د خیبر پښتونخوا په کرمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي

د پنجشنبې په ورځ د کرمې په مرکزي ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله څلور کان کېندونکي چې درې یې د یوې کورنۍ غړي وو، وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، ځايي خلکو د ډبرو سکرو له کان څخه مړي او ټپيان را اېستي دي.