• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچينې: د انګورو اډې لار د تذکرې او شناختي کارت لرونکو کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۰

سرچينې وايي، چې پاکستاني ځواکونو د قبايلي سيمې سوېلي وزيرستان او پکتيکا ترمنځ د انګور اډې دروازه، نن تر غرمې وروسته د دواړو لوريو د خلګو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.

دغه لاره له څه باندې پنځو میاشتو تړل کېدو وروسته تېره اونۍ پاکستاني پوځ خپلو بلدو کسانو ته د شناختي کارډ په بدل کې خلاصه کړې وه، خو طالبانو ویل چې که عمومي او د تذکرې خلکو ته نه پرانیستل کېږي، نو ودې تړل شي.

طالبانو پر پاکستاني لوري د خپلې غوښتنې د منلو لپاره په دې لار کې دېوال وهلی و او له تېرو دوو ورځو دا لار یو مخ تړلې وه.

له سیمې سرچينو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ويلي، چې نن ځايي وخت دوه بجې د پاکستان ځواکونو دا لار پرانیسته، په داسې ډول چې د انګور اډې پر دروازه پکتيکا مېشت افغانان په تذکره او د وزيرستان اوسېدونکي په شناختي کارډ تګ راتګ کولی شي

تر اوسه د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري په رسمي ډول د دغي دروازې د خلاصېدو په اړه معلومات نه دي شريک کړي.

تر دې مخکې ځایي سرچینو له سوېلي وزیرستان څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي و چې، پر ډیورنډ کرښه طالبانو د انګور اډې لاره تړلې او په دروازه کې یې دیوال پورته کړی.
د انګور اډې لاره له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او وېزې په جبري کېدو تړلې وه او ټینګار یې دا و، چې د پخوا غوندې خلک پرې په پاکستاني شناختي کارډ او افغان پېژندپاڼې تګ راتګ نه شي کولای.
تر هغه وروسته بیا د سوېلي وزیرستان واڼه او انګور اډې خلکو همدې دروازې ته څېرمه پرلت وهلی او لومړۍ غوښتنه یې دا وه، چې دغه لارې دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ ته پرانیستل شي.
د سرچینو په خبره، چې څو ځله دا لار د موقت وخت لپاره بنده او بيا پرانيستل شي؛ خو د خلګو په خبره د ستونزي د اساسي حل لپاره هيڅ يوه لوري ژمنې ندي کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان دفاع وزیر وايي اسلام اباد دې پر ډیورنډ کرښه ټول نړیوال قوانین پلي کړي

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د طالبانو حکومت د اسلام اباد ضد وسلوالو په مخنیوي کې ور سره مرسته نه کوي، ځکه اسلام اباد ته پکار دي چې پر ډیورنډ کرښه ټول نړیوال قوانین پلي کړي. خواجه اصف زیاتوي، په پاکستان کې «د ترهګرۍ پېښو کې له زیاتوالي سره پر ډیورنډ کرښه بنستیز بدلون ته اړتیا ده.»

نوموړي نن خپل اېکس کې لیکلي: «پاک افغان سرحد د نورې نړۍ له دودیز سرحد سره فرق لري، ازادانه چلېږي، خو کابل چې مرسته نه کوي پاکستان ته پکار دي پر دې پوله ټول نړیوال قوانین او روایات عملي کړي.»

د هغه په خبره، په دې کار سره به «د ترهګرو د تګ مخه ونیول شي.»

پاکستان د وسلوالو د مخنیوي په پلمه، له ۲۰۱۷ کال را هیسې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار هم تېر کړ او د نارسمي لارو پر تړلو سربېره یې پر رسمي لارو هم د خلک تګ سخت کړی دی، خو بیا هم په دغه هېواد کې بریدونه کېږي.

د پاکستان حکومت د جمهوریت په وخت کې افغان حکومت د وسلوالو په ملاتړ تورناوه او اوس پر طالبانو ورته تور لګوي.

خواجه اصف نن دا هم ویلی چې پاکستان کې «د ترهګرۍ جرړه په افغانستان کې ده»، خو د دوی له کوشش سره طالبان په دې برخه کې ګام نه پورته کوي.

افغان طالبان تل د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي، اسلام اباد خپلمنځي ستونزې حلولی نه شي او پړه یې پر دوی اچوي.

طالبان: له ایران ۵۳ اېستل شوي ماشومان له خپلو کورنيو سره يو ځای شول

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، له ایران ۵۳ اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. دغه وزارت په خپله خبرپانه کې ويلي، چې دغه ماشومان یې په هرات، فاریاب، غزني، کندز او کاپيسا ولایتونو کې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت نن په خپل اېکس کې ليکلي، چې له دې ۵۳ ماشومانو ۲۷ د هرات، ۲۱ د فاریاب، ۳ د غزني، یو د کندز او یو هم د کاپيسا اوسېدنکی و.

