پاکستان: د ښه نسل څارویو لومړۍ جوپه له برازیل څخه راورسیده

د پاکستان د ځانګړې پانګې اچونې شورا (ایس ای ایف سي) په چوکاټ کې له برازیل څخه د وارد شویو د ښه نسل څارویو لومړۍ جوپه پاکستان ته رسیدلې ده.

د پاکستان د ځانګړې پانګې اچونې شورا (ایس ای ایف سي) په چوکاټ کې له برازیل څخه د وارد شویو د ښه نسل څارویو لومړۍ جوپه پاکستان ته رسیدلې ده.
د پاکستان د ځانګړې پانګې اچونې شورا (ایس ای ایف سي) په دغه هیواد کې د پانګونې د راجذبولو او اسانولو لپاره په دې وروستیو کې جوړه شوې ده.
د پاکستان دولتي راډیو د شنبې په ورځ - د وري یوولسمه - ویلي، چې د وارداتو دا پروسه به د ځانګړې پانګې اچونې شورا تر چتر لاندې د زرغون پاکستان لپاره د مالدارۍ نوښت پروګرام (جي پي ایل ای) په پراخولو کولو کې مرسته وکړي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د څارويو نو نسل چې غوره جنیتیکي ځانګړتیاوې لري د غوښې او شیدو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ځایی بزګرانو ته ورکړل شي. د نهو نسلونو په وارد شویو څارویو کې د پاکستان او برازیل ځايي نسلونه شامل دي.
دغه څاروي له سیالکوټ څخه اوکارا ته لېږدول شوي چې د دوه اونیو لپاره به په قرنطین کې ساتل کیږي.


پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان صوبې د کوټې ښار شمال ختیځ ته په هرنايي کې نن د چاودنې له امله کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د هرنايي مرستیال کمېشنر جاوېد ډومک یوايي چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ماري پټروليم شرکت يوې ډلې د ګازو د پلټنې سروې کوله.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
بلوچستان له څو کلونو راهیسې د هغو ډلو له خوا د بغاوتونو ډګر دی، چې د اسلام اباد له مرکزي حکومته خپلواکي غواړي.
که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې وسله وال یې ځپلي، خو لا هم په دې صوبه کې تاوتریخوالی دوام لري.

د پاکستان لومړی وزیر وايي، هېواد یې د انرژۍ، سوداګرس او پانګونې په ګډون مختلفو برخو کې له روسیې سره د دوه اړخیزو اړیکو زیاتېدل غواړي. شهباز شریف نن دا خبرې په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د ورسیې له سفیر سره په لیدنه کې کړې دي.
ښاغلي شریف د مسکو او اسلام اباد د خپلمنځي کمېسون د ناستې پر ژر جوړېدو هم ټینګار وکړ.
ټاکلې ده دا کمېسون د رون میلادي کال وروستیو کې په روسیه کې غونډه وکړي.
نوموړي له روسې وغوښتل چې له پاکستان سره د سوداګیزو اړیکو او پانګونې د پراختیا لپاره خپل پلاوی اسلام اباد ته واستوي.
هغه د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته هم د پاکستان بلنه ور کړه.

د پاکستان لپاره د جمهوریت د وخت سفیر وايي، غرب دا ځل د داعش ډله تنها د یو ملک پر ضد نه، بلکې د سیمې د څو هیوادونو لپاره تمویلوي. عاطف مشعل زیاتوي، د پاکستان پوځ کې داسې کسان شته چې د غرب په غوښتنه په دغه هېواد کې پر چینايي پروژو په بریدونو کې لاس لري او د سی پېک مخنیوی غواړي.
عاطف الله مشعل د طالبانو د استخباراتو اړوند المرصاد وېبپاڼه کې «د سیمې امنیتي وضعیت او د پاکستان دوه مخي سیاست» په نوم یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.
مشعل په دې باور دی، چې د داعش د پروژې تطبیقول او داعش ته په سیمه کې یو مصون کاري دهلیز مهیا کول یواځې د افغانستان او (سی پیک) پر ضد عمل او اقدام نه دی، بلکې د منځنۍ اسیا، روسیې او ایران لپاره هم یو لوی ګواښ دی.
نوموړی په دې باور دی چې، غرب د پاکستان په همکارۍ د داعش پروژه پلي کول غواړي.
مشعل وايي د پاکستاني جنرالانو او سیاسیتوالو دغه اقدام تنها له افغانستان سره په ټکر کې نه ده، بلکې د افغانستان په ګاونډ کې د ټولې سیمې لکه روسیې، چین او ایران لپاره یو جدي تهدید او بالقوه ګواښ دی، ځکه غرب دا ځل د داعش ډله تنها د یو ملک پر ضد نه، بلکې د سیمې د څو هیوادونو لپاره تمویلوي او تقویه کوي.»
دغه پخوانی افغان ډیپلوماټ وايي داسې نښې نښانې شته چې د پاکستان په پوځ او سیاسي مقاماتو کې ځینې ډلې، چې په احتمالي توګه د لویدیځ د ګټو تر اغیز لاندې دي، د چینایي شرکتونو پر ضد، په وسله والو بریدونو کې ښکیل دي.
مشعل وايي دا کړنې ممکن د یوې پراخې اجنډا برخه وي چې پاکستان د نړۍ د لویو ځواکونو ترمنځ د رقابتونو او سیالیو په مرکز مبدل کړي.
خو معشل بیا وايي چې د پاکستاني پوځ او سیاستوالو دغه غرب-پلوه ډله د غرب په مخفي اشارو هڅه کوي، تر څو په ځانګړې توګه د چین پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په څېر د لویو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره مشکلات ایجاد کړي.
نوموړی په چترال کې د ناامنۍ زیاتېدو ته په اشاره لیکي، چې پاکستاني جنرالان په دې کار سره غواړي د واخان له لارې د افغانتسان او چین د وصلېدو مخه ونیسي.
پاکستان کې تېره دوشنبه پر چینايي انجینرانو له برید وروسته دغه هېواد په پاکستان کې پر دریو برېښنا بندونو کار بند کړ.
عاطف مشعل د لیکنې په پای لیکلي دي، چې پاکستان ته پکار ده، چې داسې سیاست او پالیسي غوره کړي، چې که له منطقې سره په یوه لاره نه ځي، حد اقل باید په ټکر او تضاد کې ور سره لاړ نه شي.
مشعل زیاتوي د پاکستان په پوځ کې چې بعضې جنرالانو او ځینې سیاستمدارانو کومه د غرب په ګټه او لمسون پالیسي غوره کړې، دا په ښکاره له منطقې سره په تضاد او ټکر کې پر مخ تلل دي.

