• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوو

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ دولتي تاس خبري اژانس ته وویل، چې د روسیې د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د روسیې استازي ویلي، چې مسکو له طالبانو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې منظمې همکارۍ لري.

د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "د روسیې د حکومت د عدلیې، بهرنیو چارو وزارتونو او نور اړوند بنسټونه د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د غورځنګ د ایستلو په اړه کار کوي؛ خو په نهایت کې به د روسیې ستر مشرتابه په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.»

طالبان په روسیه کې یو منع شوی تروریستي سازمان دی؛ خو مسکو له دغې ډلې سره ښې اړیکې لري او د دوی چارواکو ته اجازه ورکوي، چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ تاس ته وویل، چې طالبانو ته بلنه ورکړل شوې چې د روسیې په کازان ښار کې د اسلامي نړۍ د فورم په غونډه کې چې د ثور په ۲۵مه جوړیږي، ګډون وکړي.

کابلوف یاد خبري اژانس ته ویلي، چې د روسیې فدراسیون او د طالبانو حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په "منظم ډول" کار کوي.

روسیه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمنه ​​ده، چې د مسکو په وینا؛ د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کولی شي.

تر دې وړاندې هم له طالبانو سره د روسیې د همکارۍ په اړه راپورونه خپاره شوي وو، چې داعش ډلې تېره اونۍ په روسیه کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړي بریدونه وکړل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان او د هغه د مېرمنې په ضمانت د خوشې کېدو پرېکړه وکړه

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۱

د اسلام اباد سترې محکمې اعلان کړی، چې د توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴ کلونو بند سزا یې ځنډولې او په ضمانت يې د خوشي کېدو امر کړی دی.

د اسلام اباد د سترې محکمې مشر قاضي عامر فاروق ویلي، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او د هغه د مېرمنې د توشه خانې د قضیې سزا یې ځنډولې ده او د ضمانت د منظورېدا پرېکړه یې کړې ده.

د توشه خانې په قضیه کې پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور و، چې یو شمېر قیمتي ډالۍ یې دولتي خزانې ته نه دي سپارلي او له همدې امله یې دواړو ته څوارلس - څوارلس کاله د بند سزا اورولې وه او د پي ټي ای مشر عمران خان یې د لسو کلونو لپاره نا اهله اعلان کړی و.

پر عمران خان تور دی، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو څخه قیمتي ډالۍ تر لاسه کړې او بیا یې دغه ډالۍ په ۶۳۵ زره ډالرو پلورلې دي.

د عمران خان په ډالیو کې د سعودي عربستان یو قیمتي ساعت هم شامل دی، چې د کعبې یوه نښه لري او په نړۍوال بازار کې یې بیه له ۶۰ تر ۶۵ کروړه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوې ده.

همدا راز پر عمران خان تور دی، چې دولتي رازونه یې افشا کړي دي.

په وروستیو ټاکنو کې عمران خان په زندان کې و او ګوند یې په رسمي ډول نه شول کولی، چې په ټاکنو کې برخه واخلي؛ خو د ګوند غړو یې د خپلواکو نوماندانو په توګه په ټاکنو کې ونډه واخیسته.

په دمشق کې د ایران قونسلګرۍ د اسراییل په شکمن هوايي برید کې ویجاړه شوې ده

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران قونسلګرۍ د دوشنبې په ورځ په یو برید کې په بشپړه توګه ویجاړه شوې، چې د سوریې او ایران رسنۍ یې د اسراییل هوايي برید بولي. دا پېښه په منځني ختیځ کې د نښتو د زیاتېدو روښانه نښه ده، چې اسراییل د ایران او د هغه د متحدینو پر وړاندې دروي.

د لبنان یوې امنیتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په وژل شویو کې محمد رضا زاهدي هم شامل دی، چې د ایران د انقلابي ګارد قول اردو یو لوړپوړی قوماندان و.

د ایران دولتي ټلویزیون ویلي، چې څو ایراني ډېپلوماټان هم په دغه برید کې وژل شوي دي.

