• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ثناالله غفاري څنګه داعش - خراسان د اسلامي دولت په یوه تر ټولو وېروونکې څانګې بدله کړه؟

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۸ GMT+۰

د داعش خراسان ۲۹ کلن مشر ثناالله غفاري، دغه ډله د داعش په یوه تر ټولو وېروونکې ځانګه بدله کړه. د ۲۰۲۱ میلادي کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې د غفاري په اړه لږ معلومات موجود و. په هغه برید کې ۱۷۰ملکي افغانان او ۱۳امریکايي پوځیان ووژل شول.

خو د داعش خراسان بحث وروسته له هغې نور هم تود شو چې د جمعې په ورځ مسکو ته څېرمه د کنسرت په یوه لوی تالار کې وژونکې ډزې وشوې چې لږ تر لږه ۱۳۹تنه پکې ووژل شول.

د امریکا استخباراتي سرچینو تایید کړې چې د دغه برید مسوول د داعش خراسان څانګه ده.

که څه هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو برید د اسلامپالو کار بللی، خو ویلي یې دي چې غواړي پوه شي چې د برید امر چا صادرکړی.

هغه په ​​غیر مستقیم ډول اوکراین او د هغه لویدیځ ملاتړي په دې برید کې ښکیل وبلل.

غفاري څوک دی؟

د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ دوو سرچینو رویټرز ته ویلي چې په لومړي ځل د تېر جون په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې غفاري په افغانستان کې وژل شوی دی.

خو وروسته معلومه شوه چې ټپي دی او له پولې پاکستان ته تښتېدلی او ګومان کېږي چې د بلوچستان په سرحدي سیمه کې اوسېږي.

د رویټرز د راپور له مخې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰کې د داعش خراسان مشري په غاړه واخیسته.

سرچینو ویلي، چې د هغه د رهبرۍ پر مهال دغې ډلې ته د استخدام لپاره له درنو بریدونو کار اخستی او غواړي په منځنۍ اسیا کې د پښتنو پر ځای تاجک او ازبکان جذب کړي.

کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شهاب المهاجر په نوم د غفاري د داسې معلوماتو لپاره انعام اعلان کړ چې د هغه د نیولو لامل شي، هغه یې یو تجربه لرونکی پوځي رهبر یاد کړی و چې د کابل په هوایي ډګر کې یې د خراسان په نوم د داعش ځانمرګی برید پلان کړ.

دغه وزارت عصمت الله خالوزی چې په ترکیه کې یې د پیسو د لیږد غیر رسمي شبکه چلوله، د دې ډلې د "نړیوال مالي تسهیلوونکي" په توګه پیژندلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۳کال په جولای میاشت کې وویل چې داعش په افغانستان کې د خپلو کورنیو د غړو په ګډون له څلورو تر شپږ زرو پورې وسلوال لري.

له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د بهرنیو وسلوالو کډوالي

یوه جګپوړي عراقي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، ډېری بهرني وسلوال له عراق او سوریې تښتېدلي او افغانستان او پاکستان ته راغلي چې داعش خراسان سره یوځای شي.

ده وويل چې په چريکي جګړو کې د دغو وسلوالو تخصص هغه پانګه ده چې په افغانستان، ايران او ترکيې کې د بريدونو د ترسره کولو لپاره د دغې ډلې توان زيات کړی دی.

دغه چارواکي ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې په عراق کې د داعش د لسګونو جګپوړو وسلوالو د نیول کېدو د معلوماتو پر بنسټ، داعش د جهادي وسلوالو د یوې سیمه ییزې شبکې په جوړولو کار کوي چې له افغانستانه بهر بریدونه وکړي.

د یو عراقي چارواکي په وینا چې په عراق او ګاونډیو هېوادونو کې د داعش فعالیتونه څاري، د داعش دوه لوړ پوړي مشران چې په دسمبر کې په ترکیه کې نیول شوي او بغداد ته سپارل شوي عراقي استخباراتو ته یې ویلي چې دوی په ترکیه کې د داعش د دوو تاجک غړو له لارې د مالي لوژستیک ملاتړ لپاره له غفاري سره اړیکه نیولې ده.

د طالبانو یوه استخباراتي چارواکي له رویټرز سره په مرکه کې ادعا کړې چې د داعش ۹۰سلنه کسان اوس پښتانه نه دي.

