټ څرګندونو ته د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح په ځواب کې پر اېکس‌پاڼې لیکلي دي، چې «شیطان تل په جزیاتو کې پټ وي» او بورچټ د همدې جزياتو يوه برخه روښانه کړې ده.

صالح زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو لپاره د افغانانو او خپلو سرتېرو د قربانیو د درناوي تر ټولو لږ اقدام دا دی، چې طالبان له مالي ملاتړ څخه محروم کړي او د هغو اوونیزو نغدو پیسو لېږل ودروي، چې د راپورونو له مخې هره اوونۍ ۴۵ تر ۶۰ میلیونه ډالر طالبانو ته رسېږي.

هغه وويل: «هېڅ توجیه نشته چې ولې باید هره اوونۍ لسګونه میلیونه ډالره طالبانو ته واستول شي. دا پیسې عادي افغان ته هېڅ ګټه نه رسوي؛ یوازې طالبان پرې لا پیاوړي کېږي.»

صالح زياته کړه، چې له ۲۰۲۱ کال راهيسې تر اوسه طالبانو پر هېواد يوازې زور، محدودیتونه او د ملي ضد تګلارې تحميل کړې دي.

د بایډن ادارې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له اېستلو وروسته، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته له درې میلیاردو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.

دغه مرستې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د رامنځته شوي بشري ناورین د کمولو په موخه ترسره شوي دي.

د بایډن د ادارې چارواکو ویلي و، چې د امریکا دغه نغدي مرستې د ملګرو ملتونو له لارې په افغانستان کې لګول کېږي.

بورچټ د روان کال په جنورۍ کې د امریکا د استازو مجلس ته یوه لایحه وړاندې کړه، چې طالبانو ته د پیسو د استولو مخه ونیسي.

دا لایحه د امریکا له حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د نغدي مرستو او دا چې واشنګتن څنګه د طالبانو لاس له دغو مرستو لنډ کړي، راپور وړاندې کړي.

همداراز دغه لایحه د افغانستان د وجهي صندوق او د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک په راپور ورکولو هم ټینګار کوي.

بورچټ د جمهوري غوښتونکو غړی او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ملاتړی دی.

د هغه لایحه «د ترهګرو لپاره د مالیاتو قانون» نومېږي.

عوامي نشنل ګوند: د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی د نړۍوالو قوتونو د ګټو لپاره دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۶ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند ولایتي مشر سردار حسین بابک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسنیو ترینګلتیاوو په اړه ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې ناخوالې د نړۍوالو قوتونو د ګټو جګړه ده.

سردار حسین بابک د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د سیمې د بدلون په دې حساسو شرایطو کې پاکستان او افغانستان دواړه باید د لوړ مسوولیت او پخې سیاسي هوښیارۍ سره ګامونه واخلي. سردار حسین بابک زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ حل په جګړه‌ییزو بیانیو او سختو تګلارو کې نه، بلکې په جدي سفارتي هڅو، د باور جوړونه او اغېزمنو اړیکو کې نغښتی دی.

نوموړي د پاکستان لوړو پوړو چارواکو ته په خطاب کې ویلي، چې په دې نازک پړاو کې دې د سخت دريځۍ پر ځای د مصلحت، تفاهم او باور فضا جوړه کړي.

بابک وړاندیز کړی، چې پاکستان دې د پښتنو او قبایلي مشرانو یوه لوړپوړې او باصلاحیته جرګه کابل ته ولېږي.

د هغه په باور، دغه مشران د سیمې له حقایقو او حساسیتونو خبر دي.

نوموړي له افغان طالبانو څخه د زغم او مثبت دريځ ښودلو غوښتنه کړې او زیاته کړې: «افغانستان هم باید په دې موضوع کې زغم او مثبت دریځ وښيي، څو دوه اړخیز باور بیا ټینګ شي او د کرښې ستونزو دایمي حل رامنځته شي.»

د هغه په بارو، ناامني، بې‌‌باوري او د ډیورنډ کرښې پرېکړه د دواړو هېوادونو ولسونه په مستقیم ډول ځپي او د کار، کاروبار او تګ راتګ لارې یې اغېزمنوي.

سردار حسین بابک د ډیورنډ کرښې پرله‌پسې بند پاتې کېدل د سیمې لپاره اقتصادي ناورین بولي او زیاتوي، چې د سوداګرۍ بندېدل نه یوازې بازارونه اغېزمنوي، بلکې زرګونه کورنۍ یې د مرستې او روزګار له اساسي سرچینو بې‌برخې کړې دي.

