• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت‌الله اخوندزاده د پنجشېر له والي څخه د وزګاره ځوانانو د نوملړ غوښتنه کړې ده

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۰ GMT+۰

په پنجشېر کې د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکیم وايي، هبت‌الله اخوندزاده له هغه څخه د وزګارو ځوانانو د نوملړ غوښتنه کړې ده. د نوموړي په خبره، هبت‌الله اخوندزاده له هغه سره ژمنه کړې، چې د پنجشېر «مجاهدینو» ته به په بېلابېلو ولایتونو کې د کار زمینه برابره کړي.

په پنجشېر کې د طالبانو والي د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) ویلي، چې دوې میاشتې مخکې یې د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده سره د پنجشېر د وزګارو ځوانانو په اړه لیدنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې هبت‌الله اخوندزاده له هغه څخه د سواد لرونکو او بې‌سوادو وزګارو ځوانانو د نوملړ غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې به ورته دندې ورکړل شي.

په ورته وخت کې د پنجشېر د طالبانو د اقتصاد رییس فضل‌الباري نوبهار وايي، چې په روان کال کې یې په دغه ولایت کې په ۲۰۰ پروژو کې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته په مستقیم او غېر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې زرګونه کسان په نظامي چارو، د زمرد کانونو په کېندنه او بنسټیزو پروژو کې په کارونو بوخت دي.

په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي او زرګونه ځوانان د طالبانو تر واک لاندې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د کار، عاید او راتلونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.

له همدې امله ډېری ځوانان داسې حالت ته رسېدلي، چې له سختې بې‌وزلۍ او نامعلومې راتلونکې تر سیوري لاندې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

له وچکالۍ سره مخ افغانستان؛ په کندهار کې ډېری خلک د څښاک په اوبو پسې لالهانده دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۵ GMT+۰

کندهار چې د طالبانو د مشرتابه د اوسېدو مرکز بلل کېږي، د اوبو د کمښت له سخت ناورین سره مخ دی. د کندهار ښار په ګڼو ناحیو کې د څښاک اوبو ژور ناورین د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.

د کندهار ښار اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د اوبو د نشتوالي، د ځمکې لاندې اوبو د ژورېدو، د ټانکري اوبو لوړه بیه او د مسوولو ادارو د نه پاملرنې له امله وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

کندهار چې د طالبانو د مشرتابه مرکز دی، اوسېدونکي یې وايي چې د ښار د اوبو بنسټیزې شبکې او د سرچینو مدیریت یې له کلونو راهیسې له پامه غورځول شوي دي.

د ښار په ۶مه، ۷مه، ۹مه، ۱۲مه او ۱۳مه ناحیو کې لسګونه ماشومان د ورځې څو ځله د اوبو د راوړلو لپاره په سړه هوا کې اوږده مزلونه وهي.

د یو شمېر کورنیو په خبره، ډېری ماشومان د ښوونځي له درسونو پاتې کېږي او ځینې یې د لارې د ستړیا، د بدن د اوبو د کمښت او سړې هوا له امله ناروغه کېږي.

د ۹مې ناحیې یوه اوسېدونکې وايي: «زما زوی نه ښوونځي ته تلای شي او نه مدرسې ته. هره ورځ څو ځله اوبه راوړي؛ که یې را نه‌وړي، موږ د پخلي او څښلو لپاره اوبه نه‌لرو. د اوبو د پېرلو وس هم راسره نشته.»

100%

خلک وایي، څو ځله یې شکایتونه کړي خو چا یې خبره نه ده اورېدلې او لا هم د اوبو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د اوومې ناحیې یو اوسېدونکی محمد اکرم، وايي: «موږ څو ځله له مسوولینو سره شکایت شریک کړی، خو عملي کار نه کېږي. ناورین ورځ تر بلې زیاتېږي. دلته چې کومې برمې وې، وچې شوې. نه د نوې برمې وس لرو او نه هم هره ورځ د اوبو د پېرلو توان.»