خبرپاڼه زياتوي، چې له ایران دغه ایستل شوي ماشومان د وارچایلډ ادارې په همکارۍ د هرات او نيمروز د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو څخه اړوند ولایتونو ته لېږدول شوي او خپلو کورنيو ته رسېدلي دي.

د طالبانو دغه وزارت خبر ورکړی، چې د ماشومانو په برخه کې مرستندویه ادارو له دې ماشومانو سره د خوراکي، غيري خورکي او پيسو مرسته هم کړې ده.
په هېواد کې د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د وزګارتیا د کچې لوړیدل د دې لامل شوی چې هېوادوال له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۷ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

د طالبانو غورځنګ په ۱۹۹۴ کې د خپل تاسیس نه پس تل له پاکستان سره ډیرې نزدې اړیکې لرلې دي، ځکه چې د پاکستان پوځي استخباراتو د دوی په تشکیل، تمویل او تجهیز کې مهم نقش لوبولی دی.

د طالبانو وړومبی امارت تر ډیره حده دپاکستان پر پشتیبانۍ اتکا لرله او د هغه امارت د سقوط نه وروسته طالبان بیرته پاکستان کې خپلو پټنځیو ته لاړل، له هغه ځای نه یې په افغانستان کې جګړه وکړه او په اګست ۲۰۲۱ کې د طالبانو په بیا واکمنیدو کې هم پاکستان د هغوی اصلی پشتیبان وو.

خو تر بري وروسته ولې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلونوکې د پاکستان او طالبانو تر منځ په ظاهره داسې اختلافات، تنشونه او شخړې را برسیره شولې چې دپاکستان الوتکو د مارچ په اتلسمه نیټه په افغانستان کې په دویم ځل بمبار وکړ او طالبانو هم د توپونو په وسیله د ډیورانډ کرښې نه پورې غاړه څو ځایه په پاکستان ډزې وکړلې ؟

په دې مسله د پوهیدلو لپاره باید په یاد ولرو چې افغانستان کې د تیرو څلویښتو کلو نه زیات وخت جګړو کې بین المللي عواملو اساسي حیثیت درلودلی دی او د داخلي عواملو نقش ثانوي پاته شوی دی، دا ځکه چې د نولسمې عیسوي پیړۍ نه افغانستان وړومبی د بریتانوي امپراتورۍ او د روس د څاري یا تزاري امپراتورۍ تر مینځه په یوه او بل باندې د غلبې تر لاسولو په شخړه کې بند پاته شوی دی او وروسته په شلمه پیړۍ کې د امریکا په مشرۍ د غربي کاپیتالزم او د شوروي سوسیالېزم تر منځه د ټکر ښکار شوی دی.

په دې حوادثو کې یې په جنوب او شرق کې په خپلو پراخو سیمو او نفوسو کنترول له لاسه ور کړی دی او په وار وار د دولتي نظامونود سقوط سره هم مخامخ شوی دی.

د دې وینا مطلب دا نه دی چې په هیواد کې اقتصادي او ټولنیز وروسته پاته والی د پورته ذکر شویو بحرانونو په پیدا کیدو او غټیدو کې اغیز نه درلود، په یقین سره ویلی شو چې په افغانستان کې د تجدد ګرايي او عنعنه ګرايي تر مینځه ورانوونکی کشمکش د افغانستان د داخلي اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي شرایطو زیږنده و، خو بیا د دغه بحران سیمه ییز او بین المللي کیدل د افغانستان د ستراتیجیک جغرافیايي موقیعت محصول دی.

که د افغانستان د تیرو ۴۵ کلونو سیاسي پرمختګونه مونږ د جنوبی اسیا د یوه بل وروسته پاتې هیواد نیپال له پرمختګونو سره مقایسه کړو نو دا خبره به جوته شي چې په دغو څلور نیمو لسیزو کې د نیپال داخلي ګډوډي له افغانستان نه کمه نه وه، خو چون د نیپال ګاونډیانو هند او چین د دغه هیواد په داخلي چارو کې په لاسوهنه کې دلچسپي نه درلوده او نه هم غرب کومه علاقه یا ګټه لرله نو د نیپال مسایل تر داخل پورې محدود پاتې شول.