د داعش یو پخوانی جګپوړی مشر مولوي حبیب الرحمن، چې طالبانو ته تسلیم شوی، د نومبر په میاشت کې المرصادته وویل چې د داعش خراسان دې ډلې د تاجکستان اتباع جذب کړي دي.

د حبیب الرحمن په وینا، تاجک وسلوال په دې باور دي چې د تاجکستان حکومت له «کفارو» جوړ دی او داعش خراسان غواړي چې د دغه هېواد مسلمان خلک وژغوري.

د ملګرو ملتونو یو راپور چې د ۲۰۲۴په جنورۍ کې خپور شو دا څرګندوي چې د داعش خراسان د بهرنیو وسلوالو د استخدامولو او د طالبانو د منحل شويو غړو د استخدام لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي، په ځانګړې توګه په تاجکانو یې تمرکز ډېر دی.

په مسکو کې د داعش خراسان له خوا تر ټولو خونړی برید چې نږدې ۱۴۰ تنه یې ووژل.
100%
په مسکو کې د داعش خراسان له خوا تر ټولو خونړی برید چې نږدې ۱۴۰ تنه یې ووژل.

له افغانستان څخه بهر د داعش عملیات

د مسکو له برید یوه ورځ مخکې د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د ولسي جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته ویلي و چې په افغانستان کې د داعش خراسان د ځپلو لپاره د طالبانو هڅې کافي نه دي.

د منځني ختیځ او افریقا لپاره د امریکا د مرکزي قوماندې یا سنتکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا وايي، طالبانو د داعش یو شمېر جګپوړي مشران په نښه کړي، خو دوی دا وړتیا او اراده نه لري چې په دې برخه کې فشار ته دوام ورکړي.

هغه وویل دې کار داعش خراسان ته دا فرصت ورکړی چې خپلې شبکې بیا جوړې کړي.

جنرال کوریلا روانه میاشت د مشرانو جرګې د کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل: "داعش خراسان له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې له افغانستان څخه بهر د امریکا او لویدیځو ګټو پر وړاندې له کوم خبرداری پرته خپل توان او اراده ساتلې ده."

په کابل کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د داعش خراسان ډله د طالبانو له خوا ځپل شوې اوډېره کمزورې شوې او کله نا کله پر ملکي وګړو بریدونه کوي.

هغه په ​​افغانستان کې د داعش شتون رد کړ، خو ویې ویل، د اوسیدو ځای یې نا معلومه دی.

ملګرو ملتونو د جنورۍ په میاشت کې، په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې کموالی شاید د دې ډلې د مشر په ستراتیژۍ کې بدلون او همدارنګه د طالبانو له خوا د ترهګرۍ ضد هڅې وي.

د تېر کال په جولای او ډسمبر میاشت کې چارواکو په یو شمېر اروپایی هېوادونو کې د تروریستي بریدونو د پلانولو په تور ګڼ شمېر کسان د داعش خراسان ډلې د غړیتوب په تور ونیول.

د تروریزم سره د مبارزې د ملي مرکز رییس کریستین ابیزید د نومبر په میاشت کې د ولسي جرګې یوې کمیټې ته وویل چې داعش خراسان تر اوسه په اروپا کې د بریدونو لپاره "بې تجربه اجنټان" کاروي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ګلوب انډ مېل: پر افغانستان د طالبانو واک د داعش بیا ژوندي کېدو ته لاره هواره کړه

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

ګلوب انډ مېل ورځپاڼې په یوه مقاله کې په سیمه کې د داعش خراسان څانګې د بریدونو پراخېدو ته په اشارې لیکلي دي، چې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمني د داعش د بیا ژوندي کیدو لامل شوې ده.

د شمېرو له مخې دغې ډلې له تېر کال راهیسې د سیمې په هېوادونو کې تر ۱۹۰ ډېر بریدونه کړي دي.

ګلوب انډ مېل ورځپاڼې پرون په یوه مقاله کې ویلي، چې په سیمه کې د داعش خراسان څانګې د بریدونو زياتېدل په افغانستان کې د طالبانو د واک او د ترهګرو ډلو لپاره د فعالیتونو د زمینې برابرول دي.