په سیمه کې د رویټرز خبري اژانس خبریال ویلي، چې د سوریې د پلازمېنې په میزه سیمه کې د ایران د قونسلګرۍ د ودانۍ ویجاړه شوې او لوګي ترې پورته کېدل.

د بېړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې موټرې هم له ویجاړې شوې ودانۍ بهر لیدل شوي دي.

د ایران بیرغ په خارو خځلو ککړ له یوې پایې راځوړنده و. د سوریې او ایران د بهرنیو چارو وزیران دواړه د پېښې په ځای کې لیدل شوي دي.

اسراییل چې په غزه کې د شپږ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې یې په پرله پسې ډول پر ایراني اهدافو بریدونه کړي، لکه تل یې د دې پېښې په اړه هم له څه ویلو ډډه کړې ده.

د اسراییل د پوځ یوه ویاند ویلي: "موږ د بهرنیو رسنیو په راپورونو تبصره نه کوو."

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، چې د اسراییل په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي دي. د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی ښودلی.

د اکټوبر په اوومه د ایران په ملاتړ د فلسطیني ډلې حماس له خوا پر اسراییلو له برید وروسته اسراییل په سوریه کې د لبنان د حزب الله ملېشې او د ایران د سپاه پاسدارانو د بهرنیو ګروپونو پر ضد چې دواړه د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي، هوايي بریدونه زیات کړي دي.

اسراييلي ځواکونه د غزې له الشفا روغتون څخه ووتل او تر شا یې جنازې او ویجاړی پرېښوده

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

اسراییلي ځواکونه د دوشنبې په ورځ د غزې په ښار کې د الشفا له روغتونه له دوو اونیو عملیاتو وروسته په داسې حال کې ووتل، چې تر شا یې ویجاړې شوې ودانۍ او پر خاورو ککړې د فلسطینیانو جنازې پرېښې دي.

له دغه روغتونه د اسراییلي ځواکونو تر وتلو وروسته په سلګونو خلکو چې له عملیاتو مخکې یې هلته پناه اخیستې وه؛ روغتون ته مخه کړه چې هلته اوښتی زیان وګوري او خپل وسایل تر لاسه کړي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د روغتون په سیمه کې یې د حماس سلګونه وسله وال وژلي او یا یې نیولي دي، وسلې او استخباراتي اسناد یې ترلاسه کړي، دوه سرتېري یې هلته په جګړه کې له لاسه ورکړي؛ خو هڅه یې کړې چې ملکي وګړو، ناروغانو او ډاکټرانو ته د زیان مخه ونیسي.

100%

حماس او ډاکټران په روغتونونو کې د وسله والو شتون رد کړی دی.

په غزه کې د حماس د رسنیو دفتر ویلي؛ اسراییلي ځواکونو د الشفا روغتون شاوخوا سیمو کې نږدې ۴۰۰ فلسطینیان وژلي، چې په کې یوه ډاکټره مېرمن او د هغې زوی هم شامل دي او دغه طبي مرکز یې له فعالیته غورځولی دی.

اسراییل لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د حماس د رسنیو د دفتر مشر اسماعیل الثوبته وویل: «اشغالګرو د الشفا طبي کمپلکس دننه ټولې ودانۍ ویجاړې کړې او سوځولي یې دي. هغوی انګړ پر بلډوزر ړنګ کړی، د لسګونو شهیدانو جسدونه یې په خټو کې ښخ کړي او دغه ځای یې په یوه ډله ییز قبر بدل کړ.»

د غزې د ملکي بېړنیو خدماتو یوه ویاند ویلي، چې اسراییلي ځواکونو دوه کسان په روغتون کې وژلي، چې جنازې یې هلته په داسې حال کې موندل شوي چې په لاسونو کې یې ولچکونه پراته وو.

په همدې حال کې اسراییلي ځواکونو د مړو د ښخولو لپاره په روغتون کې ځمکه په بیلدوزر کندلې او بیا یې مړي په ډله ییزه توګه وراچولي دي.