که څه هم په افغانستان کې د روسي پوځ د اشغال په ضد د افغانانو د ازادۍ مبارزه برحقه او مشروع مبارزه وه، خو په دې جنګونو کې ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران او غربي هیوادونو خپلې اجنداوې لرلې او اوس یې هم لري، نو ځکه افغانستان کې جنګونه مرموز پاتې شوي او پاتې کیږي او اصلي اهداف یې ډیر وروسته ښکاره کیږي، په دې نویو جنګونو کې د پاکستان او ایران واکداران په افغانستان خپله غلبه تامینول غواړي او غرب هم ل روسیې او چین سره د نوي ساړه جنګ په ترڅ کې د هژمونۍ په جګړه کې له افغانستان یو ځل بیا ګټه پورته کول غواړي.

د دوحې د معاملې له لارې د یوې نیابتي ملیشې په توګه د طالبانو په افغانستان کې د پچکاري کیدلو هدف په دې سیمه کې یوه عظیمه بې ثباتي مینځ ته راوستل دي، تر څو چین د کمر بند او د لارې خپله لویه بین المللي پروژه پلې نه کړی شي، ځکه چې د چین دغه پروژه د امریکا په مشرۍ د غرب تر غلبې لاندې له نړیوال نظام سره د سیالۍ لپاره د یوه بل نړیوال نظام اساس تشکیلوي، نو ځکه غرب هرو مرو د دغې پروژې مخه نیول غواړی .

لکه چې موږ په تیرو یو څو کلونو کې وکتل، په سیمه کې د یوې نوې جګړې د پیلولو په لوبه کې تر ټولو فعال تروریستي لوبغاړي تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پياو داعش دي.

ټي ټي پي د افغان طالبانو د وجود برخه ده او په ۲۰۰۷ کې د دې بیل سازمان جوړیدل د پاکستان د استخباراتي لوبو د ضرورت په اساس شوي وو تر څو دوی ته پاکستان کې د ننه د ډیورانډ کرښې سره جوختې ځینې سیمې وسپارل شي او دوی هلته د افغان طالبانو کوربتوب وکړی شي.

ملا برادر او زلمي خلیلزاد د طالبانو او امریکا په استازۍ د دوحې تړون لاسلیک کړ.
100%
ملا برادر او زلمي خلیلزاد د طالبانو او امریکا په استازۍ د دوحې تړون لاسلیک کړ.

پر کابل د طالبانوواکمنیدو سره د ټي ټي پي ځواکمنېدل یوه طبعی خبره وه، پاکستان که څه هم د ټي ټي پي په مورد کې افغان طالبانو ته ګوته نیسي، خو د دې خبرې وضاحت نه کوي چې سره د دې چې ټي ټي پي په څرګند ډول د ډیورانډ کرښې په شرق کې د سیمو د اشغال پلان درلود، نو پاکستاني جرنیلانو ولې د خبرو په نوم د ټي ټي پي زرګونو وسلوالو ته د پاکستان د ننه راتګ او مېشتېدو اجازه ورکړه ؟ د پاکستان اوه لکه پوځ څنګه د هغوی مخه ونه نیولی شوه ؟

په واقیعت کې د دغې نوې جګړې په لوبه کې پاکستاني جنرالان، طالبان او داعش درې واړه لوبغاړي دي او خپل خپل نقش تر سره کوي.

د ټي ټي پي پاکستان کې ځاې په ځاې کیدل د یوه نوي جنګ د پیل لپاره لازم و، چین او روس هم په دې لوبه پوهیږي او نه غواړي چې له طالبانو سره په پوځي توګه په تصادم کې راشي او خپلو رقیبانو ته د یوه بل جهاد د پیلولو جواز په لاس کې ورکړي.

په خاصه توګه چین خواري کوي چې له طالبانو سره اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او دومره احتیاط کوي چې د مارچ په شپاړسمه نیټه د ټي ټي پي له خوا په وزیرستان کې د پاکستان په پوځ د حملې غندنه یې ونه کړه او نه یې په افغانستان کې د پاکستان د بمبار مرسته وکړه، خو که طالبان له چین سره نزدې کیږي نو داعش به ورباندې مرګوني ګوزارونه پیل کړي.

داعش پاکستان او افغانستان کې په چینایانو او روسانو حملې کوي، پاکستان او د طالبانو لپاره د یوه بل نه فاصله اختیارول د دواړو ضرورت دی، ځکه چې پاکستاني جنرالان تل دا خبره ردوي چې طالبان یې پاللي او روزلي دي.

