• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییلي یرغمل شویو کورنۍ: که حماس سره د تبادلې تړون ژر ونه شي هېواد ته اور اچوو

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۱

د اسراییلي یرغمل شویو کسانو کورنیو د یکشنبې په ورځ ګواښ کړی، چې که له حماس سره د تبادلې تړون ژر تر ژره ونه شي "موږ به هیواد ته اور واچوو."

د اسراییلي ورځپاڼې یدیعوت احرونوت د راپور له مخې؛ دغو کورنیو د تل ابیب په کاپلان چوک کې په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې "د یرغمل شویو کسانو د تبادلې لپاره یو تړون اماده دی او ډېر ژر امضا او پلي کېدای شي. "

ورځپاڼې ویلي، دغو کورنیو په دې اړه ځڼډ او استدلال رد کړی او ګواښ یې کړی، چې که اسراییل حماس سره یوې هوکړې ته ونه رسیږي نو "هېواد ته به اور واچوي".

د ورځپاڼې په وینا؛ د یرغمل شویو کورنیو غړو او زرګونو لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې "اوس موافقه وکړی".

د شنبې په ورځ، دغو کورنیو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورن کړی چې د خبرو اترو په برخه کې خڼډ رامنځته کوي.

د یدیعوت احرونوت په وینا؛ دغو کورنیو په تل ابیب کې د دفاع وزارت له مرکزي دفتر څخه بهر په یوه اعلامیه کې وویل:"نتنیاهو دوی ته هېڅ بله لار نه پرېږدي، ځکه چې هغه وړاندیزونه ردوي او سخت دریځي غوره کوي، په خبرو اترو کې د اسراییلیانو د وړاندیز مخه نیسي."

دوی وايي، چې د لومړي وزیر چلند د "جرمي او د تصور وړ نه دی."

دغو کورنیو وویل، دوی له دې لپاره چې حماس سره یوې موافقې ته ورسیږي، پرته له دې چې نتنیاهو له واکه لرې کړي، بله چاره نه لري.

د ورځپاڼې په وینا؛ دوی د حکومت له نورو غړو او ایتلافي ملګرو څخه وغوښتل چې د دوی د عزیزانو په خوشې کولو کې مرسته وکړي.

تمه ده، چې د اسراییل مذاکره کوونکی پلاوی د یکشنبې په ورځ د مصر پلازمېنې قاهرې ته ولاړ شي او د قطر پلازمېنې دوحې ته له روانېدو مخکې د یرغمل شویو د تبادلې پر تړون خبرې وکړي.

قطر، مصر او امریکا هڅه کوي، چې په غزه کې د یرغمل شویو د تبادلې او اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي، ځکه چې په جګړه کې لومړی وقفه د نومبر په وروستیو کې یوازې د یوې اونۍ لپاره وه، چې په پایله کې یې د غزې تړانګې ته محدودې مرستې داخلې شوې.

تل ابیب دا مهال په خپلو زندانونو کې لږ تر لږه ۹۱۰۰ فلسطینیان بندیان کړي، په داسې حال کې چې په غزه کې د اټکل له مخې ۱۳۴ اسراییلي یرغمل شوي بندیان دي.

حماس د اسراييل په هوايي بريدونو کې د ۷۰ تنو یرغملو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د سوریې په شمالي ښار عزاز کې موټر بم چاودنې ۴ کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د سیمه ییزو سرچینو په وینا؛ د سوریې په شمالي ښار عزاز کې د شنبې په ورځ ناوخته په یوه موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

برید د عزاز په بازار کې شوی، چې د حکومت مخالفو ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

لومړنۍ ارزونې دا چاودنه یو ترهګریز برید بولي.

له بريد وروسته ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونو په شاوخوا سيمو کې امنيتي تدابير سخت کړي دي.

امنيتي ځواکونو د بريد په اړه پلټنې پيل کړي؛ خو تر اوسه کومې ډلې د بريد مسوولیت پر غاړه نه ده اخيستې.

روسیه وايي، چې د اوکراین د انرژۍ زېربناوې او د ګازو د تولید تاسیسات یې په نښه کړي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د روسیې هوايي ځواک په اوکراین کې د انرژۍ د زېربناوې او د ګازو د تولید پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.

د دفاع وزارت د خبرپانې په وینا؛ په دغه برید کې له اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی دی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: "د دغه برید په پایله کې د دفاعي صنایعو د تولید چارې چې د وسلو، تجهیزاتو او مهماتو جوړول او ترمیم کوي، ګډوډې شوې دي. د برید موخه ترلاسه شوې او هدف په دقیقه توګه ویشتل شوی دی. "

په دې وروستیو کې، روسیې د اوکراین په انرژۍ سکتور پراخ بریدونه پیل کړي او اوکراین چې تر جګړې وړاندې د انرژي صادرونکی هیواد و، اوس د خپل اړتیا وړ انرژۍ یوه برخه له بهره واردوي.

