• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وروستیو بارانونو له امله په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه او ژوبل شوي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۱

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله اته مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ډلې یوه مسوول خطیر احمد رسنیو ته ويلي، په مړو کې د څلورو هغو عمرونه تر لسو کلو کم دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (وري ۱۲مه) د خېبرپښتونخوا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه ایالت په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې د توندو بارانونو له امله د سیلابونو راوتلو او د استوګنځيو د چتونو پرېوتو له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې درې ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي، چې عمرونه یې له یو څخه تر اوو کلونو پورې دي.

تېر کال په پاکستان کې د سختو بارانونو او سیلابونو راوتلو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په پاکستان کې هر کال د موسمي بارانونو پر مهال هغو بېوزلو کورنیو ته زیات زیان اوړي چې یا په خټینو کورونو او یا هم سیندونو او خوړونو ته څېرمه استوګن وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران انټرنشنل ویاند: زمونږ خبريالان به له ګواښونو سربیره خپلو کارونو ته دوام ورکړي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د ایران انټرنیشنل ویاند، ادم بیلي، د "حرف اخیر" د خپرونې کوربه پوريا زراعتي باندې د برید په غبرګون کې بي بي سي راډیو ته وویل: «د ګواښونو سربیره، د ایران انټرنشنل خبریالان هوډ لري، چې راپور ورکولو ته دوام ورکړي.» هغه زیاته کړه: «زموږ لپاره بل هیڅ بدیل نشته.»

په همدې حال کې د ایران انټرنیشنل پخوانۍ ویاندې سیما ثابت اعلان وکړ، چې په پوريا زراعتي باندې له برید وروسته د لندن د میټروپولیټن پولیسو د تروریزم ضد څانګې له هغې څخه غوښتي، چې خپل کور پریږدي او تر بلې خبرتیا پورې دې په بل ځای کې پاتې شي.

هغې زیاته کړه، چې د بريتانيا حکومت د ایران د حکومت له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره کافي اقدام نه دی کړی.

سټنډرډ ورځپاڼې د یوه عیني شاهد له قوله، چې په لندن کې د پوريا زراعتي د برید په ځای کې اوسېده لیکلي، چې دوه ځوانان د ایران د انټرنشنل خبريال ۴ ځايه په چاقو له وهلو وروسته د خندا په حالت کې موټر ته وختل او په بېړه یې سيمه پرېښوده. هغه وويل، چې د موټر پلېټ يې ځان سره ولیکه او ويې ليدل، چې د زراعتي څخه ډېره وينه روانه ده.

د ایران انټرنشنل ویاند وايي،‌ چې پوریا زراعتي د جمعې په ورځ د (وري ۱۰مه) په لندن کې له خپل کوره د وتلو پر مهال د نامعلومو کسانو له خوا د چاقو پر مټ له برید لاندې راغی او ټپي شو.

نوموړی دا مهال په روغتون کې بستر دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د ترهګرۍ سره د مبارزې مشر دومینیک مورفي وویل: «چې د دوی ځواکونه د دغه بريد تر شا د هر ډول انګېزې په اړه باخبره دي.»

تر اوسه د دغه برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه هم د برید کوونکو د احتمالي انګیزې په اړه څه ویل شوي دي.

پاکستان: د ښه نسل څارویو لومړۍ جوپه له برازیل څخه راورسیده

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د ځانګړې پانګې اچونې شورا (ایس ای ایف سي) په چوکاټ کې له برازیل څخه د وارد شویو د ښه نسل څارویو لومړۍ جوپه پاکستان ته رسیدلې ده.

د پاکستان د ځانګړې پانګې اچونې شورا (ایس ای ایف سي) په دغه هیواد کې د پانګونې د راجذبولو او اسانولو لپاره په دې وروستیو کې جوړه شوې ده.

د پاکستان دولتي راډیو د شنبې په ورځ - د وري یوولسمه - ویلي، چې د وارداتو دا پروسه به د ځانګړې پانګې اچونې شورا تر چتر لاندې د زرغون پاکستان لپاره د مالدارۍ نوښت پروګرام (جي پي ایل ای) په پراخولو کولو کې مرسته وکړي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د څارويو نو نسل چې غوره جنیتیکي ځانګړتیاوې لري د غوښې او شیدو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ځایی بزګرانو ته ورکړل شي. د نهو نسلونو په وارد شویو څارویو کې د پاکستان او برازیل ځايي نسلونه شامل دي.

دغه څاروي له سیالکوټ څخه اوکارا ته لېږدول شوي چې د دوه اونیو لپاره به په قرنطین کې ساتل کیږي.

د ترکيې ځایي ټاکنې او له مخالفينو څخه د لويو ښارونو د ادارې په نيولو کې د اردوغان ننګونه

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د ترکیې ملیونونه خلک به د یکشنبې په ورځ - وري په۱۲مه - د ښاروالانو او ښاري شوراګانو په ځایي ټاکنو کې پریکړه وکړي چې د لویو ښارونو اداره چا ته وسپاري.

په دې ټاکنو کې رجب طیب اردوغان هڅه کوي چې له خپلو سیالانو څخه د استانبول ښاروالي بیرته ترلاسه کړي.

د بي بي سي د راپور له مخې، پنځه کاله وړاندې د ترکیې د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند (CHP) څخه د اپوزیسیون د ایتلاف استازي اکرم امام اوغلو د ترکیې د ستر اقتصادي او ټولنیز مرکز، استانبول، اداره ترلاسه کړه.

