• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې سبا (د زمري ۲مه) په ۱۷ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، لوګر، کابل، میدان وردګ، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۰ تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه کاږي، په مرکزي، ختیځو، سویل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو برخو کې یې د چټکوالي کچه په یوه ساعت کې (له ۵۰ تر ۹۰ کیلو مټرو) اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په نورستان کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اعلان کړی، چې د نورستان د وروستیو سېلابونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي او یوشمېر نور لاهم تري تم دي. سټیفان دوجاریک زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

•
•
•

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی
۱

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۲
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۳

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۴

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

نور کیسې

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۵ GMT+۱
100%

په نیمروز کې د طالبانو د امینې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي، چې په دغه ولایت کې یې په تېره یوه میاشت کې د انساني قاچاق پر وړاندې عملیاتو کې ۹۴۰ کسان نیولي دي. نوموړي زیاته کړې، نیول شویو کسانو غوښتل په قاچاقي توګه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د هغه په وینا؛ دغه عملیات په تېره یوه میاشت کې د نیمروز د درېیمې حوزې اړوند د سردښت او نلکي پوستو په سیمو کې ترسره شوي. نوموړي ویلي، په دغه عملیاتو کې له یادو مساپرو سره ۳۴ عرادې بېلابېل (ټویټا او کرولا) موټرې هم نیول شوي چې دغه کسان یې په قاچاقي ډول په‌کې لېږدول.

د همدې اونۍ په پیل کې په نیمروز ولایت کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې له نږدې یوې اونۍ راهیسې د دغه ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې په څلورو موټرونو کې سپاره ۶۵ افغان مساپر لادرکه شوي دي. د سرچینو په وینا؛ پر دغه لاره افغان ځوانان ایران او پاکستان ته په قاچاقي ډول سفر کوي.

په نیمروز کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې دوه اونۍ وړاندې ایران ته تلونکي ۵ مساپر د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي وو او جسدونه یې موندل شوي دي.

طالبانو زیاته کړې، دغه مساپرو د نیمروز ولایت له مرکز زرنج نه د چهاربرجک ولسوالۍ په لور حرکت کړی و او غوښتل یې چې په قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي؛ خو په یاده ولسوالۍ کې تر ریګونو لاندې شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې طالبانو له ایران سره په سرحدي ولایتونو کې په قاچاقي لارو د تلونکو افغان مساپرو او قاچاقي توکو د نیولو ګڼ راپورونه ور کړي دي. دوه کاله وړاندې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د انساني قاچاق په اړه په یوه شپږ ماده‌ییز فرمان کې خپلو امنیتي او کشفي ادارو ته امر کړی و، چې انساني قاچاق کوونکي تعقیب او ونیسي.

د راپورونو له مخې؛ بې‌کاري، امنیتي ستونزي او بندیزونه هغه لاملونه دي چې اوس هم هره ورځ لسګونه افغانان په ناقانونه لارو له افغانستان نه وځي؛ خو پر دې سربېره د ایران او طالبانو ترمنځ سرحدي همکارۍ هم د یادو پېښو یو لامل ګڼل کېږي.

ایراني چارواکي وایي له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا هوډ لري

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۹ GMT+۱
100%

د ایران د کرمان د سوداګرۍ خونې مشر ویلي: «موږ هوډ لرو چې د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو ترمنځ یو پُل جوړ کړو». مهدي طبیب‌زاده ټینګار وکړ، چې کرمان د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د دواړه هېوادونو د سوداګرۍ له مهمو مرکزونو څخه یو شي.

دغه غونډه د کرمان د بازار پراختیا د لسمې دورې د پروګرام په چوکاټ کې د «کرمان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا» تر عنوان لاندې جوړه شوې ده. د یادې غونډې موخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو معرفي کول او د همکارۍ د هوکړه‌لیکونو لاسلیکول دي.

