• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو د ایران پوځي وړتیاوې تر هغه ډېرې کمزورې کړې چې د ده په وینا، «هیچا یې تصور نه شو کولای». هغه خبرداری ورکړی چې تهران باید یا خبرو ته کښېني او یا به له «جګړې وزارت» سره مخ شي.

ټرمپ دغه څرګندونې د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره د لیدنې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، امریکا د ایران پوځي توان «په جدي او پراخه کچه» کمزوری کړی دی.

هغه زیاته کړه، ایران وتوانېد چې ځینې تجهیزات د اردن له لارې ولېږدوي، خو که هلته نور عملیاتي ځواکونه موجود وای، ښايي دا کار ممکن نه وای. د هغه په وینا، امریکا د نړۍ تر ټولو پرمختللي پوځي تجهیزات لري او «نږدې هر څه یې درولي دي».

ټرمپ همدارنګه وویل: «ایران کولای شي خبرې وکړي، که نه نو باید د جګړې وزارت سره مخ شي».

د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې پر ایران بشپړه محاصره لګېدلې او هېڅوک نه شي کولای له هغې تېر شي. د هغه په ټکو، «دا محاصره د فولادي دېوال په څېر ده».

ټرمپ د حزب‌الله سره د احتمالي خبرو په اړه هم وویل، له هر اړخ سره خبرو ته چمتو دی، حتی له هغو ډلو سره چې د ده په وینا، ډېر کسان باور لري چې باید ورسره خبرې ونه شي.

هغه زیاته کړه، که د لبنان ولسمشر ترې غوښتي وای چې له حزب‌الله سره خبرې وکړي، نو دا کار به یې کړی وای، ځکه د ده په وینا، د لبنان ولسمشر له اوږدې مودې راهیسې د حزب‌الله له موضوع سره مخامخ دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

برېټانیا د نورستان سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي وښوده او د ژغورونکو اقدامات یې وستایل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي په نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله چې د ګڼو خلکو د مړینې او لادرکه کېدو لامل شوي، هغه د بېړنیو مرستندویه ډلو د هڅو ستاینه کړې چې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پر مخ وړي.

ښاغلي لیندسي په ایمس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د اوښتو درنو ځاني او مالي زیانونو راپورونو سخت خواشینی کړی دی.

د برېټانیا ځانګړي استازي د دغې پېښې له قربانیانو سره د خپل هېواد پر همدردۍ ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې په دې سختو شرایطو کې د زیانمنو شویو کورنیو تر څنګ ولاړ دي. دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې لا هم د ژغورنې او مرستې رسونې عملیات په سختو شرایطو کې دوام لري.

په نورستان کې دغو ناڅاپي سېلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي او د سیمې د اوسېدونکو ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې یې هم ویجاړې کړې دي. د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې په بند پاتې شویو سیمو کې له خلکو سره مرستې وکړي او لادرکه شوي کسان ومومي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د چنګاښ په ۳۰مه اعلان وکړ چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی دی. د دغې ادارې د ویاند د مرستیال په وینا، تر اوسه د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي، تر ۱۰۰ ډېر کسان لادرکه دي او ۸۰ نور ټپیان دي. بل خوا، اروپايي ټولنې او په کابل کې د اسلامي جمهوریت

افغانان او کډوالي؛ ترکیې د بلغاریا پولې ته نږدې ۳۴ افغان کډوال نیولي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۱
100%

ترکي چارواکو ویلي چې ۳۴ افغان کډوال یې د بلغاریا پولې ته نږدې د کرکلارلي ولایت په سیمه کې نیولي دي. د چارواکو په وینا، دغه کډوال په یوه باروړونکي موټر کې پټ شوي وو او غوښتل یې چې په ناقانونه توګه د ترکیې له پولې تېر شي.

د ترکیې د چارواکو د معلوماتو له مخې، نیول شوي افغان کډوال د کرکلارلي ښار د جبري ستنولو مرکز ته لېږدول شوي دي، څو د قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته پرې لازم اقدامات وشي.

چارواکو همدارنګه د موټر چلوونکی او یو بهرنی وګړی د کډوالو د قاچاق په تور نیولي او ویلي یې دي چې د دوسیو د څېړنې لپاره یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

ترکیې په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول اروپا ته د تلونکو لارو په اوږدو کې، د خپلو پولو امنیتي تدابیر سخت کړي او د ناقانونه کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره یې پراخ عملیات ترسره کړي دي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې تر دې وړاندې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۹زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیول شوي دي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو ناقانونه کډوالو تر ټولو لویه ډله جوړوي.

