• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالۍ نړیواله اداره: تېر کال یو زر ۱۸۱ افغان کډوال هدف ته تر رسېدو مخکې مړه شوي

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، په تېر ۲۰۲۳ کال کې یو زر ۱۸۱ افغان کډوال خپل هدف ته تر رسېدو مخکې په لار کې مړه شوي وو. د ملګرو ملتونو اړوند دا اداره د تېر کال د مړه شویو افغان کډوالو شمېر تر وړم کال هم په ریکارډ کچه ډېر بولي او وايي، پر ۲۰۲۲ کال ۷۳۳ افغانان پر لار مړه شوي وو.

د کډوالو نړیواله اداره یا ای او اېم په خپل تازه راپور کې د کډوالۍ په لار د وتلو افغانانو د مړینې کچه تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ډېره بولي.

ای او اېم وايي، افغان کډوالو ته ډېره مړینه د ایران له لارې پېښه شوې ده.

په تېر کال کې د کډوالۍ پر لار د مړه شویو افغانانو شمېر د اسیا د نورو هېوادونو دوکړو له نیمايي هم زیات دی.

د ملګرو ملتونو اداره وايي، په دغه کال د اسیا دوه زره ۱۳۸ کډوال مړه شوي، خو دا شمېر وړم کال دوه زره ۷۰ کسان و.

په دې راپور کې د مړه شویو کسانو جنسیت او عمر نه دی ډاګیز شوی، خو دا ویل شوي چې د ښځو او ماشومانو شمېر هم پکې خورا ډېر دی.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د ایران له لارې اروپا ته د افغان کډوالو لړۍ بې سارې زیاته شوې او سږ کال چې درې میاشتې یې تېرې شوې تر تېر کال د کډوالېدونکو افغانانو شمېر لا ډېر شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

جان اڅکزی: طالبان په افغانستان کې د چین ملګرتیا کوي او په پاکستان کې «بریدونه پرې کوي»

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۵۷ GMT+۰

د بلوچستان د اطلاعاتو مخکنی وزیر جان اڅکزی وايي، «طالبان دوه مخي دي»، په افغانستان کې له چین سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې یې وژني. جان اڅکزی وايي، طالبان په پاکستان کې د چینایانو وژلو ته د هند په خولې له افغانستانه بریدګر را استوي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکني وزیر نن چهارشنبه د (وري اتمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان کې طالبان له چین سره همکاري او ښې اړیکې لري او په پاکستان بیا بریدونه پرې کوي.

په اسلام اباد کې د چين سفارت تېره ورځ سه شنبه د (وري اوومه)، په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجنيران د خيبرپښتونخوا ايالت د شانګلې په بشام سيمه کې ماسپښين يوه بجه وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه چینايي انجنیران د پاکستان شمال ته د داسو بریښنا بند په لور روان و.

جان اڅکزی زیاتوي، چې په خیبرپښتونخوا کې تېره ورځ په نښه شوي چینايي انجنیران طالبانو د هند د اجنډا له مخې الوځولي او وژلي دي.

هغه وايي، «طالبانو خپل استازی په چین کې د افغانستان سفارت ته استولی او د چین استازی یې په کابل کې د چین د سفیر په توګه منلی خو په پاکستان کې د چین ګټې په نښه کوي.»

تر اوسه پورې لا د جان اڅکزي دغو څرګندونو ته طالبانو رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو په پاکستان کې د چینايي انجنیرانو د وژلو په اړه طالبانو تېره ورځ د خواخوږۍ اعلامیه خپره کړې وه.

تر اوسه پورې په خیبرپښتونخوا کې په چینايي انجنیرانو د ترسره شوي ځانمرګي برید مسووليت لا کومې ډلې نه دی منلی.

په اسلام اباد کې د چین سفارت د شهباز شریف له حکومته غوښتي چې په پاکستان کې د چینايي وګړو ساتنه وکړي.

د چین سفارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دغې پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملانو ته دې «سخته سزا» ورکړي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف تېره ورځ په چینايي انجنیرانو له برید وروسته په اسلام اباد کې د چین سفارت ته د خواخوږۍ په پار ورغلی و.

د حکمتیار زوی: ملا یعقوب زما د پلار د اېستلو مخالف و، خو ځینو لنډ پالو بیا نغارې ډنګولې

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د ګلبدین حکمتیار زوی وايي، چې د پلار دولتي استوګنځای یې «تر لانجې او دعوې» لاندې نه و او د طالبانو دفاع وزیر د اسلامي حزب د مشر له اېستلو سره مخالف و. حبیب‌الرحمان حکمتیار وایي، د طالبانو په حکومت کې د «پخواني فکر لرونکي څو تنه» کولای شي په هر کار کې کار ولري.

حبیب‌الرحمان حکمتیار دغه څرګندونې په ایکس پاڼه په ظاهره د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په غبرګون کې کړي چې ویلي یې و، د ښاغلي حکمتیار استوګنځای «تر دعوې» لاندې و او اوس بل استوګنځي ته کوچېدلی دی.

