• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نیمروز ولایت کې د افغانستان او ایران تر منځ د ورېښمو پله لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۰

نیمروز کې طالب چارواکي وايي، چې د افغانستان او ایران تر منځ د ورېښمو پله لاره د نامعلومو دلایلو له مخې وتړل شوه. د نیمروز د ورېښمو پله لویې لارې کمېشنر محمد هاشم حنظله وايي، دوی هڅه کوي چې له ایراني سرحدي چارواکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې دغه پوله بېرته پرانیزي.

تر اوسه پورې د ورېښمو پله د تړل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی. خو ويل کیږي دغه لاره د ایراني پوله ساتو له لوري تړل شوې ده.

د ایران حکومت لا د دغې لارې د تړل کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

له نيمروز ولايت سرچينې وايي چې ټاکل شوې نن د نيمروز لپاره د طالبانو د سيمه ييزې ادارې مشرتابه د دغې ستونزې د حل لپاره له ايراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د سرچينې په وينا، شونې ده چې د ورېښمو پله لاره له خبرو وروسته د تګ راتګ لپاره بېرته پرانيستل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د خواجه اصف څرګندونو ته د مجاهد غبرګون؛ ټي ټي پي دا شل کاله په پاکستان کې ده

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۱۱ GMT+۰

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې ټي ټي پي وسله واله ډله په افغانستان کې ده، ویلي چې «ټي ټي پي دا شل کاله په پاکستان کې ده.» مجاهد وايي، افغانستان هم د جګړې قرباني دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنج شنبه د (وري نهمه) د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په یوه غږیز پیغام کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پرونیو خبرو په غبرګون کې ویلي چې د ټي ټي پي وسله واله ډله له تېرو شلو کلو راهیسې په پاکستان کې جګړه کوي او «له دوی سره تړاو یې بې انصافي ده.»

خواجه اصف تېره ورځ ویلي و چې پاکستان کې «د ترهګرۍ جرړه په افغانستان کې ده، خو د پاکستان له بیا بیا غوښتنو سره هم طالبان په دې برخه کې ګام نه پورته کوي.»

د طالبانو ویاند وړاندې وايي، د پاکستان دا ډول دعوې له «خپل مسووليت تېښته ده، او هلته ناامني د دوی کورنۍ موضوع ده، د پاکستاني طالبانو ډله دا شل کاله هلته جګړه کوي.»

د پاکستان دفاع وزیر تېره ورځ په دغه هیواد کې د وړمې ورځې پر چینايي انجنیرانو له ځانمرګي برید وروسته په ایکس پاڼه لیکلي و چې، د طالبانو حکومت د اسلام اباد ضد وسلوالو په مخنیوي کې ورسره مرسته نه کوي، نو اسلام اباد دې پر ډیورنډ کرښه ټول نړیوال قوانین پلي کړي.

پاکستان د وسلوالو د مخنیوي په پلمه، له ۲۰۱۷ کال را هیسې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار هم تېر کړی او د نارسمي لارو پر تړلو سربېره یې پر رسمي لارو هم د خلکو تګ راتګ سخت کړی، خو بیا هم په دغه هېواد کې روان بریدونه د افغانستان د وخت پر حکومتونو ور اچوي.

د پاکستان حکومت په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال افغان حکومت د وسلوالو په ملاتړ تورناوه او اوس پر طالبانو ورته تورونه لګوي.

سمیع سادات د رویټرز راپور ته: ثناالله غفاري د افغانستان د پوځ غړی نه، د حقاني شبکې غړی و

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د داعش خراسان څانګې د مشر ثنا الله غفاري په اړه د راپور له خپرولو وروسته د افغانستان د پوځ یو لوړپوړی قوماندان سمیع سادات وايي، غفاري د حقاني شبکې غړی و او د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یې تړاو نه لاره.

د رویټرز راپور له مخې چې د سه شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل خپور کړ، د خپلو ځینو سرچېنو له خولې لیکلي و چې د داعش خراسان څانګې مشر د څه مودې لپاره د افغانستان په پوځ کې دنده لرله.
خو د افغانستان د ملي ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ثنا الله غفاري د کابل بولیتخنیک د لومړي کال محصل و او له هغه وروسته له حقاني شبکې سره یو ځای شو.

د ښاغلي سادات په وینا له دغې شبکې سره د دوه کلن کار وروسته، په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې له تړون وروسته د سراج الدین حقاني په فرمان له داعش سره یو ځای شو.
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو دغه پخوانی قوماندان وايي، چې د داعش سره د غفاری له یو ځای کېدو څخه د حقاني موخه دا وه، هماغسې چې د حقاني ډلې واک ته تر رسېدو وړاندې کوم بریدونه ترسره کول واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې د داعش په نامه هم ترسره کړي.
د ۲۰۲۰ کال په اپرېل میاشت کې د افغانستان ملي امنیت د داعش خراسان ډلې د مشر اسلم فاروقي د نیولو خبر ورکړ او له هغې وروسته ثنا الله غفاري، مشهور په شهاب المهاجر د دغې ډلې مشر شو.

