د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ برید غندلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران سفارت اړوند پر کونسلګرۍ برید په کلکه غندلی دی. دغه برید تېره ورځ دوشنبه، دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ شوی چې له امله یې د سپاه دوو قوماندانانو په ګډون اووه افسران وژل شوي.