طالبانو ویلي و، چې د حکمتیار استوګنځای د دوی د دفاع وزارت اړوند ملکیت دی.

د حکمتیار زوی د طالبانو په منځ کې د نظر اختلاف او د واګو انحصارولو ته په اشارې لیکلي، په داسې حال کې چې د طالبانو «ټول مشران» د نجونو لپاره د ښوونځیو په پرانیستلو «راضي» دي، «یو کس» توانېدلی پر ټولو زورور شي او ټول باید د هغه اطاعت وکړي.

هغه ذبیح الله مجاهد ته په خطاب کې لیکلي، چې د توجیه کولو پر ځای دې چوپه خوله پاتې شي؛ ځکه د هغه مشورو ته ارزښت نه ورکول کېږي او د هغه څه په اړه چې «دین، عقل او منطق» یې مني له هغو څخه «عاجز دی.»

د حکمتیار زوی تر دې وړاندې ویلي و، چې طالبان د حزب اسلامي او پخواني حکومت تر منځ شوې پرېکړې ته ځان مسوول نه بولي او د څو میاشتو خبرو اترو وروسته ګلبدین حکمتیار اړ شو چې، «خپل استوګنځی بدل کړي.»

د اشرف غني حکومت د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې له حزب اسلامي سره هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې یې دغه ګوند د نورو امتیازاتو او قضایي خوندیتوب په بدل کې به د افغانستان دولت سره له جګړې لاس اخلي.

خو هغه اطلاعات چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي دا ښيي، چې طآلبانو ګلبدین حکمتیار د ځمکې پر غصب تورن کړی او هغه یې له خپل استوګنځي او دفتره اېستی دی.

په خپله ګلبدین حکمتیار تر اوسه په رسمي بڼه په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د هغه زوی له استوګنځي څخه د خپل پلار اېستل «بې ‌احترامي» ګڼلې.

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو اېستل دې په سملاسي توګه بند کړي

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۱۳ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان د نوي حکومت له پرېکړې اندیښمن دی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د افغان کډوالو اېستل دې ژر تر ژره ودروي.

د بښنې نړۍوال سازمان د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلي، د پاکستان د نوي حکومت پرېکړه د هغو کډوالو لپاره ګرانه تمامېږي چې د تېرو دوو کالو په ترڅ کې د طالبانو له وېرې یې په دغه هېواد کې پناه اخیستې.

د دغه راپور له مخې، لا هم افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو له‌خوا په خپلسرې توګه نیول کېږي او له ځورولو ربړولو وروسته له دغه هېواده شړل کېږي.

دغه سازمان ویلي، چې افغان کډوال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارو ته د تګ او هلته د ثبتولو په کار کې لا هم له ستونزو سره مخامخ دي.

راپور کې دا رنګه زیاته شوې، د افغان کډوالو په اېستلو کې هغه کسان ډېر زیانمنېږي چې په افغانستان کې له ګواښونو سره مخامخ دي لکه نجونې، مېرمنې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، مذهبي لږکۍ، هنرمندان او د پخواني نظام امنیتي ځواکونه چې د طالبانو له وېرې راتښتېدلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د بېلګې په توګه د پخواني حکومت د ملي امنیت د یوه افسر او د هغه د مېرمنې کیسې ته اشاره کړې، چې د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې له پاکستانه واېستل شول او په تخار ولایت کې وژل شوي وو.

دغه سازمان ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه چې پاکستان یې غواړي د ستنولو په دویم او درېیم پړاو کې یې پلې کړي د زیاتې اندېښنې وړ ده.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د شپږو او اتو لکو په شمېر کې افغانان پاکستان ته کډه شوي چې د هغوی یو شمېر یې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ دوسیې لري او یو شمېر نور یې بې برخلیکه په پاکستان کې ژوند تېروي.

د پاکستان حکومت پولیسو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو دې پیل کړي.

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې په دویم پړاو کې به شاوخوا یو مېلیون نور افغان کډوال له پاکستانه واېستل شي.

تر دې وړاندې د کډوالو د اېستلو په لومړي پړاو کې چې د تېر کال د نومبر په میاشت کې اعلان شوی و، له نیم مېلیون څځه زیات افغانان له پاکستانه اېستل شوي وو.

سرچینې: د طالبانو حکومت پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې لاره تړلې ده

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۰

د قبایلي سیمې سوېلي وزیرستان او پکتیکا تر منځ د انګور اډې دروازه چې پر ډیورنډ کرښه جوړه ده او د دواړو لوریو خلک پرې تګ راتګ کوي تازه د طالبانو حکومت تړلې ده. دغه لاره له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او وېزې په جبري کېدو بنده کړې.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دغې دروازې د بندېدو په اړه لا معلومات نه دي ورکړي.

