• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سمیع سادات د رویټرز راپور ته: ثناالله غفاري د افغانستان د پوځ غړی نه، د حقاني شبکې غړی و

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د داعش خراسان څانګې د مشر ثنا الله غفاري په اړه د راپور له خپرولو وروسته د افغانستان د پوځ یو لوړپوړی قوماندان سمیع سادات وايي، غفاري د حقاني شبکې غړی و او د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یې تړاو نه لاره.

د رویټرز راپور له مخې چې د سه شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل خپور کړ، د خپلو ځینو سرچېنو له خولې لیکلي و چې د داعش خراسان څانګې مشر د څه مودې لپاره د افغانستان په پوځ کې دنده لرله.
خو د افغانستان د ملي ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ثنا الله غفاري د کابل بولیتخنیک د لومړي کال محصل و او له هغه وروسته له حقاني شبکې سره یو ځای شو.

د ښاغلي سادات په وینا له دغې شبکې سره د دوه کلن کار وروسته، په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې له تړون وروسته د سراج الدین حقاني په فرمان له داعش سره یو ځای شو.
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو دغه پخوانی قوماندان وايي، چې د داعش سره د غفاری له یو ځای کېدو څخه د حقاني موخه دا وه، هماغسې چې د حقاني ډلې واک ته تر رسېدو وړاندې کوم بریدونه ترسره کول واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې د داعش په نامه هم ترسره کړي.
د ۲۰۲۰ کال په اپرېل میاشت کې د افغانستان ملي امنیت د داعش خراسان ډلې د مشر اسلم فاروقي د نیولو خبر ورکړ او له هغې وروسته ثنا الله غفاري، مشهور په شهاب المهاجر د دغې ډلې مشر شو.

ښاغلی سادات وايي، غفاري د حقاني شبکې په مرسته د داعش خراسان ډلې مشرتابه ته رسېدلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر احمدضیا سراج هم افغانستان انټرنشنل ته په یو لړ لیکنو کې ورته موضوع ته اشاره کړې.

هغه لیکلي، غفاري د حقاني شبکې فعال غړی و چې د فاروقي تر نیول کېدو وروسته د داعش خراسان ډلې مشر شو.
سمیع سادات افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د رویټرز د راپور پر خلاف غفاري هیڅکله هم د افغانستان په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې دنده نه ده لرلې.

هغه زیاته کړه: «ترهګرۍ ته د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره تړاو مه ورکوئ.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ملي مقاومت جبهه: په کابل کې مو پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې جبهې ځواکونو د چهارشنبې ماښام (د وري ۸مه) شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند دهن باغ په سیمه کې د طالبانو په یوې پوسته برید کړی، چې په پایله کې یې ۳ طالبان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وایي، چې په دغو عملياتو کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې تېره ورځ د طالبانو درې غړي په کابل او غور او تېره چهارشنبه یې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند دسپیچري په سیمه کې د طالبانو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې ۲ تنه طالبان یې ووژل او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې تر دې مخکې هم څو ځلي په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو بریدونه کړي او دې ډلې ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د پاکستان شارژدافیر: پاکستاني پلاوي له طالبانو سره پر سوداګریزو همکاریو هوکړه کړې

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني وايي، چې په کابل کې پاکستاني پلاوي له طالب چارواکو سره د ګډو ګټو د خوندیتوب او دوه اړخیزه سوداګرۍ د اسانتیا په اړه هوکړه کړې ده.

دغه پلاوی دوه ورځې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ کابل ته راغلی و.

په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر د چهارشنبې په ورځ «د وري ۸مه» په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر بریالی و.

ښاغلي نظاماني دغه سفر له افغانستان سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د قوي اړیکو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه وبلله.

هغه وویل:"دواړو خواو موافقه وکړه، چې د ګډو ګټو لپاره به په ګډه کار کوي."

