• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراييلي ځواکونه د غزې له الشفا روغتون څخه ووتل او تر شا یې جنازې او ویجاړی پرېښوده

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

اسراییلي ځواکونه د دوشنبې په ورځ د غزې په ښار کې د الشفا له روغتونه له دوو اونیو عملیاتو وروسته په داسې حال کې ووتل، چې تر شا یې ویجاړې شوې ودانۍ او پر خاورو ککړې د فلسطینیانو جنازې پرېښې دي.

له دغه روغتونه د اسراییلي ځواکونو تر وتلو وروسته په سلګونو خلکو چې له عملیاتو مخکې یې هلته پناه اخیستې وه؛ روغتون ته مخه کړه چې هلته اوښتی زیان وګوري او خپل وسایل تر لاسه کړي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د روغتون په سیمه کې یې د حماس سلګونه وسله وال وژلي او یا یې نیولي دي، وسلې او استخباراتي اسناد یې ترلاسه کړي، دوه سرتېري یې هلته په جګړه کې له لاسه ورکړي؛ خو هڅه یې کړې چې ملکي وګړو، ناروغانو او ډاکټرانو ته د زیان مخه ونیسي.

100%

حماس او ډاکټران په روغتونونو کې د وسله والو شتون رد کړی دی.

په غزه کې د حماس د رسنیو دفتر ویلي؛ اسراییلي ځواکونو د الشفا روغتون شاوخوا سیمو کې نږدې ۴۰۰ فلسطینیان وژلي، چې په کې یوه ډاکټره مېرمن او د هغې زوی هم شامل دي او دغه طبي مرکز یې له فعالیته غورځولی دی.

اسراییل لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د حماس د رسنیو د دفتر مشر اسماعیل الثوبته وویل: «اشغالګرو د الشفا طبي کمپلکس دننه ټولې ودانۍ ویجاړې کړې او سوځولي یې دي. هغوی انګړ پر بلډوزر ړنګ کړی، د لسګونو شهیدانو جسدونه یې په خټو کې ښخ کړي او دغه ځای یې په یوه ډله ییز قبر بدل کړ.»

د غزې د ملکي بېړنیو خدماتو یوه ویاند ویلي، چې اسراییلي ځواکونو دوه کسان په روغتون کې وژلي، چې جنازې یې هلته په داسې حال کې موندل شوي چې په لاسونو کې یې ولچکونه پراته وو.

په همدې حال کې اسراییلي ځواکونو د مړو د ښخولو لپاره په روغتون کې ځمکه په بیلدوزر کندلې او بیا یې مړي په ډله ییزه توګه وراچولي دي.

اسراییلي پوځ د دغو تورونو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې د حکومت اپوزیسیون د استانبول په سیمه ییزو ټاکنو کې د اردوغان ګوند ته ماتې ورکړه

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د ترکیې د حکومت اپوزیسیون په سیمه ییزو ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند پر وړاندې په زړه پورې بریا تر لاسه کړه او ځان یې د یو سیاسي ځواک په توګه اعلان کړ.

دا د اردوغان او د عدالت او پراختیا ګوند لپاره د واک په څه باندې دوه لسیزو موده کې تر ټولو بده ماتې وه او کېدی شي د ترکیې وېشل شوي سیاست کې بدلون راولي.

د ترکیې سیمه ییزې ټاکنې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شوې؛ خو استانبول د سیالۍ اصلي ډګر و، چیرې چې د اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید اکرم امام اوغلو څخه د ښاروالۍ څوکۍ په ګټلو کې یو ځل بیا پاتې راغی.

دغو ټاکنو وښوده چې اکرم امام اوغلو د ترکیې په سیاست کې د اروغان یوازینۍ رقیب دی.

د اروپايي شورا د څارونکي ماموریت مشر ډېویډ ایری په انقره کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د ټاکنو ورځ په ټولیزه توګه ارامه او په مسلکي ډول تنظیم شوې وه، چې د خلکو زیات ګډون ډېموکراتیکو پروسو ته د خلکو قوي ژمنتیا وښودله."

