سپاه پاسداران په دمشق کې د خپلو دوو قوماندانانو وژل کېدل ومنل

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل په برید کې د سپاه پاسداران دوه قوماندانان او پنځه افسران وژل شوي دي. سپاه پاسداران د دغو دوو قوماندانانو نومونه محمد رضا زاهدي او محمد هادي حاج رحیمي یاد کړي.