افغانستان او پاکستان په یو شمېر برخو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیاو په برابرولو موافقه وکړه.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ د پاکستان پلاوی د دوشنبې په ورځ د وري په شپږمه کابل ته ولاړ او بله ورځ یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان موتقي سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد د ایکس چینل پر خپله پاڼه لیکلي، چې دوی د سې شنبې په ورځ په لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د هغه په ​​وينا؛ ښاغلي متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره په ليدنه کې د ترانزيټي ستونزو او د هغوى د حل په اړه "تفصيلي" څرګندونې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې خرم اغا ژمنه کړې، چې د ټرانزیټي ستونزو د هواري لپاره به ژر تر ژره یوه حل لاره ومومي.

دغه پاکستاني پلاوی د افغانستان په دوو ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا وروسته د طالبانو په بلنه کابل ته سفر کړی دی.

ايراني رسنۍ: افغانۍ د ډالرو پرتله زیاته ګټه لري

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

ایراني رسنیو په ایراني بازار کې د افغانیو د ارزښت لوړېدو ته په اشارې سره لیکلي، که چا په ۱۴۰۲ کال کې خپله سرمایه په افغانیو بدله کړې؛ نو اوس به یې ۴۱ سلنه ګټه ترې کړې وي.

د دغو رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د تېر کال په لومړیو کې یوه افغانۍ ۵۸۵۰ ریاله او اوس ۸۴۴۰ ریاله ده.

ایران عصر لیکلي، چې په تېره یوه میاشت کې د ایران په بازارونو کې د افغانیو بيې د امریکايي ډالرو په پرتله نوري هم لوړ شوي دي.

د کب میاشتې په لومړيو کې افغانۍ ۷۶۴۰ ریاله او اوس ۶ سلنه ګرانه شوې، په داسې حال کې چې په همدې موده کې د ایراني ریال پر وړاندې د ډالر ارزښت ۵،۹ سلنه لوړ شوی دی.

په ایران کې اقتصادي رسنیو لیکلي، چې که یو کس د تېر کال په پیل کې د خپلې پانګې یوه برخه په افغانیو بدله کړې وی، د ریال معادل ارزښت به ۴۱ سلنه لوړ شوی وی.

د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان ملي اسعار د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ۱۷ سلنه وده کړې ده.

طالبان د ناروې د سفیر له قوله وايي، چې د دې ډلې د مخالفانو ملاتړ نه کوي

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۰

د طالبانو ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ناروې د سفیر له قوله لیکلي، چې دغه هېواد د دې ډلې د مخالفانو ملاتړ نه کوي. په خبرپاڼه کې همداراز د پاول کلومن له قوله راغلي، چې په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې ده او خپل ځواک یې له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې د داعش ډلې حضور او د سیمې پر هېوادونو له افغانستانه د ځینو بریدونو تنظیمول هغه څه دي، چې د سیمې او نړۍ اندېښنې یې راپارولې دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې په افغانستان کې د داعش حضور د سیمې لپاره ستر ګواښ بللی و.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ناروې له سفير سره په کتنه کې وویل، د افغانستان اوسنی امنیت تر هغه وخت ښه دی چې ناټو او امریکا دلته حضور درلود.

مولوي عبدالکبیر نن له پاول کلومن بیکین سره په کتنه کې زیاته کړه، چې د نورو هېوادونو امنیتي پېښې په طالبانو پورې تړاو نه لري او هر هېواد دې خپل امنیت پخپله وساتي.
له دې سره، د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د ښځو کار کولو ته په اشارې سره وویل، چې اوسمهال په دولتي او خصوصي ادارو کې زرګونه ښځې په کار کولو بوختې دي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې طالبانو د ښځو پر زده کړو له بندیزونو سربېره د ښځو په کار کولو هم بندیزونه لګولي.
د یادلو ده، چې د ناروې سفیر په کندهار ولایت کې وروستۍ پېښه هم وغندله.
نوموړي له مولوي کبیر سره په کتنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د اندېښنې وړ وباله او د کابل او اسلام اباد ترمنځ یې د اړیکو پر ښه کېدو ټينګار وکړ.