په مسکو کې د داعش خراسان څانګې وژونکی برید چې ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول، د دغې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو په اړه نړیوال غبرګونونه او اندېښنې را پارولې.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې په افغانستان کې د داعش حضور د سیمې لپاره «لوی ګواښ» بللی و.

د ټولیز امنیتي تړونون سازمان د ګډو ځواکونو مشر اندري رسردیوکوف هم خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په شمال کې د ترهګرو په اډو کې د داعش د حضور زیاتوالی د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره اصلي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې له دې مخکې د سیمې په لویو ښارونو کې ۱۹۰ بریدونه یاد کړي وو چې له تېر کال راهیسې د داعش خراسان څانګې کړي دي.

ګلوب انډ میل په دې مقاله کې لیکلي، چې طالبانو له یوې خوا ښځې له خپلو اساسي او لومړنيو حقونو بې برخې کړې او له بلې خوا یې د داعش د بیا را ژوندي کېدو لپاره زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، اټکل کېږي، چې په افغانستان کې له ۴ زر څخه تر ۶ زره پوري د داعش خراسان غړي وي.

د دې ورځپاڼې د ليکنې له مخي، په افغانستان کې د داعش د ځپلو له ادعا سره سره طالبانو د دغې ډلې په بيا راژوندي کولو کې مستقیمه مرسته کړې ده.

دا ځکه، چې د طالبانو واکمنېدو سره «زرګونه» داعش وسله وال د افغانستان له زندانونو خوشي شول او د ۲۰۲۱د اګسټ په مياشت کې د کابل په هوایی ډګر د برید په ګډون يې ډیری لوی نور بریدونه ترسره کړل.

په افغانستان کې د داعش د ترهګريزو فعالیتونو تنظیم، د وسله والو تحرک او د طالبانو په ګډون د داعش په لیکو کې د نویو کسانو ګمارل نور هغه څه دي، چې د ګلوب انډ میل ورځپاڼې ورته اشاره کړې ده.

د دغې ورځپاڼې د ليکنې له مخي، له ځینو ترهګرو ډلو لکه القاعدې او پاکستاني طالبانو سره د طالبانو ایډیالوژیکه خواخوږي ښيي چې دغه ډله په سیمه کې د داعش په ګډون د نورو وسله والو ډلو د موجودیت له امله د رامنځته شویو ګواښونو پر وړاندې د عمل کولو لیوالتیا نه لري.

ګلوب انډ میل لیکي، چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره یو همغږي بین الدولتي چلند ته اړتیا ده.

دې ورځپاڼې ټینګار کړی، چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي، چې په افغانستان کې له ټولو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

سرچينې: د انګورو اډې لار د تذکرې او شناختي کارت لرونکو کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۰

سرچينې وايي، چې پاکستاني ځواکونو د قبايلي سيمې سوېلي وزيرستان او پکتيکا ترمنځ د انګور اډې دروازه، نن تر غرمې وروسته د دواړو لوريو د خلګو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.

دغه لاره له څه باندې پنځو میاشتو تړل کېدو وروسته تېره اونۍ پاکستاني پوځ خپلو بلدو کسانو ته د شناختي کارډ په بدل کې خلاصه کړې وه، خو طالبانو ویل چې که عمومي او د تذکرې خلکو ته نه پرانیستل کېږي، نو ودې تړل شي.

طالبانو پر پاکستاني لوري د خپلې غوښتنې د منلو لپاره په دې لار کې دېوال وهلی و او له تېرو دوو ورځو دا لار یو مخ تړلې وه.

له سیمې سرچينو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ويلي، چې نن ځايي وخت دوه بجې د پاکستان ځواکونو دا لار پرانیسته، په داسې ډول چې د انګور اډې پر دروازه پکتيکا مېشت افغانان په تذکره او د وزيرستان اوسېدونکي په شناختي کارډ تګ راتګ کولی شي

تر اوسه د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري په رسمي ډول د دغي دروازې د خلاصېدو په اړه معلومات نه دي شريک کړي.

