• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر اوکراین د روسیې د بریدونو شدت؛ فرانسې اوکراین ته د پوځي تجهیزاتو د لېږلو اعلان وکړ

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د فرانسې د دفاع وزیر سبستین لیکورنو اعلان وکړ، چې پاریس پلان لري چې کییف ته په سلګونو زرې زغره وال موټرونه او نوي له ځمکې څخه هوا ته وېشتونکي توغندي ورکړي؛ څو د روسیې سره په جګړه کې د اوکراین پوځ پیاوړی کړي.

لیکورنو د یکشنبې له یوې اونیزې سره په مرکه کې اعلان وکړ، چې دغه پرېکړه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون او د هغه د اوکرایني سیال ولادیمیر زېلینسکي تر منځ له خبرو اترو وروسته شوې ده.

د فرانسې د دفاع وزیر تایید کړه، چې اوکراین ته استول شوي ځینې تجهیزات او وسایل زاړه دي؛ خو ویې ویل چې لا هم کار کوي.

دغه زغره وال موټرونه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ځواکونو د تګ وړتيا لري، ټاکل شوې په ۲۰۲۴ او د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې اوکراین ته ولېږل شي.

لیکورنو ټینګار وکړ: "د اوکراین پوځ باید د یوې اوږدې لومړۍ کرښې دفاع وکړي او زغره والو موټرو ته اړتیا لري. دغه توکي د ځواکونو د تګ راتګ لپاره په بشپړه توګه این دي.»

له اوکراین سره د فرانسې د وسلو د مرستې اعلان په داسې حال کې کېږي، چې دغه هېواد په وروستیو اوونیو کې د روسیې د پوځ له خوا د سختو بریدونو هدف و.

د اوکراین په لوېدیځ کې د لوېف والي ماکسیم کوزیتسکي اعلان وکړ، چې د یکشنبې په سهار په سیمه کې د روسیې د برید په پایله کې یو کس وژل شوی دی.

د هغه په ​​وینا؛ د روسیې کروز توغندیو د دغه ښار حیاتي بنسټونه په نښه کړي دي.

د خارکیف په سیمه کې د ګازو په یوه سټیشن باندې د روسیې په برید کې یو ۱۹ کلن ځوان هم وژل شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په فرانسه کې د ایسټر پر مهال د کلیساګانو د امنیت د ټینګښت لپاره ۱۳ زره پولیس وګومارل شول

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ایسټر د امنیت د ټینګښت لپاره یې د شاوخوا څلور زره او ۵۳۰ کلیساګانو لپاره دیارلس زره او ۵۰۰ پولیس ګومارلي دي. د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر وایي، چې دا تابیاوې له هر ډول «ترهګریزو» کړنو څخه د کلیساګانو د ساتنې په موخه شوي دي.

په مسکو کې د داعش ډلې له برید وروسته فرانسې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ خبرداری تر ټولو لوړې کچې ته ورساوه.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر جرالډ داروین د امنیتي تابیاوو په دوام، دا ځل د کاتولیکانو او پروټیسټینټ د عبادت ځایونو د ساتنې لپاره د امنیتي کارکوونکو د زیاتولو اعلان وکړ.

د راپورونو له مخې، په ټوله فرانسه کې به د جمعې له ورځې تر دوشنبې پورې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي ځواکونه مېشت وي.

ټاکل شوې، چې کاتولیکان او پروټیسټینټ به د یکشنبې په ورځ د عیسی مسیح د یاد مراسم ترسره کړي، په داسې حال کې چې ارتودوکس عیسویان به د مې تر ۶ پورې خپلو مراسمو ته په تمه وي.

په دې وروستیو کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اعلان وکړ، هغې ډلې چې په روسیه کې د کنسرت پر تالار د خونړي برید پلان جوړ کړی و، په تېرو میاشتو کې یې په فرانسه کې هم د عملیاتو هڅه کړې وه.

د بلوچستان په ګوادر کې له وسله والو بریدګرو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځیان ووژل شول

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۶ GMT+۱

د پاکستان امنیتي سرچینو اعلان کړی، چې د بلوچستان په ګوادر کې له «ترهګرو» سره په نښته کې لږ تر لږه دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، بريدکوونکو پاکستاني پوځیانو د ماين د شنډولو ډله په نښه کړې ده.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د وري په ۱۲ مه) د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړ، چې وسله والو بریدګرو د ګوادر ښار شمال لوېدیځ ته په ۲۵ کیلومټرۍ کې د اکرا کویر ور بند په سیمه کې د پاکستان د پوځ د ماین پاکۍ پر یوې ډلې برید وکړ.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد هغه مهال رامنځته شو، چې پاکستاني ځواکونه د ماين پاکولو د عملياتو پرمهال د وسله والو بريدګرو له کمين سره مخ شول، چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

سرچينې وايي، چې تر اوسه د بريدګرو د مرګ ژوبلې راپور نه دى ورکړل شوى او د لټون عملياتو لپاره د پوځ څرخي الوتکې سيمې ته استول شوي دي.

د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځيانو وسلوال بريدونه زيات شوي دي.