ثناالله غفاري څنګه داعش - خراسان د اسلامي دولت په یوه تر ټولو وېروونکې څانګې بدله کړه؟

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د داعش خراسان ۲۹ کلن مشر ثناالله غفاري، دغه ډله د داعش په یوه تر ټولو وېروونکې ځانګه بدله کړه. د ۲۰۲۱ میلادي کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې د غفاري په اړه لږ معلومات موجود و. په هغه برید کې ۱۷۰ملکي افغانان او ۱۳امریکايي پوځیان ووژل شول.

خو د داعش خراسان بحث وروسته له هغې نور هم تود شو چې د جمعې په ورځ مسکو ته څېرمه د کنسرت په یوه لوی تالار کې وژونکې ډزې وشوې چې لږ تر لږه ۱۳۹تنه پکې ووژل شول.

د امریکا استخباراتي سرچینو تایید کړې چې د دغه برید مسوول د داعش خراسان څانګه ده.

که څه هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو برید د اسلامپالو کار بللی، خو ویلي یې دي چې غواړي پوه شي چې د برید امر چا صادرکړی.

هغه په ​​غیر مستقیم ډول اوکراین او د هغه لویدیځ ملاتړي په دې برید کې ښکیل وبلل.

غفاري څوک دی؟

د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ دوو سرچینو رویټرز ته ویلي چې په لومړي ځل د تېر جون په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې غفاري په افغانستان کې وژل شوی دی.

خو وروسته معلومه شوه چې ټپي دی او له پولې پاکستان ته تښتېدلی او ګومان کېږي چې د بلوچستان په سرحدي سیمه کې اوسېږي.

د رویټرز د راپور له مخې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰کې د داعش خراسان مشري په غاړه واخیسته.

سرچینو ویلي، چې د هغه د رهبرۍ پر مهال دغې ډلې ته د استخدام لپاره له درنو بریدونو کار اخستی او غواړي په منځنۍ اسیا کې د پښتنو پر ځای تاجک او ازبکان جذب کړي.

کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شهاب المهاجر په نوم د غفاري د داسې معلوماتو لپاره انعام اعلان کړ چې د هغه د نیولو لامل شي، هغه یې یو تجربه لرونکی پوځي رهبر یاد کړی و چې د کابل په هوایي ډګر کې یې د خراسان په نوم د داعش ځانمرګی برید پلان کړ.

دغه وزارت عصمت الله خالوزی چې په ترکیه کې یې د پیسو د لیږد غیر رسمي شبکه چلوله، د دې ډلې د "نړیوال مالي تسهیلوونکي" په توګه پیژندلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۳کال په جولای میاشت کې وویل چې داعش په افغانستان کې د خپلو کورنیو د غړو په ګډون له څلورو تر شپږ زرو پورې وسلوال لري.

له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د بهرنیو وسلوالو کډوالي

یوه جګپوړي عراقي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، ډېری بهرني وسلوال له عراق او سوریې تښتېدلي او افغانستان او پاکستان ته راغلي چې داعش خراسان سره یوځای شي.

ده وويل چې په چريکي جګړو کې د دغو وسلوالو تخصص هغه پانګه ده چې په افغانستان، ايران او ترکيې کې د بريدونو د ترسره کولو لپاره د دغې ډلې توان زيات کړی دی.

دغه چارواکي ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې په عراق کې د داعش د لسګونو جګپوړو وسلوالو د نیول کېدو د معلوماتو پر بنسټ، داعش د جهادي وسلوالو د یوې سیمه ییزې شبکې په جوړولو کار کوي چې له افغانستانه بهر بریدونه وکړي.

