• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېرو ۶ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۸ جرمي پېښې ثبت شوې او ۱۲ زره ۵۴۰ مجرمان نیول شوي

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، د ۱۴۰۲ کال وروستیو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې دې ډلې ۸ زره او ۷۴۸ جرمي پېښې ثبت کړې دي. عبدالمتین قانع زیاتوي، په دغه موده کې امنیتي ادارو ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د جرمونو په تور نیولي چې د کال د لومړیو میاشتو پرتله نږدې شپږ ځلې زیاتوالی ښيي.

طالبانو د تېر کال عقرب کې ویلي و چې د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یې دوه زره ۱۳۶ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

نوموړي نن په کابل کې خبری غونډې ته وویل، چې د ۱۴۰۲ کال وروستیو شپږو میاشتو کې ۲۱ انسان تښوونکي وژل شوي، ۱۷۲ نیول شوي او اتلس تښتول شوي کسان د سړي تښتوونکو له منګلو خوشې شوې دي.

تر نورو کلونو تېر کال د اختطاف کچه کمه شوې ده.

ښاغلی قانع د ۸۷۴۸ جرمې پېښو په هکله وایي، چې په دې کې ۷ زره او ۲۲۳ یې کشف شوې او یو زرو ۵۲۵ نورې یې تر تعقیب لاندې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه راز زیاته کړې، چې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې د نشه یي توکو د تولید ۸ ماشینونه، د تولید او پروسس ۳۷۷ بیلابیلې فابریکې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د نوموړي په وینا، په دغه موده کې ۳.۶۴۵ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کر پاکه شوې ده.
عبدالمتین قانع د جرمي پېښو د راپور د وړاندې کولو په خبري غونډه کې وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳۲۲ میله وسلې، د سپکو او درنو وسلو ۴۲ زره فیرونه، ۲۵۱ لاسي بمونه، ۱۸۴ ماینونه او ۳۲۴ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

که څه هم د طالبانو امنیتي ادارو په ځلونو واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکړی، خو یو شمېر هېوادوال بیا له وسله والو غلاوو، برمته کولو، خپلسریو او نورو پيښو سر ټکوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

له ایران سره د افغانستان د ورېښمو لار بېرته پرانیستل شوه

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د افغانستان له نیمروز راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې له ایران سره د تګ راتګ لپاره د ورېښو لار له څو ساعتونو تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه. د پنجشنبې په ورځ د لارې له تړل کېدو وروسته ځايي طالب چارواکو وویل، چې هڅه کوي له ایراني لوري سره په خبرو دغه لار پرانیستل شي.

تر اوسه د ورېښمو پله د تړل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ويل کیږي دغه لاره د ایراني پوله ساتو له لوري تړل شوې وه.

ایران نن دا پوله په داسې مهال تړلې وه، چې پرون د نیمروز لپاره د طالبانو والي وویل، د افغان سوداګرو په مالي مرسته د افغانستان او اېران ترمنځد دغه ولایت په کن ولسوالۍ کې خاکي لار جوړوي.

محمد قاسم خالد د نیمروز او دې ولایت ته د څېرمه د نورو ولایتونو له سوداګرو سره د خاکي لارې د جوړولو لپار په خپل دفتر کې غونډه درلوده.

د ښاغلي خالد دفتر د نوموړي له قوله وايي، دې لارې جوړېدو سره به د ورېښمو پل ترافیکي ستونزې حل او سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې رامنځته شي.

طالبان وايي، په خاکي لار ۲۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د هېواد د ملي سوداګرو له لوري ورکول کیږي.

خو تر اوسه په تېرو غونډو کې د دې لارې د جوړېدو په هکله د طالبانو او ایراني چارواکو کومې څرګندونې نشته.

طالبانو په کندهار کې پنځه تنه د «اخلاقي فساد» په تور په سزا ورسول

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۰۱ GMT+۰

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو لومړنۍ محکمې پنځه هغه کسان چې د دغې محکمې له لوري د اخلاقي فساد په تور پېژندل شوي و تېره ورځ چهار شنبه د (وري اتمه) په عام محضر کې په دورو وهلي. تر دې وړاندې هم طالبانو د افغانستان په نورو ولایتونو کې ځینې کسان په سزا رسولي وو.

د کندهار لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خپره شوې خپرپاڼه کې ويلي، چې دغه کسان یې چې د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د «لواطت» په تور نیولي وو، تېره ورځ یې هر یو ۳۹ دورې وهلي او دوه دوه کاله د بند سزا یې ورته اورلې ده.

طالبانو دغو تورنو کسانو ته په ارغنداب ولسوالۍ کې په عام محضر کې سزا ورکړې ده.

دا لا نه ده معلومه چې د دغو پنځو کسانو په ډله کې ټول نارینه وو او که د دوی تر منځ ښځې هم وې.

تېره اوونۍ د طالبانو مشر هبت الله ته په منسوب یوه غږیز فایل کې ويل شوي و چې په اخلاقي فساد تورن کسان په ځانګړي ډول ښځې به د دغې ډلې له لوري په عام محضر کې په دورو وهل او یا سنګساریږي.

سره له دې چې په عام محضر کې د سزا د حکم تطبیق له بشري حقونو سرغړونه بلل کیږي، خو طالبان وایي چې دوی په تورنو کسانو شرعي حکم تطبیقوي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې پر ښځو او نارینه وو چې کره شمیر یې نه دی معلوم، په ځلونو په عام محضر کې د قصاص او دورو وهلو حکم عملي شوی.