هغه ویلي: «پر کرښې د بې‌‌ثباتۍ له امله اقتصاد د تباهي تر پولو رسېدلی دی.»

نوموړي ټينګار کړی، چې د تلپاتې سولې او سیمه‌ییز ثبات لپاره مهمه ده، چې دواړه هېوادونه یو د بل حاکمیت ته درناوی وکړي، خپلې سیاسي ستونزې د خبرو له لارې حل او د ولس ګټې ته لومړیتوب ورکړي.

هغه دا هم وویل: «ملتونه د جګړو او سخت دریځۍ له لارې نه، بلکې د بصیرت، حوصلې او معقول سیاست له لارې مخې ته ځي.»

اروپايي ټولنې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ پر ژمنتیا ټينګار کړی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ښځو برخې استازو د زور زیاتیو د له‌منځه وړلو د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین په وروستۍ ورځ د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار کړی. دغه ادارې ویلي، چې په یوه غونډه کې یې د افغان ښځو او نجونو غږونه او تجربې واورېدلې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ښځو د برخې استازو د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) ویلي، چې په یوه غونډه کې یې د افغان ښځو او نجونو د خصوصي سکټور، زده‌کړو، روغتیا او نورو برخو کې پر ملاتړ ټينګار کړی.

اروپايي ټولنې ټنیګار کړی، چې په یادو برخو کې به د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین داسې مهال پای ته رسېږي، چې افغان ښځې لا هم د تاوتریخوالي، محدودیتونو او د حقونو د پراخو سرغړونو له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین سږکال د زرګونو افغان ښځو دغسې هیلو ته غږ پورته کړ، چې لا هم د زور، چوپتیا او تبعیض تر سیوري لاندې ژوند کوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز محدودیتونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بڼې لا پیاوړې کړې دي.

د نړۍ ګڼو مېرمنو او د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو په دې ۱۶ ورځني کمپاین کې د پيغام په ډول ویلي، چې د ښځو پر وړاندې زور یوازې کورنی تاوتریخوالی نه دی، بلکې سیستماتیک تبعیض، بې‌عدالتي او ټولنیز محرومیت هم د تاوتریخوالي بڼې دي.

په نړۍ کې مخکښو مېرمنو هم د افغان اوسني واکمنانو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپله سخته تګلاره بنده او دوی ته د ازاد ژوند زمینه برابره کړي.

خو طالبان بیا د خپلو مخکېنیو څرګندونو له مخې وايي، چې د «شریعت» په رڼا کې یې مېرمنو ته حق ورکړی او په دې برخه کې تر خپلو اصولو نه تېرېږي.

هبت‌الله اخوندزاده د پنجشېر له والي څخه د وزګاره ځوانانو د نوملړ غوښتنه کړې ده

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۰

په پنجشېر کې د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکیم وايي، هبت‌الله اخوندزاده له هغه څخه د وزګارو ځوانانو د نوملړ غوښتنه کړې ده. د نوموړي په خبره، هبت‌الله اخوندزاده له هغه سره ژمنه کړې، چې د پنجشېر «مجاهدینو» ته به په بېلابېلو ولایتونو کې د کار زمینه برابره کړي.

په پنجشېر کې د طالبانو والي د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) ویلي، چې دوې میاشتې مخکې یې د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده سره د پنجشېر د وزګارو ځوانانو په اړه لیدنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې هبت‌الله اخوندزاده له هغه څخه د سواد لرونکو او بې‌سوادو وزګارو ځوانانو د نوملړ غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې به ورته دندې ورکړل شي.

په ورته وخت کې د پنجشېر د طالبانو د اقتصاد رییس فضل‌الباري نوبهار وايي، چې په روان کال کې یې په دغه ولایت کې په ۲۰۰ پروژو کې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته په مستقیم او غېر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې زرګونه کسان په نظامي چارو، د زمرد کانونو په کېندنه او بنسټیزو پروژو کې په کارونو بوخت دي.

په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي او زرګونه ځوانان د طالبانو تر واک لاندې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د کار، عاید او راتلونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.

له همدې امله ډېری ځوانان داسې حالت ته رسېدلي، چې له سختې بې‌وزلۍ او نامعلومې راتلونکې تر سیوري لاندې ژوند کوي.