اسراییلي پوځ د دغو تورونو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

د ترکیې د حکومت اپوزیسیون د استانبول په سیمه ییزو ټاکنو کې د اردوغان ګوند ته ماتې ورکړه

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د ترکیې د حکومت اپوزیسیون په سیمه ییزو ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند پر وړاندې په زړه پورې بریا تر لاسه کړه او ځان یې د یو سیاسي ځواک په توګه اعلان کړ.

دا د اردوغان او د عدالت او پراختیا ګوند لپاره د واک په څه باندې دوه لسیزو موده کې تر ټولو بده ماتې وه او کېدی شي د ترکیې وېشل شوي سیاست کې بدلون راولي.

د ترکیې سیمه ییزې ټاکنې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شوې؛ خو استانبول د سیالۍ اصلي ډګر و، چیرې چې د اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید اکرم امام اوغلو څخه د ښاروالۍ څوکۍ په ګټلو کې یو ځل بیا پاتې راغی.

دغو ټاکنو وښوده چې اکرم امام اوغلو د ترکیې په سیاست کې د اروغان یوازینۍ رقیب دی.

د اروپايي شورا د څارونکي ماموریت مشر ډېویډ ایری په انقره کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د ټاکنو ورځ په ټولیزه توګه ارامه او په مسلکي ډول تنظیم شوې وه، چې د خلکو زیات ګډون ډېموکراتیکو پروسو ته د خلکو قوي ژمنتیا وښودله."

نوموړې زیاته کړې: "په داسې حال کې چې موږ د دې ټاکنو د رقابتي ماهیت قدردانی کوو او دا چې رایه ورکوونکي کولی شي د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي؛ خو باید دا هم ووایو چې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې په سخت قطبي چاپیریال کې ترسره شوې چې دا د محلي ډېموکراسۍ له پاره ډېر مناسب کار نه دی. "

اردوغان ویلی، چې په خپل ګوند او سیاست کې به ټولې هغه تېروتنې سمې کړي، چې په استانبول کې د دغو ټاکنو د بایللو سبب شوي دي.

سره له دې، چې د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دغه ټاکنې په یو ښار کې ګټلي دي؛ خو استانبول چې د ترکیې اقتصادي مرکز او تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی؛ نو ځکه دلته د اپوزیسیون بریا د هغوی لپاره لویه راسته راوړنه بلل کیږي.

د اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند په تېرو ټاکنو کې هم ډېره هڅه کړې وه، چې د استانبول د ښاروالۍ ټاکنې وګټي او د دې لپاره یې ان ټاکنې له سره کړې وې؛ خو بیا هم په دغه چاره کې پاتې راغلی و.

طالبانو په فارياب کې درې تنه د «نامشروع اړيکو» په تور په عام محضر کې درو ووهل

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د خبر له مخې؛ د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې یې درې تنه د يوې ښځې سره د «نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یوه ته ۳۹ درو او دوو نورو ته ۳۰ درو سزا ورکړل شوې ده.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې؛ دغو کسانو ته په عام محضر کې د وهلو سربېره یو په درې نیم کاله بند او دوه نور هر یو په یو کال او یوه میاشت بند محکوم شول.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (وري۱۲مه) په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دولت اباد ولسوالۍ د ښاري ابتدايه محکمې درې تنه د « يوې ښځې سره د نامشروع اړيکو او له کور څخه د تېښتې» په تور په عام محضر کې په درو وهلي او هم يې په بند محکوم کړي دي.

طالبانو د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې تورن کسان د فاریاب ولایت د استیناف محکمې د عمومي رییس عبدالوهاب زاهد، قاضیانو، نظامي او ملکي چارواکو او د طالبانو د یو شمېر خلکو په حضور کې په عام محضر کې په درو ووهل شول.

د طالبانو سترې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) یې په خوست ولایت کې هم شپږ تنه د «فریب کارۍ» په تور په عام محضر کې ۳۹ درو وهلي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د جسمي سزاګانو لکه په درو وهل، د لاسونو پرې کول او اعدامونه بیا پیل شوي او طالبان وایي، چې د «اسلامي شریعت قانون» پلي کوي.