نوموړې زیاته کړې: "په داسې حال کې چې موږ د دې ټاکنو د رقابتي ماهیت قدردانی کوو او دا چې رایه ورکوونکي کولی شي د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي؛ خو باید دا هم ووایو چې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې په سخت قطبي چاپیریال کې ترسره شوې چې دا د محلي ډېموکراسۍ له پاره ډېر مناسب کار نه دی. "

اردوغان ویلی، چې په خپل ګوند او سیاست کې به ټولې هغه تېروتنې سمې کړي، چې په استانبول کې د دغو ټاکنو د بایللو سبب شوي دي.

سره له دې، چې د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دغه ټاکنې په یو ښار کې ګټلي دي؛ خو استانبول چې د ترکیې اقتصادي مرکز او تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی؛ نو ځکه دلته د اپوزیسیون بریا د هغوی لپاره لویه راسته راوړنه بلل کیږي.

د اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند په تېرو ټاکنو کې هم ډېره هڅه کړې وه، چې د استانبول د ښاروالۍ ټاکنې وګټي او د دې لپاره یې ان ټاکنې له سره کړې وې؛ خو بیا هم په دغه چاره کې پاتې راغلی و.

د رفح ښار په اړه به امریکايي او اسراییلي چارواکي غونډه وکړي

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۵۱ GMT+۱

د اکسیوس ویب پاڼې د دریو اسراییلي او امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې تمه کیږي امریکا او اسراییل د دوشنبې په ورځ یو انلاین غونډه وکړي. راپور کاږي، چې په دغه غونډه کې به په رفح ښار باندې د اسراییل برید د بدیلو لارو په اړه د بایډن د وړاندیزونو په هکله خبرې اترې وشي.

یوه اسراییلي چارواکي ویلي دي چې راتلونکې اوونۍ به مخامخ غونډه هم جوړه شي.

الجزیرې خبر ورکړی، چې شاوخوا یو میلیون فلسطینیانو د غزې په سوېلي ښار رفح کې پناه اخیستې ده.

اسراییل ویلي چې غواړي پر دې سیمه برید وکړي، خو د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې یې مخالفت کړی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د جمعې په ورځ، د ۱۴۰۲ کال د کب ۲۶مه اعلان وکړ چې بنیامین نتنیاهو د رفح ښار د برید پلان تصویب کړ.

ښاغلي نتانیاهو تر دې مخکې د ځمکنیو عملیاتو پر ترسره کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې «اسراییل به په رفح کې کار پای ته ورسوي.»

روسیه: کییف دې د دولتي استخباراتو مشر او یو شمېر نور اوکرایني چارواکي را وسپاري

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۵۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د اوکراین له حکومته وغوښتل، چې د روسیې د تروریستي حملو د لاس لرلو په تور د اوکراین د دولتي امنیت د ادارې مشر او یو شمېر نور اوکرایني چارواکي دې ور وسپاري.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د څو چاودنو په ګډون د خونړیو پېښو نوملړ یاد شوی دی.

په ۱۴۰۲ کال کې په دوو چاودنو کې، کرملین ته نږدې د مشهور مفکر لور او یو روسی ویبلاګر ووژل شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی څېړنو په دې چاودنو کې د اوکراین د لاس لرلو نښې څرګندې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: "روسیې خپلې غوښتنې اوکرایني چارواکو ته سپارلي او له هغوی غواړي چې ژر تر ژره د دغو تروریستي اعمالو په تړاو کسان ونیسي او هغوی ته یې وسپاري."

دا بیان په مبهم ډول د حمل په درېیمه د کروکس کنسرټ هال کې د خلکو وژنې ته اشاره کوي.

په تېرو څو ورځو کې روسي چارواکو په پرله پسې ډول اوکرایني اړخ په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړی، چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې ده.

د اوکراین د امنیت ادارې په یوه بیان کې د روسیې دا غوښتنه "بې اساسه" بللې او ویلي یې دي، چې مسکو هېر کړي چې د هاګ سترې محکمې د روسیې د ولسمشر د نیولو حکم صادر کړی دی.