له بلې خوا طالبان هم دې ته اړتیا لري چې خپل استقلالیت زباد کړي، خو داسې خبرونه هم شته چې د ځینې غربي هیوادونو نماینده ګانو او د پاکستاني استخباراتو صاحب منصبانو لږ وخت وړاندې په استانبول کې د ځینې افغان جنګ سالارانو سره خبرې کړې، چې هغوی ته د طالبانو په ضد فعالیت لپاره په پاکستان کې پټنځي ورکړي، که داسې وشي نو په هغه صورت کې به د پاکستان او افغانستان تر مینځه ترینګلتیا یوې نوې او خطرناکې مرحلې ته داخله شي .

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د کډوالۍ نړیواله اداره: تېر کال یو زر ۱۸۱ افغان کډوال هدف ته تر رسېدو مخکې مړه شوي

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۰

د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، په تېر ۲۰۲۳ کال کې یو زر ۱۸۱ افغان کډوال خپل هدف ته تر رسېدو مخکې په لار کې مړه شوي وو. د ملګرو ملتونو اړوند دا اداره د تېر کال د مړه شویو افغان کډوالو شمېر تر وړم کال هم په ریکارډ کچه ډېر بولي او وايي، پر ۲۰۲۲ کال ۷۳۳ افغانان پر لار مړه شوي وو.

د کډوالو نړیواله اداره یا ای او اېم په خپل تازه راپور کې د کډوالۍ په لار د وتلو افغانانو د مړینې کچه تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ډېره بولي.

ای او اېم وايي، افغان کډوالو ته ډېره مړینه د ایران له لارې پېښه شوې ده.

په تېر کال کې د کډوالۍ پر لار د مړه شویو افغانانو شمېر د اسیا د نورو هېوادونو دوکړو له نیمايي هم زیات دی.

د ملګرو ملتونو اداره وايي، په دغه کال د اسیا دوه زره ۱۳۸ کډوال مړه شوي، خو دا شمېر وړم کال دوه زره ۷۰ کسان و.

په دې راپور کې د مړه شویو کسانو جنسیت او عمر نه دی ډاګیز شوی، خو دا ویل شوي چې د ښځو او ماشومانو شمېر هم پکې خورا ډېر دی.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د ایران له لارې اروپا ته د افغان کډوالو لړۍ بې سارې زیاته شوې او سږ کال چې درې میاشتې یې تېرې شوې تر تېر کال د کډوالېدونکو افغانانو شمېر لا ډېر شوی دی.

جان اڅکزی: طالبان په افغانستان کې د چین ملګرتیا کوي او په پاکستان کې «بریدونه پرې کوي»

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۵۷ GMT+۰

د بلوچستان د اطلاعاتو مخکنی وزیر جان اڅکزی وايي، «طالبان دوه مخي دي»، په افغانستان کې له چین سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې یې وژني. جان اڅکزی وايي، طالبان په پاکستان کې د چینایانو وژلو ته د هند په خولې له افغانستانه بریدګر را استوي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکني وزیر نن چهارشنبه د (وري اتمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان کې طالبان له چین سره همکاري او ښې اړیکې لري او په پاکستان بیا بریدونه پرې کوي.

په اسلام اباد کې د چين سفارت تېره ورځ سه شنبه د (وري اوومه)، په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجنيران د خيبرپښتونخوا ايالت د شانګلې په بشام سيمه کې ماسپښين يوه بجه وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه چینايي انجنیران د پاکستان شمال ته د داسو بریښنا بند په لور روان و.

جان اڅکزی زیاتوي، چې په خیبرپښتونخوا کې تېره ورځ په نښه شوي چینايي انجنیران طالبانو د هند د اجنډا له مخې الوځولي او وژلي دي.

هغه وايي، «طالبانو خپل استازی په چین کې د افغانستان سفارت ته استولی او د چین استازی یې په کابل کې د چین د سفیر په توګه منلی خو په پاکستان کې د چین ګټې په نښه کوي.»

تر اوسه پورې لا د جان اڅکزي دغو څرګندونو ته طالبانو رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو په پاکستان کې د چینايي انجنیرانو د وژلو په اړه طالبانو تېره ورځ د خواخوږۍ اعلامیه خپره کړې وه.

تر اوسه پورې په خیبرپښتونخوا کې په چینايي انجنیرانو د ترسره شوي ځانمرګي برید مسووليت لا کومې ډلې نه دی منلی.

په اسلام اباد کې د چین سفارت د شهباز شریف له حکومته غوښتي چې په پاکستان کې د چینايي وګړو ساتنه وکړي.

د چین سفارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دغې پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملانو ته دې «سخته سزا» ورکړي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف تېره ورځ په چینايي انجنیرانو له برید وروسته په اسلام اباد کې د چین سفارت ته د خواخوږۍ په پار ورغلی و.