ایراني چارواکي: د غیر قانوني کډوالو نیول او اېستل به تر بشپړ پاکېدو پورې دوام وکړي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د ایران د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو عمومي مشر وایي، چې د "ناقانونه" کډوالو د پېژندلو، نیولو او شړلو د پلان په پلې کېدو سره به دغه کډوال په بشپړه توګه و اېستل شي. حمزه سلیماني ویلي؛ تېر کال د دغه پلان په پلې کېدو سره ډېر شمېر افغانان له دې هېواده شړل شوي دي.

اېسنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) په کرمانشاه ولایت کې له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د پېژندلو، نیولو او شړلو د لومړي پلان د عملي کیدو خبر ورکړ.

دغې رسنۍ د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو د ادارې د مشر حمزه سلیماني له قوله لیکلي، چې د دغې پروسې د هر پړاو عملي کېدل به له درېو ورځو تر دوو اونیو وخت ونیسي.

یاد ایراني چارواکي دغه راز ویلي، چې د سراب نیلوفر او کوزران په سیمو کې په کرنیزو ځمکو کې د افغانانو د ګومارنې اجازه نشته .

حمزه سلیماني ویلي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې په دغو سیمو کې افغانان ګوماري.

هغه وويل: "په داسې حال کې چې وزګاري په دې ولایت کې له لسیزو راهیسې یوه ننګونه وه، مونږ اجازه نه ورکوو چې کار ځایونه له بهرنیو کاریګرانو کار واخلي او زمونږ ځوانان وزګاره وي."

د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو عمومي رییس د استوګنې له اسنادو پرته د بهرنیو وګړو راتګ یو "ټولنیز او امنیتي کړکیچ" وباله او ویې ویل: موږ باید اجازه ورنکړو چې د دغه ولایت لپاره د حکومت پالیسي د یو شمېر غیر مسوولو کارګرانو له خوا له پامه وغورځول شي. "

په همدې حال کې؛ افغانان په ایران کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس جوړوي او د پاکستان په څېر دغه هیواد په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.

د ترکیې سیمه ییزې ټاکنې د ۳۴ ګوندونو په ګډون پیل شوې

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د ترکیې د ښاروالانو او شوراګانو د ټاکلو لپاره سیمه ییزې ټاکنې د وري په ۱۲مه پیل شوې. په دې ټاکنو کې له ۶۱ میلیونو ډېر کسان رایه ورکوي.

د ترکیې سیمه ییزې ټاکنې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پیل شوې، خو استانبول به د سیالۍ اصلي ډګر وي، هغه ښار چې د عدالت او پراختیا ګوند پکې د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه د ښاروالۍ څوکۍ لپاره سیالي کوي.

د ترکیې په ختیځ کې د رای ورکولو مرکزونه په ځايي وخت د سهار په اوو بجو پرانیستل شوي او په نورو سیمو کې بیا د رای ورکولو بهیر په اتو بجو پیل شو.

ټاکل شوې، چې ټاکنې د مازدیګر په پنځو بجو پای ته ورسېږي او پایلې به یې د شپې لس بجې اعلان شي.

د دغه هېواد د ټاکنو د عالي شورا مشر احمد یونیر وویل:«موږ له ټولو تمه لرو چې د رایه ورکولو ثندوقونو ته ولاړ شي، تر اوسه مو کوم منفي خبر نه دی ترلاسه کړی. د رای ورکولو بهیر هم په ارامۍ سره دوام لري.»

بلخوا، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلیکایا ویلي دي، چې د امنیت د ټينګښت په موخه يي په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا شپږ زره امنیتي سرتیري ګومارلي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې له ۲۰۶ زره ډېر د رایو صندوقونه اېښودل شوي دي.

په دې ټاکنو کې به د ۸۱ ولایتونو او ۹۷۳ کلیو ښاروالان او د ښاروالانو د شورا غړي وټاکل شي.

په ترکیه کې سیمه ییرې ټاکنې په هرو پنځو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند هڅه کوي، چې په دې ټاکنو کې له خپل سیال اکرم امام اوغلو څخه د استانبول واک بېرته واخلي.

په استانبول ښار کې دا سیالۍ نه یوازې ټاکنیزې سیالۍ دي، بلکې د اردوغان او د هغه د ګوند د راتلونکي خوندي کولو لپاره مبارزه هم ده.

د وروستیو بارانونو له امله په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه او ژوبل شوي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۱

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله اته مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ډلې یوه مسوول خطیر احمد رسنیو ته ويلي، په مړو کې د څلورو هغو عمرونه تر لسو کلو کم دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (وري ۱۲مه) د خېبرپښتونخوا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه ایالت په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې د توندو بارانونو له امله د سیلابونو راوتلو او د استوګنځيو د چتونو پرېوتو له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې درې ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي، چې عمرونه یې له یو څخه تر اوو کلونو پورې دي.

تېر کال په پاکستان کې د سختو بارانونو او سیلابونو راوتلو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په پاکستان کې هر کال د موسمي بارانونو پر مهال هغو بېوزلو کورنیو ته زیات زیان اوړي چې یا په خټینو کورونو او یا هم سیندونو او خوړونو ته څېرمه استوګن وي.