د ترکیې د اپوزیسیون مشر اوزګور اوزل د نوي ګوند د جوړېدو اعلان کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۱
100%

د ترکیې د اپوزیسیون مشر اوزګور اوزل اعلان کړی چې له خپلې دندې به استعفا ورکړي او نوی سیاسي ګوند به جوړ کړي. شنونکي وایي، دا اقدام ښايي د ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالف اپوزیسیون ووېشي او د ۲۰۲۸ کال ټاکنو لپاره د اردوغان سیاسي دریځ نور هم پیاوړی کړي.

د رویټرز د راپور له مخې تمه کېږي چې نوی ګوند به د جمهوري غوښتونکي ولسي ګوند (CHP) له رایه ورکوونکو او پارلماني غړو څخه د وتلو لړۍ چټکه کړي.

دغه ګوند څه باندې یوه پېړۍ وړاندې د عصري ترکیې بنسټګر مصطفی کمال اتاترک جوړ کړی و.

اوزګور اوزل چې لا یې خپل نوي ګوند ته نوم نه دی ټاکلی، د مې میاشتې د یوې جنجالي محکمې د پرېکړې له مخې د جمهوري غوښتونکي ولسي ګوند له مشرۍ لرې شوی و.

محکمې د ۲۰۲۳ کال د ګوندي کانګرس پایلې لغوه کوې او د ګوند پخوانی مشر کمال کلیچداراوغلو یې بېرته د مشر په توګه وټاکه.

اوزل د ترکیې په پارلمان په وینا کې وویل، د ده او د ټیم استعفا د سیاسي فشارونو پر وړاندې تسلیمېدل نه دي، بلکې د ولسمشر اردوغان پر وړاندې د سیاسي مبارزې د نوي پړاو پیل دی.

د امریکا له بریدونو وروسته ایراني ځواکونو بحرین او کویټ په نښه کړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱
100%

ایران د سې شنبې په ورځ په بحرین، کویت او اردن کې پر امریکايي پوځي اهدافو د بریدونو اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دغه بریدونه یې د ایران په سوېل او لوېدیځ کې د امریکا تر بریدونو وروسته کړي دي.

امریکايي ځواکونو د ایران د پوځي قوماندې مرکزونه، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو اډې، سمندري تاسیسات او د هوايي دفاع سیستمونه بمبار کړل. امریکا ویلي، دغه بریدونه د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې شوي چې شمېر یې ۱۷ تنو ته رسېدلی دی.

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا اړوند تاسیسات، د شیخ عیسی هوايي اډې د امریکايي پوځیانو استوګنځي او د امازون شرکت پورې تړلې زیربناوې په نښه کړې دي.

ایران همدارنګه ویلي، په کویت کې یې پر درېیو امریکايي پوځي اډو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي او په اردن کې یې هم یو امریکايي پوځي هدف ویشتی دی.

خو رویټرز ویلي، د ایران دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

امریکايي پوځ، بحرین او امازون تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او اردن ویلي، ځواکونو یې پنځه ایراني بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د راپور له مخې، په همدې ورځ د هرمز تنګي کې یوه نفت وړونکې بېړۍ هم د نامعلوم توغندي له لګېدو وروسته زیانمنه شوې او عمله یې د بېړۍ پرېښودو ته اړه شوې ده.

سپاه پاسداران بیا ویلي، دوو نورو نفت وړونکو بېړیو هم د چاودنو له امله اور اخیستی دی.

ټرمپ په روانه اونۍ کې پر لسګونو هېوادونو نوې سوداګریزې تعرفې لګوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د نړۍ پر لسګونو هېوادونو نوې سوداګریزې تعرفې ولګوي. فایننشل ټایمز راپور ورکړی چې دا پرېکړه ښايي په روانه اونۍ کې اعلان شي. د امریکا دغه پرېکړه د مخکینیو لس سلنه موقتي تعرفو د پای ته رسېدو په درشل کې ده.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، تمه کېږي چې نوې لګول کېدونکې تعرفې به هم د اوسنیو لس سلنه تعرفو په کچه وي.

په ورته وخت کې د ډونالډ ټرمپ اداره پر نورو څېړنو او ارزونو هم کار کوي څو داسې قانوني واک ترلاسه کړي چې له مخې یې پر وارداتي توکو لا لوړې تعرفې وړاندیز کړي.

روېټرز خبري اژانس ویلي، چې دوی سملاسي نه دي توانېدلي د فایننشل ټایمز دغه راپور په خپلواکه توګه تایید کړي.