د اسراییلي یرغمل شویو کورنۍ: که حماس سره د تبادلې تړون ژر ونه شي هېواد ته اور اچوو

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۱

د اسراییلي یرغمل شویو کسانو کورنیو د یکشنبې په ورځ ګواښ کړی، چې که له حماس سره د تبادلې تړون ژر تر ژره ونه شي "موږ به هیواد ته اور واچوو."

د اسراییلي ورځپاڼې یدیعوت احرونوت د راپور له مخې؛ دغو کورنیو د تل ابیب په کاپلان چوک کې په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې "د یرغمل شویو کسانو د تبادلې لپاره یو تړون اماده دی او ډېر ژر امضا او پلي کېدای شي. "

ورځپاڼې ویلي، دغو کورنیو په دې اړه ځڼډ او استدلال رد کړی او ګواښ یې کړی، چې که اسراییل حماس سره یوې هوکړې ته ونه رسیږي نو "هېواد ته به اور واچوي".

د ورځپاڼې په وینا؛ د یرغمل شویو کورنیو غړو او زرګونو لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې "اوس موافقه وکړی".

د شنبې په ورځ، دغو کورنیو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورن کړی چې د خبرو اترو په برخه کې خڼډ رامنځته کوي.

د یدیعوت احرونوت په وینا؛ دغو کورنیو په تل ابیب کې د دفاع وزارت له مرکزي دفتر څخه بهر په یوه اعلامیه کې وویل:"نتنیاهو دوی ته هېڅ بله لار نه پرېږدي، ځکه چې هغه وړاندیزونه ردوي او سخت دریځي غوره کوي، په خبرو اترو کې د اسراییلیانو د وړاندیز مخه نیسي."

دوی وايي، چې د لومړي وزیر چلند د "جرمي او د تصور وړ نه دی."

دغو کورنیو وویل، دوی له دې لپاره چې حماس سره یوې موافقې ته ورسیږي، پرته له دې چې نتنیاهو له واکه لرې کړي، بله چاره نه لري.

د ورځپاڼې په وینا؛ دوی د حکومت له نورو غړو او ایتلافي ملګرو څخه وغوښتل چې د دوی د عزیزانو په خوشې کولو کې مرسته وکړي.

تمه ده، چې د اسراییل مذاکره کوونکی پلاوی د یکشنبې په ورځ د مصر پلازمېنې قاهرې ته ولاړ شي او د قطر پلازمېنې دوحې ته له روانېدو مخکې د یرغمل شویو د تبادلې پر تړون خبرې وکړي.

قطر، مصر او امریکا هڅه کوي، چې په غزه کې د یرغمل شویو د تبادلې او اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي، ځکه چې په جګړه کې لومړی وقفه د نومبر په وروستیو کې یوازې د یوې اونۍ لپاره وه، چې په پایله کې یې د غزې تړانګې ته محدودې مرستې داخلې شوې.

تل ابیب دا مهال په خپلو زندانونو کې لږ تر لږه ۹۱۰۰ فلسطینیان بندیان کړي، په داسې حال کې چې په غزه کې د اټکل له مخې ۱۳۴ اسراییلي یرغمل شوي بندیان دي.

حماس د اسراييل په هوايي بريدونو کې د ۷۰ تنو یرغملو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د سوریې په شمالي ښار عزاز کې موټر بم چاودنې ۴ کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د سیمه ییزو سرچینو په وینا؛ د سوریې په شمالي ښار عزاز کې د شنبې په ورځ ناوخته په یوه موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

برید د عزاز په بازار کې شوی، چې د حکومت مخالفو ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

لومړنۍ ارزونې دا چاودنه یو ترهګریز برید بولي.

له بريد وروسته ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونو په شاوخوا سيمو کې امنيتي تدابير سخت کړي دي.

امنيتي ځواکونو د بريد په اړه پلټنې پيل کړي؛ خو تر اوسه کومې ډلې د بريد مسوولیت پر غاړه نه ده اخيستې.