ځايي سرچینو له سوېلي وزیرستان څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي چې، پر ډیورنډ کرښه طالبانو د انګور اډې لاره تړلې او په دروازه کې یې دیوال پورته کړی.
د انګور اډې لاره له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او وېزې په جبري کېدو تړلې وه او ټینګار یې دادی چې د پخوا غوندې خلک پرې په پاکستاني شناختي کارډ او افغان پېژندپاڼې تګ راتګ نه شي کولای.
تر هغه وروسته بیا د سوېلي وزیرستان واڼه او انګور اډې خلکو همدې دروازې ته څېرمه پرلت وهلی چې لا هم دوام لري او لومړۍ غوښتنه یې داده چې دغه لارې دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ ته پرانیستل شي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې دغه لاره د پاکستان حکومت له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې تړلې او یوازې هغو خلکو ته اجازه ورکوي چې پاسپورټ او وېزه ولري.
هغه زیاتوي چې: «شاوخوا پنځه میاشتې مخکې پاکستاني حکومت دروازه بنده کړې وه، او څو ورځې وړاندې یې یوازې د انګور اډې ځايي خلکو ته خلاصه کړه، له هغه وروسته طالبانو ورته وويل چې یابه ټولو خلکو ته د پخوا غوندې په شناختي کارډ او افغان تذکره خلاصیږي او یا یې بلکل بندوو، بیا پاکستاني پوله ساتو ونه منله، نو هغه و چې طالبانو په دروازه کې دیوال پورته کړ او لاره یې وتړله.»

د پکتیکا له برمل ولسوالۍ څخه د شاهد زمري په مستعار نوم یوه تن افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې طالبانو له پاکستاني حکومته وغوښتل چې دغه لاره دې د ټولو لپاره خلاصه کړي خو هغوی یوازې د انګور اډې خلکو ته خلاصه کړې وه چې طالبانو په دیوال ور بنده کړه.
د انګور اډې پرلت والو پنځه میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزو د جبري کېدو په غبرګون پرلت پیل کړی او هغه مهال د پاکستان حکومت ته څوارلس غوښتنې وړاندې کړې وې چې که یې ورسره ومني پرلت به پای ته رسوي.
د انګور اډې پرلت والو په څوارلس غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، په سیمه کې د دولتي ښوونځیو پرانیستل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.

د کډوالۍ نړېواله اداره: له ۲۰۲۱ کال وروسته مو یو شمېر افغانې مېرمنې په کار بوختې کړې دي

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۱۴ GMT+۰

د کډوالۍ نړېواله اداره وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې هغو افغانو مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي، چې له کډوالۍ راګرځېدلې، زلزلو ځپلې او اقتصادي ستونزې یې ډیرې وې. دغه اداره وايي، په افغانستان کې ښځې تر نور هر وخت زیاتې لاسنیوي ته اړې دي.

د کډوالۍ نړېوالې ادارې تېره ورځ سه شنبه (وري اوومه) ناوخته په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او د یاسمين په نوم له یوې افغانې میرمنې سره یې مرکه کړې چې دا مهال د یوې کارخونې مشره ده او شاوخوا څلوېښت نورې بېوزلې وزګارې میرمنې یې په کار بوختې کړې دي.

مېرمن یاسمین وايي، مخکې له ۲۰۱۷ کال څخه یې په کور کې کار کاوه، وروسته په کابل کې یوې کارخونې ته د کار لپاره ور وپېژندل شوه چې د ماشومانو اړوند توکي یې جوړول نو له هغې ورځې ورسره د خپل داسې کارخونې د جوړولو فکر پیدا شو.

هغه وايي: «اوس (د ښځو راتلوونکي) په نوم خپله کارخونه لرم، چې شاوخوا ۴۰ بېوزلې مېرمنې کار راسره کوي، دا هغه مېرمنې دي چې یا تازه له کډوالۍ راګرځېدلې دي او یا هم اقتصادي ستونزو ځپلې دي، دوی اوس کار زده کړی او د کارګرو په حیث کار کوي او خپل کورونه چلوي.»

اغلې یاسمین وايي، چې دوی په دې کارخونه کې د ماشومانو لپاره جامې، د خوب بسترې، لېندکۍ، سیزنیانې او نور د ماشومانو اړوند توکي جوړوي.

هغه وړاندې وايي، «په دغو ۴۰ کارګرو میرمنو کې ۲۰ تنه په کارخونه کې او د ۲۰ شاوخوا مېرمنې له کوره کار راسره کوي چې له دومره تولید سره بیا هم د بازار غوښتنه زیاته ده او اېله یې پسې رسولی شو.»

د دغې کارخونې مشره یاسمین وايي، په راتلوونکي کې یې هڅه داده چې تر دې ډیرې افغانې میرمنې به کار بوختې کړي او په کابل کې څو نورې کارخونې هم جوړې کړي چې تر دې ډيرې بېوزلې میرمنې په خپلو پښو ودروي او له اقتصادي ستونزو یې خلاصې کړي.

د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګې هم د وري شپږمه نیټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي و چې په افغانستان کې داسې مهال چې د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه کم دي، دغې ادارې په یاد هېواد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ روزنیز پروګرامونه پیل کړي.

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د کب په شلمه نېټه ویلي و، چې افغانستان د طالبانو د افراطي سیاستونو له امله په کال کې څه باندې یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د نجونو پر ټولو روزنیزو چارو او د ښځو پر کار کولو بندیزونه لګولي دي.