تر دې مخکې ځایي سرچینو له سوېلي وزیرستان څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي و چې، پر ډیورنډ کرښه طالبانو د انګور اډې لاره تړلې او په دروازه کې یې دیوال پورته کړی.
د انګور اډې لاره له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او وېزې په جبري کېدو تړلې وه او ټینګار یې دا و، چې د پخوا غوندې خلک پرې په پاکستاني شناختي کارډ او افغان پېژندپاڼې تګ راتګ نه شي کولای.
تر هغه وروسته بیا د سوېلي وزیرستان واڼه او انګور اډې خلکو همدې دروازې ته څېرمه پرلت وهلی او لومړۍ غوښتنه یې دا وه، چې دغه لارې دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ ته پرانیستل شي.
د سرچینو په خبره، چې څو ځله دا لار د موقت وخت لپاره بنده او بيا پرانيستل شي؛ خو د خلګو په خبره د ستونزي د اساسي حل لپاره هيڅ يوه لوري ژمنې ندي کړي.

د پاکستان دفاع وزیر وايي اسلام اباد دې پر ډیورنډ کرښه ټول نړیوال قوانین پلي کړي

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د طالبانو حکومت د اسلام اباد ضد وسلوالو په مخنیوي کې ور سره مرسته نه کوي، ځکه اسلام اباد ته پکار دي چې پر ډیورنډ کرښه ټول نړیوال قوانین پلي کړي. خواجه اصف زیاتوي، په پاکستان کې «د ترهګرۍ پېښو کې له زیاتوالي سره پر ډیورنډ کرښه بنستیز بدلون ته اړتیا ده.»

نوموړي نن خپل اېکس کې لیکلي: «پاک افغان سرحد د نورې نړۍ له دودیز سرحد سره فرق لري، ازادانه چلېږي، خو کابل چې مرسته نه کوي پاکستان ته پکار دي پر دې پوله ټول نړیوال قوانین او روایات عملي کړي.»

د هغه په خبره، په دې کار سره به «د ترهګرو د تګ مخه ونیول شي.»

پاکستان د وسلوالو د مخنیوي په پلمه، له ۲۰۱۷ کال را هیسې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار هم تېر کړ او د نارسمي لارو پر تړلو سربېره یې پر رسمي لارو هم د خلک تګ سخت کړی دی، خو بیا هم په دغه هېواد کې بریدونه کېږي.

د پاکستان حکومت د جمهوریت په وخت کې افغان حکومت د وسلوالو په ملاتړ تورناوه او اوس پر طالبانو ورته تور لګوي.

خواجه اصف نن دا هم ویلی چې پاکستان کې «د ترهګرۍ جرړه په افغانستان کې ده»، خو د دوی له کوشش سره طالبان په دې برخه کې ګام نه پورته کوي.

افغان طالبان تل د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي، اسلام اباد خپلمنځي ستونزې حلولی نه شي او پړه یې پر دوی اچوي.

طالبان: له ایران ۵۳ اېستل شوي ماشومان له خپلو کورنيو سره يو ځای شول

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، له ایران ۵۳ اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. دغه وزارت په خپله خبرپانه کې ويلي، چې دغه ماشومان یې په هرات، فاریاب، غزني، کندز او کاپيسا ولایتونو کې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت نن په خپل اېکس کې ليکلي، چې له دې ۵۳ ماشومانو ۲۷ د هرات، ۲۱ د فاریاب، ۳ د غزني، یو د کندز او یو هم د کاپيسا اوسېدنکی و.

خبرپاڼه زياتوي، چې له ایران دغه ایستل شوي ماشومان د وارچایلډ ادارې په همکارۍ د هرات او نيمروز د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو څخه اړوند ولایتونو ته لېږدول شوي او خپلو کورنيو ته رسېدلي دي.

د طالبانو دغه وزارت خبر ورکړی، چې د ماشومانو په برخه کې مرستندویه ادارو له دې ماشومانو سره د خوراکي، غيري خورکي او پيسو مرسته هم کړې ده.
په هېواد کې د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د وزګارتیا د کچې لوړیدل د دې لامل شوی چې هېوادوال له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۷ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

د طالبانو غورځنګ په ۱۹۹۴ کې د خپل تاسیس نه پس تل له پاکستان سره ډیرې نزدې اړیکې لرلې دي، ځکه چې د پاکستان پوځي استخباراتو د دوی په تشکیل، تمویل او تجهیز کې مهم نقش لوبولی دی.