ډاکټران د ماشومانو روغتیايي وضعیت اندېښمنونکی بولي او وايي، چې په وروستیو میاشتو کې د اوبو د کمښت او د ککړو اوبو له امله د معدې ناروغۍ په ماشومانو کې څو برابره زیاتې شوې دي.

یو روغتیايي کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي: «ډېری هغه ماشومان چې موږ یې دلته معاینه کوو، یوازې ناروغ نه دي؛ د سخت کار ستړیا هم لري. زه داسې ماشومان وینم چې د اوبو د راوړلو له امله یې ځیګر زیانمن شوی او یا ورته نورې ناروغۍ پیدا شوي دي.»

تر ټولو اغېزمنې هغه ناحیې دي، چې د نل‌اوبو له شبکې بې‌برخې دي. خلک يا اوبه رانیسي او یا یې هم له لرې سیمو د ماشومانو او لویانو په مټ په لاسي ګاډیو کې راوړي.

د نهمې ناحیې اوسېدونکی کریم‌الله وايي، پخوا یې په کور کې برمه وه، خو هغه وچه شوې ده. اوس نه د نوې برمې وس لري او نه هم هره ورځ کولی شي د اوبو د راوړلو لپاره له کاره پاتې شي، نو ځکه یې ماشومان اوبه راوړي.

د اوبو د څار تخنیکي طالب چارواکي وايي، چې په ښار کې د ځمکني اوبو کچه له ۸۰ تر ۱۲۰ مترو پورې ژوره شوې ده، په داسې حال کې چې پخوا ډېری کورنۍ په ۳۰–۴۰ مترو ژورو څاه‌ګانو اتکا لرله.

دا حالت د هغو سیمو لپاره چې اقتصادي حالت یې کمزوری دی، د ژوند اساسي اړتیاوې له ستونزو سره مخ کړې دي.

خلک وايي، چې د ښار په ډېرو سیمو کې د شخصي کورونو بې‌نظمي او د څاه‌ګانو غېرقانوني کېندنې د اوبو د کمښت اصلي لاملونه دي، چې د اوبو د سطحې بیا ډکېدو کې یې خنډ رامنځته کړی دی.

دوی غوښتنه کوي، چې د اوبو مدیریت، د څاه‌ګانو د کنټرول سیسټم او د نل‌اوبو پراخېدونکي پروژې باید په بېړني ډول عملي شي.

د اوبو رسولو طالب چارواکي وايي، چې د ځمکني اوبو د کچې د کنټرول، د ټانکرونو د تنظیم او د نل‌اوبو د شبکې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي، خو زیاتوي چې د ښار د نفوس د چټک زیاتوالي او د ژورو څاه‌ګانو د خپل‌ سرې کېندنې له امله ستونزه پراخه شوې ده.

د طالبانو د اوبو رسولو ادارې دا ونه ویل، چې دغه ستونزه به څنګه او کله حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رييس څو ورځې وړاندې هم وویل، اقلیمي بدلون یوه نړۍواله ستونزه ده چې نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ ورسره مخ ده او په وینا یې یو زیات شمېر افغانان هم د وچکالۍ له امله داخلي کډوالۍ ته اړ شوي دي.
نوموړي همداراز زیاته کړه: «د اقلیمي بدلون له امله افغانستان سخت زیان لیدلی، وچکالي ډېره شوې او زموږ خلک د اوبو د کمښت او نشتوالي له کبله داخلي کډوالۍ ته اړ شوي او دا یو لوی ناورین دی چې مدیریت یې سیمه‌ییزو او نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لري.»

اخوا، د طالبانو مشر بیا د لیندۍ په ۱۴مه له خلکو وغوښتل چې په لمانځه کې د باران لپاره دعا وکړي. افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي، چې د اقلیم بدلون له منفي پایلو سره مخ دي. طالبان وايي، چې خلک باید د دغه ناورین د حل لپاره دعا وکړي.
د اوبو کمښت په افغانستان کې یو له لویو ننګونو څخه ده. څه موده وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او هېواد د اوبو له کمښت سره مخ دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم له خلکو غوښتي وو، چې د وچکالۍ د پای ته رسولو لپاره د باران دعا وکړي.