طبیب‌زاده د سې‌شنبې په ورځ په دغه غونډه کې ویلي: «د افغانستان د سوداګریزو فرصتونو څېړنه او پېژندنه لګښت نه؛ بلکې پانګونه ګڼو ځکه دغه کار د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ګټه رسوي». هغه زیاته کړه: «له همدې امله موږ هوډ لرو، چې د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو ترمنځ یو پُل جوړ کړو».

هغه وویل، کرمان د ایران په ختیځ کې د خپل جغرافیایي موقعیت او ازاده اوبو ته د نږدېوالي له امله دا وړتیا لري چې د افغانستان د توکو د بسته‌بندۍ، برنډ جوړونې او بیا صادراتو لپاره په یوه مهم لوژستیکي مرکز بدل شي.

د کرمان د سوداګرۍ خونې مشر همدارنګه د دغه ولایت صنعتي ظرفیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې کرمان د ودانیزو توکو، فولادو، خوراکي صنایعو، کرنې، ماشین‌الاتو او لمریزې انرژۍ په برخو کې پراخ امکانات لري.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بازار چې له ۴۲ مېلیونو ډېر نفوس لري د کرمان د اقتصادي فعالانو لپاره یو مهم او ارزښتناک بازار کېدای شي. هغه دا هم وویل، چې له افغانستان نه کرمان ته د توکو ترانزیټ کولای شي د لېږد رالېږد لګښتونه له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې راکم کړي.
د نوموړي په خبره؛ سره له دې چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت له ۱۰ مېلیارد ډالرو څخه زیات اټکل شوی، خو د کرمان ولایت ونډه تراوسه تر ۵۰ مېلیون ډالرو نه‌ده اوښتې.

دغه ایراني چارواکي هیله څرګنده کړه، چې د کرمان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو او راکړې ورکړې په پراختیا سره به د افغانستان له بازار سره د کرمان د سوداګرۍ ونډه ۳ مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.

په همدې حال کې د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمال‌الدین توحید اختریان افغانستان یو مخ پر ودې بازار وباله، چې د پانګونې ګڼ فرصتونه لري. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې او تګ‌راتګ د اسانتیا غوښتنه هم وکړه.

نوموړي همداراز د تخنیکي پوهې د لېږد او د کانونو، کرنې، انرژۍ او بنسټیزو پروژو په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ. د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت هم وویل، چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د کرمان او افغانستان ترمنځ اقتصادي تعاملات تر شپږ برابره زیاتېدای شي. هغه له اقتصادي فعالانو وغوښتل، چې د افغانستان په بازار کې مستقیم حضور ته لومړیتوب ورکړي.

وروسته د ایران د سوداګرۍ خونې سرمنشي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د ټیټې کچې په اړه نیوکه وکړه او دا یې «ناورین» وباله. هغه د ګډې اقتصادي ژبې د رامنځته کولو او د ګډو پانګونو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې ایراني او طالب چارواکو د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د کرمان څانګې د جوړېدو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ او د یادې څانګې دفتر یې په رسمي ډول پرانیست.

فضل محمود فضلي: پاکستان تل د افغانانو په وژلو او د هېواد په ویجاړۍ کې ونډه لرلې ده

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي په کابل کې د روږدو کسانو د درملني پر مرکز د پاکستان د برید په اړه د بښنې نړۍوال سامازمان له څېړنې هرکلی کړی. نوموړي زیاته کړې: «ښایي پاکستاني چارواکي او رسنۍ دغه راپور رد کړي؛ خو په انکار سره تاریخ نه شي بدلېدای».

فضلي زیاته کړې، د هرې هغې هڅې هرکلی کوي چې د افغانانو د کړاو د ثبت او مستندولو لپاره ترسره کېږي. د هغه په خبره؛ د افغانستان تاریخي حافظه یوازې په نړۍوالو راپورونو پورې نه‌ده تړلې.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې پاکستان د افغانانو په وژلو او د هېواد په ویجاړۍ کې ونډه لرلې: «د افغانانو له نظره د ۱۹۷۴کال راهیسې د پاکستان مستقیمو او نیابتي سیاستونو د څه باندې یو مېلیون افغانانو په وژل کېدو او زموږ د هېواد په ویجاړېدو کې ونډه لرلې ده».