د طالبانو وړومبی امارت تر ډیره حده دپاکستان پر پشتیبانۍ اتکا لرله او د هغه امارت د سقوط نه وروسته طالبان بیرته پاکستان کې خپلو پټنځیو ته لاړل، له هغه ځای نه یې په افغانستان کې جګړه وکړه او په اګست ۲۰۲۱ کې د طالبانو په بیا واکمنیدو کې هم پاکستان د هغوی اصلی پشتیبان وو.

خو تر بري وروسته ولې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلونوکې د پاکستان او طالبانو تر منځ په ظاهره داسې اختلافات، تنشونه او شخړې را برسیره شولې چې دپاکستان الوتکو د مارچ په اتلسمه نیټه په افغانستان کې په دویم ځل بمبار وکړ او طالبانو هم د توپونو په وسیله د ډیورانډ کرښې نه پورې غاړه څو ځایه په پاکستان ډزې وکړلې ؟

په دې مسله د پوهیدلو لپاره باید په یاد ولرو چې افغانستان کې د تیرو څلویښتو کلو نه زیات وخت جګړو کې بین المللي عواملو اساسي حیثیت درلودلی دی او د داخلي عواملو نقش ثانوي پاته شوی دی، دا ځکه چې د نولسمې عیسوي پیړۍ نه افغانستان وړومبی د بریتانوي امپراتورۍ او د روس د څاري یا تزاري امپراتورۍ تر مینځه په یوه او بل باندې د غلبې تر لاسولو په شخړه کې بند پاته شوی دی او وروسته په شلمه پیړۍ کې د امریکا په مشرۍ د غربي کاپیتالزم او د شوروي سوسیالېزم تر منځه د ټکر ښکار شوی دی.

په دې حوادثو کې یې په جنوب او شرق کې په خپلو پراخو سیمو او نفوسو کنترول له لاسه ور کړی دی او په وار وار د دولتي نظامونود سقوط سره هم مخامخ شوی دی.

د دې وینا مطلب دا نه دی چې په هیواد کې اقتصادي او ټولنیز وروسته پاته والی د پورته ذکر شویو بحرانونو په پیدا کیدو او غټیدو کې اغیز نه درلود، په یقین سره ویلی شو چې په افغانستان کې د تجدد ګرايي او عنعنه ګرايي تر مینځه ورانوونکی کشمکش د افغانستان د داخلي اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي شرایطو زیږنده و، خو بیا د دغه بحران سیمه ییز او بین المللي کیدل د افغانستان د ستراتیجیک جغرافیايي موقیعت محصول دی.

که د افغانستان د تیرو ۴۵ کلونو سیاسي پرمختګونه مونږ د جنوبی اسیا د یوه بل وروسته پاتې هیواد نیپال له پرمختګونو سره مقایسه کړو نو دا خبره به جوته شي چې په دغو څلور نیمو لسیزو کې د نیپال داخلي ګډوډي له افغانستان نه کمه نه وه، خو چون د نیپال ګاونډیانو هند او چین د دغه هیواد په داخلي چارو کې په لاسوهنه کې دلچسپي نه درلوده او نه هم غرب کومه علاقه یا ګټه لرله نو د نیپال مسایل تر داخل پورې محدود پاتې شول.

که څه هم په افغانستان کې د روسي پوځ د اشغال په ضد د افغانانو د ازادۍ مبارزه برحقه او مشروع مبارزه وه، خو په دې جنګونو کې ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران او غربي هیوادونو خپلې اجنداوې لرلې او اوس یې هم لري، نو ځکه افغانستان کې جنګونه مرموز پاتې شوي او پاتې کیږي او اصلي اهداف یې ډیر وروسته ښکاره کیږي، په دې نویو جنګونو کې د پاکستان او ایران واکداران په افغانستان خپله غلبه تامینول غواړي او غرب هم ل روسیې او چین سره د نوي ساړه جنګ په ترڅ کې د هژمونۍ په جګړه کې له افغانستان یو ځل بیا ګټه پورته کول غواړي.