د طالبانو د علماوو پرېکړه لیک: له نظام څخه دفاع «مقدس جهاد او فرض عین» ګڼل کېږي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره له هوایي او ځمکنیو بریدونو وروسته، نن په کابل کې د طالبانو له لوري په تنظیم شوې غونډه کې دیني عالمانو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي، «له نظام څخه د دفاع موضوع مقدس جهاد دی».

که څه هم په پرېکړه لیک کې په ښکاره ډول د پاکستان نوم نه دی یاد شوې، خو ویل شوي چې د هېواد د خاورې، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع د هر افغان لپاره لازمه، ضروري ده او همداشان ټینګار شوی چې که هر هېواد د افغانستان پر خاوره تېری وکړي یا د مسلمانانو په حریم کې لاس وهنه وکړي، په مقابل کې یې جګړه او دفاع د ټولو افغانانو لپاره فرض عین ګڼل کېږي.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې د افغانستان ولسونه په تاریخ کې د هر متجاوز پر ضد متحد پاتې شوي او راتلونکي کې به هم د هر بهرني یرغل په وړاندې «په مقدس جهاد» کې یوه ګډه کرښه جوړوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اونیو کې د پاکستاني پوځ له لوري په کندهار، پکتیا او خوست کې بریدونه شوي چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

سرچینې: کابل کې د دیني عالمانو غونډه د ملا هبت الله په مشرۍ شوې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۰

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله پلازمېنې کابل ته سفر کړی او ددیني عالمانو په نننۍ غونډه کې یې ګډون کړی و. دې غونډې په یوه پریکړه لیک کې له افغانستان نه بهر نظامي فعالیتونه د امیر د حکم سرغړونه وبلله.

په کابل کې د طالبانو په مشرۍ د دیني عالمانو یوې غونډې د طالبانو د اوسنۍ ادارې او له افغانستان نه بهر د نظامي فعالیتونو په اړه خپل رسمي پرېکړه‌لیک خپور کړی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یاده غونډه د طالبانو له نظام څخه دفاع او د هېواد له حریم څخه د ساتنې په موخه جوړه شوې وه.

سرچیني وایي چې ملا هبت الله اخوندزاده د ناستې ګډونوالو ته ویلي چې د مسلمانانو عزت او وقار په وحدت کې دی، او سپارښتنه یې وکړه چې له یو بل سره په اخوت او نیکو اړیکو سره ژوند وکړي، له بې اتفاقۍ، اختلافاتو او جګړو ځان وساتي، او علما دې د خپلو منابرو له لارې خلکو ته د دغو اصولو پوهاوی ورکړي.

د دغې ناستې په پای کې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله هم پکې حضور درلود، پینځه ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر شو.

په دې پرېکړه‌لیک کې اسلامي امارت د «شرعي نظام» په توګه یاد شوی او پر افغانانو یې د اطاعت، ملاتړ او دفاع وجیبه ګڼلې ده.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې مسلمانان د شرعي نظام په ساتنه مکلف دي او دیني عالمان باید د اوسني نظام په ملاتړ مشورې وړاندې کړي.

د غونډې ګډونوالو ویلي چې امارت د «شریعت د امنیت، اتحاد او د ديني ارزښتونو د ساتنې» سبب شوی او اطاعت یې «واجب» دی.

په متن کې ټینګار شوی چې د بهرني تجاوز په صورت کې د نظام او خاورې دفاع «فرض عین» ګڼل کېږي او دا عمل «مقدس جهاد» بلل شوی دی.

د پرېکړه لیک یوه ماده له افغانستان نه په نورو هېوادونو کې د جګړه ییزو فعالیتونو څرنګتیا ته بېله شوې، چې ظاهرا د ټي ټي پي فعالیتونه او په پاکستان کې د افغان طالبانو جګړه ییز فعالیتونه ترې هدف دي.