نوموړي د عدالت د ټینګښت لپاره حساب ورکول مهم ګڼلي او ویلي یې دي: «عدالت به د تبلیغاتو او یا انکار له لارې نه راځي؛ بلکې هغه مهال به ټینګ شي چې یو پیاوړی، متحد او خپلواک افغان ملت د حقیقت ساتنه وکړي او د دغه چارو مسوول کسان حساب ورکولو ته راوکاږل شي».

د بښنې نړۍوال سازمان په خپل نوي څېړنیز راپور کې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴کال (د کب په ۲۶مه) د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر «امید» مرکز د پاکستان د پوځ خونړي هوايي بریدونه باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

د طالبانو مداخلې او لاس‌وهنې؛ اوچا وایي تېره میاشت د دوی ۱۰ کارکوونکي نیول شوي دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۰ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د جون په میاشت کې په مرستندویه پروګرامونو کې د طالبانو مداخلې، لاسوهنې، د مرستندویه ادارو د کارکوونکو نیول او د بشري مرستو پر فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه د پام وړ زیات شوي دي.

د اوچا په وینا؛ د مرستو بهیر اړوند پېښو شمېر د مئ میاشتې پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د جون په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د ادارو ۱۰ کارکوونکي نیول شوي او د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې د مستقیم ګواښ یوه پېښه هم ثبت شوې ده.

اوچا وایي، په ټول افغانستان کې یې د بشري مرستو له بهیر سره تړلې ۶۰ پېښې ثبت کړې دي چې د مئ میاشتې پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د مرستندویه عملیاتو پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو څرګندونه کوي.

د راپور له مخې؛ د دغه پېښو ډېره برخه د بشري مرستو په فعالیتونو کې د طالبانو د لاسوهنې اړوند ده. له هغې وروسته د مرستندویه کارکوونکو او شتمنیو پر وړاندې تاوتریخوالی او د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه د پېښو په دویمه درجه کې راغلي دي.

اوچا ټینګار کړی، چې د دغه پېښو ډېره برخه د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې ثبت شوې او له هغې وروسته سویلي ولایتونه د پېښو له پلوه دویم ځای لري. د دغه وضعیت له امله ۲۱ مرستندویه فعالیتونه ځنډول شوي او زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.

د ثبت شویو لاسوهنو او محدودیتونو جزییات

د اوچا د جون میاشتې د راپور له مخې؛ د مرستندویه پروګرامونو په چارو کې د ۲۲ لاسوهنو، د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د ۱۳ محدودیتونو، ښځو ته د بشري مرستو د خدمتونو لاسرسي د مخنیوي ۴ پېښې، د ګومارنې په بهیر کې د ۳ لاسوهنو او د حجاب د مقرراتو د پلي کولو یوه پېښه ثبت شوې ده.

اوچا دا هم ویلي، چې په ځینو سیمو کې د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو نوي محدودیتونه هم لګول شوي دي. د اوچا په وینا؛ دغه محدودیتونو د مرستندویه فعالیتونو د څار، راپور ورکولو او اړیکو پر بهیر منفي اغېز کړی او د بشري مرستو د سازمانونو عملیاتي وړتیا یې راکمه کړې ده.

اوچا خبرداری ورکړی، چې دغه محدودیتونو د بشري مرستو پر وخت رسول له ستونزو سره مخ کړي، د مرستندویه پروګرامونو څار کم شوی او زیانمنو سیمو ته د لاسرسي بهیر لا ډېر ستونزمن شوی دی.

اوچا ټینګار کړی، چې د دغه وضعیت دوام کولای شي د مرستندویه کارکوونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي او مېلیونونه اړمن کسان له حیاتي بشري خدماتونو بې‌برخې یا د هغوی لاسرسی ورته له جدي خنډ سره مخ کړي.