د دوحې د معاملې له لارې د یوې نیابتي ملیشې په توګه د طالبانو په افغانستان کې د پچکاري کیدلو هدف په دې سیمه کې یوه عظیمه بې ثباتي مینځ ته راوستل دي، تر څو چین د کمر بند او د لارې خپله لویه بین المللي پروژه پلې نه کړی شي، ځکه چې د چین دغه پروژه د امریکا په مشرۍ د غرب تر غلبې لاندې له نړیوال نظام سره د سیالۍ لپاره د یوه بل نړیوال نظام اساس تشکیلوي، نو ځکه غرب هرو مرو د دغې پروژې مخه نیول غواړی .

لکه چې موږ په تیرو یو څو کلونو کې وکتل، په سیمه کې د یوې نوې جګړې د پیلولو په لوبه کې تر ټولو فعال تروریستي لوبغاړي تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پياو داعش دي.

ټي ټي پي د افغان طالبانو د وجود برخه ده او په ۲۰۰۷ کې د دې بیل سازمان جوړیدل د پاکستان د استخباراتي لوبو د ضرورت په اساس شوي وو تر څو دوی ته پاکستان کې د ننه د ډیورانډ کرښې سره جوختې ځینې سیمې وسپارل شي او دوی هلته د افغان طالبانو کوربتوب وکړی شي.

ملا برادر او زلمي خلیلزاد د طالبانو او امریکا په استازۍ د دوحې تړون لاسلیک کړ.
100%
ملا برادر او زلمي خلیلزاد د طالبانو او امریکا په استازۍ د دوحې تړون لاسلیک کړ.

پر کابل د طالبانوواکمنیدو سره د ټي ټي پي ځواکمنېدل یوه طبعی خبره وه، پاکستان که څه هم د ټي ټي پي په مورد کې افغان طالبانو ته ګوته نیسي، خو د دې خبرې وضاحت نه کوي چې سره د دې چې ټي ټي پي په څرګند ډول د ډیورانډ کرښې په شرق کې د سیمو د اشغال پلان درلود، نو پاکستاني جرنیلانو ولې د خبرو په نوم د ټي ټي پي زرګونو وسلوالو ته د پاکستان د ننه راتګ او مېشتېدو اجازه ورکړه ؟ د پاکستان اوه لکه پوځ څنګه د هغوی مخه ونه نیولی شوه ؟

په واقیعت کې د دغې نوې جګړې په لوبه کې پاکستاني جنرالان، طالبان او داعش درې واړه لوبغاړي دي او خپل خپل نقش تر سره کوي.

د ټي ټي پي پاکستان کې ځاې په ځاې کیدل د یوه نوي جنګ د پیل لپاره لازم و، چین او روس هم په دې لوبه پوهیږي او نه غواړي چې له طالبانو سره په پوځي توګه په تصادم کې راشي او خپلو رقیبانو ته د یوه بل جهاد د پیلولو جواز په لاس کې ورکړي.

په خاصه توګه چین خواري کوي چې له طالبانو سره اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او دومره احتیاط کوي چې د مارچ په شپاړسمه نیټه د ټي ټي پي له خوا په وزیرستان کې د پاکستان په پوځ د حملې غندنه یې ونه کړه او نه یې په افغانستان کې د پاکستان د بمبار مرسته وکړه، خو که طالبان له چین سره نزدې کیږي نو داعش به ورباندې مرګوني ګوزارونه پیل کړي.

داعش پاکستان او افغانستان کې په چینایانو او روسانو حملې کوي، پاکستان او د طالبانو لپاره د یوه بل نه فاصله اختیارول د دواړو ضرورت دی، ځکه چې پاکستاني جنرالان تل دا خبره ردوي چې طالبان یې پاللي او روزلي دي.

له بلې خوا طالبان هم دې ته اړتیا لري چې خپل استقلالیت زباد کړي، خو داسې خبرونه هم شته چې د ځینې غربي هیوادونو نماینده ګانو او د پاکستاني استخباراتو صاحب منصبانو لږ وخت وړاندې په استانبول کې د ځینې افغان جنګ سالارانو سره خبرې کړې، چې هغوی ته د طالبانو په ضد فعالیت لپاره په پاکستان کې پټنځي ورکړي، که داسې وشي نو په هغه صورت کې به د پاکستان او افغانستان تر مینځه ترینګلتیا یوې نوې او خطرناکې مرحلې ته داخله شي .

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.