دغه غونډه د کرمان د بازار پراختیا د لسمې دورې د پروګرام په چوکاټ کې د «کرمان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا» تر عنوان لاندې جوړه شوې ده. د یادې غونډې موخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو معرفي کول او د همکارۍ د هوکړهلیکونو لاسلیکول دي.
طبیبزاده د سېشنبې په ورځ په دغه غونډه کې ویلي: «د افغانستان د سوداګریزو فرصتونو څېړنه او پېژندنه لګښت نه؛ بلکې پانګونه ګڼو ځکه دغه کار د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ګټه رسوي». هغه زیاته کړه: «له همدې امله موږ هوډ لرو، چې د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو ترمنځ یو پُل جوړ کړو».
هغه وویل، کرمان د ایران په ختیځ کې د خپل جغرافیایي موقعیت او ازاده اوبو ته د نږدېوالي له امله دا وړتیا لري چې د افغانستان د توکو د بستهبندۍ، برنډ جوړونې او بیا صادراتو لپاره په یوه مهم لوژستیکي مرکز بدل شي.
د کرمان د سوداګرۍ خونې مشر همدارنګه د دغه ولایت صنعتي ظرفیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې کرمان د ودانیزو توکو، فولادو، خوراکي صنایعو، کرنې، ماشینالاتو او لمریزې انرژۍ په برخو کې پراخ امکانات لري.
هغه زیاته کړه، د افغانستان بازار چې له ۴۲ مېلیونو ډېر نفوس لري د کرمان د اقتصادي فعالانو لپاره یو مهم او ارزښتناک بازار کېدای شي. هغه دا هم وویل، چې له افغانستان نه کرمان ته د توکو ترانزیټ کولای شي د لېږد رالېږد لګښتونه له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې راکم کړي.
د نوموړي په خبره؛ سره له دې چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت له ۱۰ مېلیارد ډالرو څخه زیات اټکل شوی، خو د کرمان ولایت ونډه تراوسه تر ۵۰ مېلیون ډالرو نهده اوښتې.
دغه ایراني چارواکي هیله څرګنده کړه، چې د کرمان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو او راکړې ورکړې په پراختیا سره به د افغانستان له بازار سره د کرمان د سوداګرۍ ونډه ۳ مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.
په همدې حال کې د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمالالدین توحید اختریان افغانستان یو مخ پر ودې بازار وباله، چې د پانګونې ګڼ فرصتونه لري. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې او تګراتګ د اسانتیا غوښتنه هم وکړه.
نوموړي همداراز د تخنیکي پوهې د لېږد او د کانونو، کرنې، انرژۍ او بنسټیزو پروژو په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ. د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت هم وویل، چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د کرمان او افغانستان ترمنځ اقتصادي تعاملات تر شپږ برابره زیاتېدای شي. هغه له اقتصادي فعالانو وغوښتل، چې د افغانستان په بازار کې مستقیم حضور ته لومړیتوب ورکړي.
وروسته د ایران د سوداګرۍ خونې سرمنشي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د ټیټې کچې په اړه نیوکه وکړه او دا یې «ناورین» وباله. هغه د ګډې اقتصادي ژبې د رامنځته کولو او د ګډو پانګونو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې ایراني او طالب چارواکو د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د کرمان څانګې د جوړېدو هوکړهلیک لاسلیک کړ او د یادې څانګې دفتر یې په رسمي ډول پرانیست.