د یو عراقي چارواکي په وینا چې په عراق او ګاونډیو هېوادونو کې د داعش فعالیتونه څاري، د داعش دوه لوړ پوړي مشران چې په دسمبر کې په ترکیه کې نیول شوي او بغداد ته سپارل شوي عراقي استخباراتو ته یې ویلي چې دوی په ترکیه کې د داعش د دوو تاجک غړو له لارې د مالي لوژستیک ملاتړ لپاره له غفاري سره اړیکه نیولې ده.

د طالبانو یوه استخباراتي چارواکي له رویټرز سره په مرکه کې ادعا کړې چې د داعش ۹۰سلنه کسان اوس پښتانه نه دي.

د داعش یو پخوانی جګپوړی مشر مولوي حبیب الرحمن، چې طالبانو ته تسلیم شوی، د نومبر په میاشت کې المرصادته وویل چې د داعش خراسان دې ډلې د تاجکستان اتباع جذب کړي دي.

د حبیب الرحمن په وینا، تاجک وسلوال په دې باور دي چې د تاجکستان حکومت له «کفارو» جوړ دی او داعش خراسان غواړي چې د دغه هېواد مسلمان خلک وژغوري.

د ملګرو ملتونو یو راپور چې د ۲۰۲۴په جنورۍ کې خپور شو دا څرګندوي چې د داعش خراسان د بهرنیو وسلوالو د استخدامولو او د طالبانو د منحل شويو غړو د استخدام لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي، په ځانګړې توګه په تاجکانو یې تمرکز ډېر دی.

په مسکو کې د داعش خراسان له خوا تر ټولو خونړی برید چې نږدې ۱۴۰ تنه یې ووژل.
100%
په مسکو کې د داعش خراسان له خوا تر ټولو خونړی برید چې نږدې ۱۴۰ تنه یې ووژل.

له افغانستان څخه بهر د داعش عملیات

د مسکو له برید یوه ورځ مخکې د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د ولسي جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته ویلي و چې په افغانستان کې د داعش خراسان د ځپلو لپاره د طالبانو هڅې کافي نه دي.

د منځني ختیځ او افریقا لپاره د امریکا د مرکزي قوماندې یا سنتکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا وايي، طالبانو د داعش یو شمېر جګپوړي مشران په نښه کړي، خو دوی دا وړتیا او اراده نه لري چې په دې برخه کې فشار ته دوام ورکړي.

هغه وویل دې کار داعش خراسان ته دا فرصت ورکړی چې خپلې شبکې بیا جوړې کړي.

جنرال کوریلا روانه میاشت د مشرانو جرګې د کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل: "داعش خراسان له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې له افغانستان څخه بهر د امریکا او لویدیځو ګټو پر وړاندې له کوم خبرداری پرته خپل توان او اراده ساتلې ده."

په کابل کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د داعش خراسان ډله د طالبانو له خوا ځپل شوې اوډېره کمزورې شوې او کله نا کله پر ملکي وګړو بریدونه کوي.

هغه په ​​افغانستان کې د داعش شتون رد کړ، خو ویې ویل، د اوسیدو ځای یې نا معلومه دی.

ملګرو ملتونو د جنورۍ په میاشت کې، په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې کموالی شاید د دې ډلې د مشر په ستراتیژۍ کې بدلون او همدارنګه د طالبانو له خوا د ترهګرۍ ضد هڅې وي.

د تېر کال په جولای او ډسمبر میاشت کې چارواکو په یو شمېر اروپایی هېوادونو کې د تروریستي بریدونو د پلانولو په تور ګڼ شمېر کسان د داعش خراسان ډلې د غړیتوب په تور ونیول.

د تروریزم سره د مبارزې د ملي مرکز رییس کریستین ابیزید د نومبر په میاشت کې د ولسي جرګې یوې کمیټې ته وویل چې داعش خراسان تر اوسه په اروپا کې د بریدونو لپاره "بې تجربه اجنټان" کاروي.