اردوغان چې په دې ۱۶ میلیوني ستر ښار کې زیږیدلی غواړي د دې ښار واک له خپلو مخالفینو بیرته واخلي.

د استانبول د رایو پایلې د اپوزیسیون لپاره یوه مهمه ازموینه ده، چې ایا دوی په راتلونکو څلورو کلونو او د ولسمشرۍ ټاکنو راتلونکي دورې کې د اردغان او د هغه د اک پارټي یا ګوند لپاره جدي ګواښ رامنځته کولي شي یا نه.

د مدیپول استانبول پوهنتون د اړیکو څخه او د چنار سیاسي څیړنیز مرکز مشر احسان اکتاش وویل، "استانبول د هغه کور دی. د ۲۰۱۹کال ځایي ټاکنو کې د استانبول له لاسه ورکول د اردوغان لپاره لویه ماتې ګڼل کیږي."

استانبول هغه ځای دی چیرې چې اردوغان په ۱۹۷۰ لسیزه کې سیاست ته له ننوتلو دمخه په سړکونو کې د «سیمیت» ډوډۍ پلورلې.

اردوغان په بې اوغلو سیمه کې د اسلامي ګوند د ځوانانو څانګې مشر و او له هغه ځایه یې د استانبول ښاروالی، لومړي وزیري او په پای کې د ترکیې ولسمشرۍ ته لاره پیدا کړه.

واکمن ګوند، د عدالت او پراختیا ګوند او اسلامپالو په ۲۰۱۹کال کې له ماتې مخکې ۲۵کاله د استانبول او انقرې واک په لاس کې درلوده.

د استانبول د هایشیک پوهنتون د سیاسي علوم استاد سدا دمیرال وویل: «که څه هم اپوزیسیون د تېر کال ولسمشریزې ټاکنې وبایلودې، خو لا هم د استانبول او ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو قوي امکان شته.»

دمیرال زیاته کړه: "که امام اوغلو په استانبول کې بیا بریا ترلاسه کړي، نو اپوزیسیون به د ۲۰۲۸ ولسمشریزو ټاکنو ته ډېرې هیلې ولري."

دغه ښار چې د ترکیې د ۸۵میلیونو نفوسو یو پر پنځمه برخه نفوس لري او د بېلا بېلو سیاسي، قومي، مذهبي او اقتصادي نظریاتو درلودونکي رایه اچونکي لري.

د پولنډ لومړي وزیر پر اروپايي مشرانو غږ کړی چې په اروپا کې د جګړې لپاره چمتووالی ونیسي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۰

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک خبرداری ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې د هر اړخیزې جګړې قوي امکان شته او روسیه باید اوکراین ته ماتې ورنکړي که نه نو دا به ټوله اروپا بې ثباته کړي.

د پولنډ لومړي وزیر وویل، چې جګړه "نوره په اروپا کې یوه پخوانۍ پدیده نه ده" او زیاته یې کړه "جګړه د اروپا واقعیت دی او دوه کاله وړاندې پیل شوې ده."

توسک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پنجشنبې په ورځ روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره اونۍ وویل، چې مسکو د ناټو هیوادونو پر وړاندې "هیڅ یرغلیز نیت" نه لري. هغه زیاته کړه چې دا نظریه چې روسیه، چې د اروپا او نړۍ یو ترټولو لوی اتومي قدرت دی، به په پولنډ، بالتیک هیوادونو او چک جمهوریت - چې ټول د ناټو اتحاد غړي دي- برید وکړي، یوه بې بنسټه نظریه ده. "

کرملین، امریکا په دې تورنوي چې اوکراین ته د پیسو، وسلو او استخباراتي معلوماتو په برابرولو سره د روسیې پر ضد جګړه کوي او زیاتوي چې د امریکا سره د دوی اړیکې هېڅ کله هم دومره خرابې شوې نه وې.

کله چې هغه نه د غرب له خوا اوکراین ته د اف ۱۶ الوتکو د ورکولو په اړه پوښتنه وشوه،‌ پوتین وویل، چې دا ډول الوتکې به په اوکراین کې وضعیت بدل نه کړي.

هغه وویل: "موږ به دغه الوتکې هم نسکورې کړو، لکه څنګه مو چې نن ورځ ټانکونه، زغره وال ګاډي او نور تجهیزات له منځه وړي دي."

پوتین وویل چې اف ۱۶ کولای شي اټومي وسلې هم انتقال کړي.

پوتین وایي؛ که دغه الوتکې د پروازونو له پاره له درېیم هېواده کار واخلي، هغه هېواد به هم د روسیې لپاره مشروع هدف وي.

د پاکستان پولیس: د کوټې شمال ختیځ ته په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۰

پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان صوبې د کوټې ښار شمال ختیځ ته په هرنايي کې نن د چاودنې له امله کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د هرنايي مرستیال کمېشنر جاوېد ډومک یوايي چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ماري پټروليم شرکت يوې ډلې د ګازو د پلټنې سروې کوله.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

بلوچستان له څو کلونو راهیسې د هغو ډلو له خوا د بغاوتونو ډګر دی، چې د اسلام اباد له مرکزي حکومته خپلواکي غواړي.

که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې وسله وال یې ځپلي، خو لا هم په دې صوبه کې تاوتریخوالی دوام لري.