مکال له بایډن غوښتي،چې د طالبانو له بنده دې د امریکایي اوسېدونکي د خلاصون لپاره اقدام وکړي

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۱۶ GMT+۰

د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر د جو بایډن له ادارې غوښتي، چې د طالبانو په بند کې د یوه امریکایي اوسېدونکي رایان کوربت د خلاصون لپاره بېړنی اقدام وکړي. مایکل مکال ویلي، د هغه د بد روغتیایي وضعیت له راپورونو سره، سره د بایډن حکومت د هغه د خلاصون په برخه کې بې غوري کړې ده.

رایان کوربت د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې د افغانستان په شمال کې له خپلو درېیو جرمني همکارانو سره ونیول شو.

هغه له ۲۰۱۷ کال راهیسې په افغانستان کې یو سوداګریز شرکت جوړ کړی و.

طالبانو تر دې وړاندې د ښاغلي کوربت د نیونې پخلی کړی و او ویلي یې وو، چې نوموړی «د دولتي ضد کړنو په جرم» نیول شوی دی.

د تېر کال په لېندۍ میاشت کې د ریان کوربت مېرمنې انا کوربت د سي‌بي‌اېس شبکې سره د خبرو پر مهال ویلي و، چې د طالبانو د استخباراتو په بندخونه کې یې د خاوند روغتیا او ژوند له ګواښ سره مخ دی.

خو د طالبانو استخباراتو سي‌بي‌اېس شبکې ته ویلي و، چې د ریان کوربت روغتیایي حالت ښه دی او هغه په یوه مېلمستون کې اوسېږي.

د طالبانو د استخباراتو چارواکو ادعا کړې، چې هغه د نورو بندیانو خلاف ازادې هوا، د وزې او پسه غوښې، ورځپاڼو او مجلو ته لاسرسی لري.

مایکل مکال په خپل یوه بیان کې لیکلي، چې د رایان کوربت بد وضعیت له افغانستانه د بایډن د ادارې له «ناورینه ډکه» وتنه یوه غمجنه؛ خو د وړاندوینې وړ پایله وه.

په نیمروز ولایت کې د افغانستان او ایران تر منځ د ورېښمو پله لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۰

نیمروز کې طالب چارواکي وايي، چې د افغانستان او ایران تر منځ د ورېښمو پله لاره د نامعلومو دلایلو له مخې وتړل شوه. د نیمروز د ورېښمو پله لویې لارې کمېشنر محمد هاشم حنظله وايي، دوی هڅه کوي چې له ایراني سرحدي چارواکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې دغه پوله بېرته پرانیزي.

تر اوسه پورې د ورېښمو پله د تړل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی. خو ويل کیږي دغه لاره د ایراني پوله ساتو له لوري تړل شوې ده.

د ایران حکومت لا د دغې لارې د تړل کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

له نيمروز ولايت سرچينې وايي چې ټاکل شوې نن د نيمروز لپاره د طالبانو د سيمه ييزې ادارې مشرتابه د دغې ستونزې د حل لپاره له ايراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د سرچينې په وينا، شونې ده چې د ورېښمو پله لاره له خبرو وروسته د تګ راتګ لپاره بېرته پرانيستل شي.

د خواجه اصف څرګندونو ته د مجاهد غبرګون؛ ټي ټي پي دا شل کاله په پاکستان کې ده

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۱۱ GMT+۰

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې ټي ټي پي وسله واله ډله په افغانستان کې ده، ویلي چې «ټي ټي پي دا شل کاله په پاکستان کې ده.» مجاهد وايي، افغانستان هم د جګړې قرباني دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنج شنبه د (وري نهمه) د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په یوه غږیز پیغام کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پرونیو خبرو په غبرګون کې ویلي چې د ټي ټي پي وسله واله ډله له تېرو شلو کلو راهیسې په پاکستان کې جګړه کوي او «له دوی سره تړاو یې بې انصافي ده.»

خواجه اصف تېره ورځ ویلي و چې پاکستان کې «د ترهګرۍ جرړه په افغانستان کې ده، خو د پاکستان له بیا بیا غوښتنو سره هم طالبان په دې برخه کې ګام نه پورته کوي.»

د طالبانو ویاند وړاندې وايي، د پاکستان دا ډول دعوې له «خپل مسووليت تېښته ده، او هلته ناامني د دوی کورنۍ موضوع ده، د پاکستاني طالبانو ډله دا شل کاله هلته جګړه کوي.»

د پاکستان دفاع وزیر تېره ورځ په دغه هیواد کې د وړمې ورځې پر چینايي انجنیرانو له ځانمرګي برید وروسته په ایکس پاڼه لیکلي و چې، د طالبانو حکومت د اسلام اباد ضد وسلوالو په مخنیوي کې ورسره مرسته نه کوي، نو اسلام اباد دې پر ډیورنډ کرښه ټول نړیوال قوانین پلي کړي.

پاکستان د وسلوالو د مخنیوي په پلمه، له ۲۰۱۷ کال را هیسې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار هم تېر کړی او د نارسمي لارو پر تړلو سربېره یې پر رسمي لارو هم د خلکو تګ راتګ سخت کړی، خو بیا هم په دغه هېواد کې روان بریدونه د افغانستان د وخت پر حکومتونو ور اچوي.

د پاکستان حکومت په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال افغان حکومت د وسلوالو په ملاتړ تورناوه او اوس پر طالبانو ورته تورونه لګوي.