پرېکړه‌لیک وايي چې د طالبانو د ژمنې له مخې باید د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او هغه کسان چې بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ځي د «شرعي امیر» له امر سرغړونه کوي.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې « د مسلمانانو عزت او وقار په وحدت او اتفاق کې نغښتی دی، پر ټولو مسلمانانو او اسلامي هېوادونو لازمه ده چې له یو بل سره د اخوت په چوکاټ کې نيک او رغنده اړيکې ولري او يو بل ته نفع ورسوي».

که څه هم طالبانو په دغه پرېکړه لیک کې د پاکستان نوم نه دی اخیستی خو د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو کړکېچونو ته په کتلو یاد پیغامونه پاکستان ته متوجې دي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان دا ډول یوه پرېکړه لیک، یا غیر رسمي فتواخپروي.

د یوناما مسووله وايي چې نړیواله ټولنه د طالبانو له چلنده ستړې شوې ده

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د یوناما چارسمبالې جورجیوت ګانیون د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د طالبانو چارواکي له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو فرصتونه له پامه غورځوي او دا وضعیت خطرناک دی.

نوموړې د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې نړیواله ټولنه د طالبانو له چلنده ستړې شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو منځ کې ځینې په دې مفکوره دي، چې افغانستان باید له نړۍ سره اړیکې ولري، خو ځینې بیا یې له اړیکو لرلو څخه ځان لرې ساتي.

پر همدغه مهال نوموړې وویل، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت په ظاهره ښه دی او میلیونونه کسان له نسبي امنیت څخه برخمن دي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان کې بشري وضعیت مخ په ځوړند روان دی او د ښځو په وړاندې سخت کاري محدودیتونه دي.

د یوناما سرپرستې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له امله د اقتصادي بحران کچه مخ په لوړه روانه وښوده.

همدارنګه نوموړې وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغانانو راتګ هم د افغانستان پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان تاجکستان ته پوځي تجهیزات ورکوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۰ GMT+۰

د ډله ییز امنیت تړون سازمان اعلان کړی چې تاجکستان ته به نوي پوځي تجهیزات او وسلې ورکړي. د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال والري سمریکوف ویلي چې د تجهیزاتو په اړه هوکړه شوې او د روسیې، بلاروس او قزاقستان له لوري به دغه وسلې تاجکستان ته لېږدول کېږي.

د سمریکوف په وینا، د مالي سرچینو ټاکلو پروسه روانه ده او تړونونه به سږکال عملي شي. هغه ټینګار کړی چې تاجکستان له افغانستان سره د اوږدې پولې د خوندي کولو په برخه کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د پروګرام له مخې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.

تاجکستان له افغانستان سره له ۱۳۰۰کیلومترو څخه زیاته ګډه پوله لري او د دې سیمې امنیت په وروستیو کلونو کې د پام وړ اندېښنې راپورته کړې دي.

په ۲۰۲۴کال کې ډله ییز امنیت تړون سازمان د پنځو کلونو لپاره یو ځانګړی دولتي پروګرام تصویب کړ چې موخه یې د تاجکستان د پولې د کنټرول پیاوړتیا، د سرحدي بنسټونو بیارغونه او د نویو امنیتي تجهیزاتو برابرول دي.

د دې پروګرام لومړی پړاو په ۲۰۲۵ کال کې پیل شوی او تر دې دمه یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات تاجکستان ته سپارل شوي دي.

تاجکستان له دې وړاندې تاییدکړې وه چې د افغانستان له لوري په سرحدي بریدونو کې یې پنځه سرتېري وژل شوي. له دې وروسته ولسمشر امام علي رحمان امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د پولې د امنیت د لا پیاوړتیا لپاره بیړني اقدامات وڅېړي.

همدارنګه، په بدخشان کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې څو ورځې وړاندې د مایمي ولسوالۍ له رضوي کلي څخه د افغانستان له خاورې د تاجکستان د شادک په پوله کې دوه چینايي وګړي په نښه شوي وو.