پر اوکراین د روسیې د بریدونو شدت؛ فرانسې اوکراین ته د پوځي تجهیزاتو د لېږلو اعلان وکړ

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د فرانسې د دفاع وزیر سبستین لیکورنو اعلان وکړ، چې پاریس پلان لري چې کییف ته په سلګونو زرې زغره وال موټرونه او نوي له ځمکې څخه هوا ته وېشتونکي توغندي ورکړي؛ څو د روسیې سره په جګړه کې د اوکراین پوځ پیاوړی کړي.

لیکورنو د یکشنبې له یوې اونیزې سره په مرکه کې اعلان وکړ، چې دغه پرېکړه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون او د هغه د اوکرایني سیال ولادیمیر زېلینسکي تر منځ له خبرو اترو وروسته شوې ده.

د فرانسې د دفاع وزیر تایید کړه، چې اوکراین ته استول شوي ځینې تجهیزات او وسایل زاړه دي؛ خو ویې ویل چې لا هم کار کوي.

دغه زغره وال موټرونه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ځواکونو د تګ وړتيا لري، ټاکل شوې په ۲۰۲۴ او د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې اوکراین ته ولېږل شي.

لیکورنو ټینګار وکړ: "د اوکراین پوځ باید د یوې اوږدې لومړۍ کرښې دفاع وکړي او زغره والو موټرو ته اړتیا لري. دغه توکي د ځواکونو د تګ راتګ لپاره په بشپړه توګه این دي.»

له اوکراین سره د فرانسې د وسلو د مرستې اعلان په داسې حال کې کېږي، چې دغه هېواد په وروستیو اوونیو کې د روسیې د پوځ له خوا د سختو بریدونو هدف و.

د اوکراین په لوېدیځ کې د لوېف والي ماکسیم کوزیتسکي اعلان وکړ، چې د یکشنبې په سهار په سیمه کې د روسیې د برید په پایله کې یو کس وژل شوی دی.

د هغه په ​​وینا؛ د روسیې کروز توغندیو د دغه ښار حیاتي بنسټونه په نښه کړي دي.

د خارکیف په سیمه کې د ګازو په یوه سټیشن باندې د روسیې په برید کې یو ۱۹ کلن ځوان هم وژل شوی دی.

په فرانسه کې د ایسټر پر مهال د کلیساګانو د امنیت د ټینګښت لپاره ۱۳ زره پولیس وګومارل شول

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ایسټر د امنیت د ټینګښت لپاره یې د شاوخوا څلور زره او ۵۳۰ کلیساګانو لپاره دیارلس زره او ۵۰۰ پولیس ګومارلي دي. د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر وایي، چې دا تابیاوې له هر ډول «ترهګریزو» کړنو څخه د کلیساګانو د ساتنې په موخه شوي دي.

په مسکو کې د داعش ډلې له برید وروسته فرانسې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ خبرداری تر ټولو لوړې کچې ته ورساوه.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر جرالډ داروین د امنیتي تابیاوو په دوام، دا ځل د کاتولیکانو او پروټیسټینټ د عبادت ځایونو د ساتنې لپاره د امنیتي کارکوونکو د زیاتولو اعلان وکړ.

د راپورونو له مخې، په ټوله فرانسه کې به د جمعې له ورځې تر دوشنبې پورې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي ځواکونه مېشت وي.

ټاکل شوې، چې کاتولیکان او پروټیسټینټ به د یکشنبې په ورځ د عیسی مسیح د یاد مراسم ترسره کړي، په داسې حال کې چې ارتودوکس عیسویان به د مې تر ۶ پورې خپلو مراسمو ته په تمه وي.

په دې وروستیو کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اعلان وکړ، هغې ډلې چې په روسیه کې د کنسرت پر تالار د خونړي برید پلان جوړ کړی و، په تېرو میاشتو کې یې په فرانسه کې هم د عملیاتو هڅه کړې وه.

د بلوچستان په ګوادر کې له وسله والو بریدګرو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځیان ووژل شول

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۶ GMT+۱

د پاکستان امنیتي سرچینو اعلان کړی، چې د بلوچستان په ګوادر کې له «ترهګرو» سره په نښته کې لږ تر لږه دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، بريدکوونکو پاکستاني پوځیانو د ماين د شنډولو ډله په نښه کړې ده.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د وري په ۱۲ مه) د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړ، چې وسله والو بریدګرو د ګوادر ښار شمال لوېدیځ ته په ۲۵ کیلومټرۍ کې د اکرا کویر ور بند په سیمه کې د پاکستان د پوځ د ماین پاکۍ پر یوې ډلې برید وکړ.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد هغه مهال رامنځته شو، چې پاکستاني ځواکونه د ماين پاکولو د عملياتو پرمهال د وسله والو بريدګرو له کمين سره مخ شول، چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

سرچينې وايي، چې تر اوسه د بريدګرو د مرګ ژوبلې راپور نه دى ورکړل شوى او د لټون عملياتو لپاره د پوځ څرخي الوتکې سيمې ته استول شوي دي.

د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځيانو وسلوال بريدونه زيات شوي دي.