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران په اړه زموږ تګلاره د افغانستان له احمقانه جګړې سره توپیر لري

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱
100%

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت وایي، واشنګټن نه غواړي د ایران جګړه د پخوا په څېر د «افغانستان او عراق د احمقانه جګړو» په بڼه پر مخ یوسي. هېګسېت وویل، تراوسه په ایران کې جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی.

د نوموړي‌ په خبره؛ د پوځي عملیاتو د دوام لپاره به ۷۰ مېلیارد ډالره نورې اضافي بودجې ته هم اړتیا وي. د امریکا د جګړې وزیر دغه څرګندونې هغو نیوکو ته په ځواب کې وکړې، چې ګواکې امریکا ښايي د افغانستان او عراق د جګړو په څېر یوې اوږدمهاله جګړې ته ننوځي.

هغه وویل، د امریکا موخه له دې جګړې څخه په ایران کې د ټولنې جوړول یا د نظام بدلول نه‌دي؛ بلکې تمرکز یې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو پر مخنیوي دی. ښاغلي هېګسېت وویل: «زموږ نسل ولیدل، چې دواړه ګوندونو هڅه وکړه په افغانستان او عراق کې دغه ټولنې د امریکايي بېلګې له مخې ورغوي او بدلې کړي؛ خو دغه کار د زرګونه کسانو د ژوند په بیه ډېر دروند تاوان درلود».

د امریکا د جګړې وزیر زیاته کړه، چې په عراق او افغانستان کې زرګونه نارینه او ښځې ووژل شوې او د قربانیانو شمېر لسګونه زرو ته ورسېد. پیټ هېګسېت وویل: «ولسمشر ټرمپ ویلي و، چې موږ به بیا هېڅکله داسې احمقانه جګړو ته داخل نه‌شو او تراوسه یې هم همداسې کړي دي».

هغه ټینګار وکړ، چې واشنګټن د ایراني ټولنې د بیا جوړولو هڅه نه‌کوي؛ بلکې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هیڅکله د اټومي وسلې جوړولو لاره ونه مومي. ښاغلي هېګسېت په غونډه کې د خپلو خبرو پر دوام وویل، تراوسه د ایران جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی او حکومت له کانګرس نه د پوځي عملیاتو د دوام او د پوځ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د شاوخوا ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د جګړې وزیر دغه مالي غوښتنه د پنټاګون د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه وبلله او ویې ویل، که دغه مالي سرچینې برابرې نه‌شي د امریکا پوځ به د تجهیزاتو او پوځي عملیاتو په برخه کې له جدي کمښت سره مخ شي.

هغه زیاته کړه، چې دغه بودجه د ډونالډ ټرمپ د ۱.۵ ټرېلیون ډالرو د دفاعي بودجې له وړاندیز سره یوځای د امریکا د پوځ لپاره یوه اوږدمهاله پانګونه ګڼل کېږي.
د ډیموکراټ ګوند سناتوره او د سنا د بودجې د تخصیص کمېټې مخکښې غړې پیټي موري وویل، چې د ایران جګړه «یو ځل بیا له کنټروله د وتلو په حال کې ده». هغې وپوښتل په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي و، هوکړه نږدې ده او جګړه به ژر پای ته ورسېږي اوس ولې حکومت د ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کوي؟
د جمهوري غوښتونکو د بودجې د وړاندیز ډېره برخه د جګړې اړوندو لګښتونو ته ځانګړې شوې او ټاکل شوې، چې د «بودجوي مصالحې» په نوم د یوه ځانګړي بهیر له لارې تصویب شي. جمهوري غوښتونکو پخوا د ډونالډ ټرمپ د مالیې کمولو او ځینې دفاعي لګښتونو د تصویب لپاره ورته پروسه کارولې ده.

ځینو محافظه کاره جمهوري غوښتونکو هم غوښتنه کړې، چې د جګړې نوي لګښتونه دې د حکومت په نورو برخو کې د کمښت له لارې جبران شي.