ښاغلی سادات وايي، غفاري د حقاني شبکې په مرسته د داعش خراسان ډلې مشرتابه ته رسېدلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر احمدضیا سراج هم افغانستان انټرنشنل ته په یو لړ لیکنو کې ورته موضوع ته اشاره کړې.

هغه لیکلي، غفاري د حقاني شبکې فعال غړی و چې د فاروقي تر نیول کېدو وروسته د داعش خراسان ډلې مشر شو.
سمیع سادات افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د رویټرز د راپور پر خلاف غفاري هیڅکله هم د افغانستان په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې دنده نه ده لرلې.

هغه زیاته کړه: «ترهګرۍ ته د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره تړاو مه ورکوئ.»

د ملي مقاومت جبهه: په کابل کې مو پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې جبهې ځواکونو د چهارشنبې ماښام (د وري ۸مه) شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند دهن باغ په سیمه کې د طالبانو په یوې پوسته برید کړی، چې په پایله کې یې ۳ طالبان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وایي، چې په دغو عملياتو کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې تېره ورځ د طالبانو درې غړي په کابل او غور او تېره چهارشنبه یې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند دسپیچري په سیمه کې د طالبانو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې ۲ تنه طالبان یې ووژل او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې تر دې مخکې هم څو ځلي په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو بریدونه کړي او دې ډلې ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د پاکستان شارژدافیر: پاکستاني پلاوي له طالبانو سره پر سوداګریزو همکاریو هوکړه کړې

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني وايي، چې په کابل کې پاکستاني پلاوي له طالب چارواکو سره د ګډو ګټو د خوندیتوب او دوه اړخیزه سوداګرۍ د اسانتیا په اړه هوکړه کړې ده.

دغه پلاوی دوه ورځې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ کابل ته راغلی و.

په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر د چهارشنبې په ورځ «د وري ۸مه» په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر بریالی و.

ښاغلي نظاماني دغه سفر له افغانستان سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د قوي اړیکو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه وبلله.

هغه وویل:"دواړو خواو موافقه وکړه، چې د ګډو ګټو لپاره به په ګډه کار کوي."

افغانستان او پاکستان په یو شمېر برخو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیاو په برابرولو موافقه وکړه.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ د پاکستان پلاوی د دوشنبې په ورځ د وري په شپږمه کابل ته ولاړ او بله ورځ یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان موتقي سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد د ایکس چینل پر خپله پاڼه لیکلي، چې دوی د سې شنبې په ورځ په لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د هغه په ​​وينا؛ ښاغلي متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره په ليدنه کې د ترانزيټي ستونزو او د هغوى د حل په اړه "تفصيلي" څرګندونې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې خرم اغا ژمنه کړې، چې د ټرانزیټي ستونزو د هواري لپاره به ژر تر ژره یوه حل لاره ومومي.

دغه پاکستاني پلاوی د افغانستان په دوو ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا وروسته د طالبانو په بلنه کابل ته سفر کړی دی.

ايراني رسنۍ: افغانۍ د ډالرو پرتله زیاته ګټه لري

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

ایراني رسنیو په ایراني بازار کې د افغانیو د ارزښت لوړېدو ته په اشارې سره لیکلي، که چا په ۱۴۰۲ کال کې خپله سرمایه په افغانیو بدله کړې؛ نو اوس به یې ۴۱ سلنه ګټه ترې کړې وي.

د دغو رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د تېر کال په لومړیو کې یوه افغانۍ ۵۸۵۰ ریاله او اوس ۸۴۴۰ ریاله ده.

ایران عصر لیکلي، چې په تېره یوه میاشت کې د ایران په بازارونو کې د افغانیو بيې د امریکايي ډالرو په پرتله نوري هم لوړ شوي دي.

د کب میاشتې په لومړيو کې افغانۍ ۷۶۴۰ ریاله او اوس ۶ سلنه ګرانه شوې، په داسې حال کې چې په همدې موده کې د ایراني ریال پر وړاندې د ډالر ارزښت ۵،۹ سلنه لوړ شوی دی.

په ایران کې اقتصادي رسنیو لیکلي، چې که یو کس د تېر کال په پیل کې د خپلې پانګې یوه برخه په افغانیو بدله کړې وی، د ریال معادل ارزښت به ۴۱ سلنه لوړ شوی وی.

د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان ملي اسعار د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ۱۷ سلنه وده کړې ده.