د الجزیري د یو راپور له مخې، د مارچ میاشتې له ۱۶مې تر ۲۶مې نیټې پورې په پاکستان کې پنځه بریدونه شوي، چې درې یې په خیبر پښتونخوا او دوه یې په بلوچستان ایالتونو کې رامنځ ته شوي دي. د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.
ټول دغه پنځه بریدونه ځانمرګي بریدونه وو، چې لږ تر لږه ۱۲ پوځي کسان، پنځه چینایي وکړي او یو پاکستانی وګړی پکې وژل شوي دي.
شنونکي وايي، چې په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د تېر کال په اوږدو کې په تاوتریخوالي کې پراخ زیاتوالی راغلی، خو د بریدونو وروستۍ لړۍ، د بریدونو هدفونه او په کومه زړورتیا چې ترسره کیږي، دا ښيي چې د وسله والو ډلو په وړاندې د پاکستان په مبارزه کې به یو نوی فصل پرانیستل شي.
وروستي درې بریدونه، په پرله پسې توګه او په چټکۍ سره شوي او په پاکستان کې یې د چین ګټې په نښه کړي. لومړي برید کې، وسله والو د پاکستان د بلوچستان په ګوادر بندر حمله وکړه، چې د چین په مرسته جوړ شوی و. تر هغې وروسته، یوې وسله والې ډلې په بلوچستان کې د پاکستان پر یوې سترې سمندري اډې برید وکړ، او د دغه کار موخه یې په سیمه کې د چین پانګونه په ګوته کړه. او په وروستي برید کې، جنګیالیو هغه چینایي انجینران په نښه کړل چې د دغه هیواد په شمال کې، د بشام ښار ته نږدې د چین په مالي ملاتړ جوړیدونکې د بریښنا بند په پروژه کې یې کار کاوه.
د پاکستان د امنیټي چارو یو شنوونکي افتخار فردوس الجزیرې ته وویل، د دغو چاودنو بڼې د پاکستان په امنیتي ادارو کې اندیښنې راپارولي. دغه ادارې په دې باور دي چې په پاکستان کې پر چینایانو بریدونه د یوه "لوی پلان" برخه ده چې د دغه هیواد اقتصادي ګټو ته به زیان ورسوي، او د دغو هیوادونو ترمنځ اړیکې به خرابې کړي.
چین د پاکستان یو له نږدې متحدینو دی او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیزکې یې ۶۲ ملیارد ډالر پانګونه کړې. دغه دهلیز یوه زیربنایی پروژه ده چې د پاکستان لویې لارې غځوي او د چین سویل لویدیز د عربي سمندر له ګوادر بندر سره نښلوي.
پر چینايي کارګرانو برید، د بیجینګ له توند غبرګون سره مخامخ شوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۲۷ مه یوې اعلامیه کې ویلي: "چین له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره دې د دغه پيښې په اړه بشپړې څېړنې وکړي، عاملین دې یې ونیسي او عدالت ته دې وسپاري. په ورته وخت کې، موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې په پاکستان کې د چینايي اتباعو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي. "
د دغې اعلامیې په ځواب کې، د پاکستان حکومت ویلي، چې دوی به "ترهګر، او د هغوی مرسته کوونکي او هڅوونکي عدالت ته وسپاري"، او د بریدونو د لا زیاتو څیړلو لپاره یې د یو څیړنیز ټیم د جوړولو اعلان کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی: "پاکستان او چین نږدې ملګري او وروڼه هیوادونه دي. موږ په دې کې شک نه لرو چې د بشام ترهګریز برید د پاکستان او چین د دوستۍ د دښمنانو لخوا شوی و. موږ به په ګډه د ټولو داسې ځواکونو پر وړاندې په کلکه اقدام وکړو او هغوی ته به ماتې ورکړو. "

د امریکا ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته په لیک کې «د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ همکاري د نړۍ او د خلکو د امنیت لپاره مهمه بللې ده.» د پاکستان دولتي رادیو وايي، جو بایډن ویلي چې واشنګټن له پاکستان سره «د هغو مهمو ننګونو په مقابل کې درېږي چې نړۍ او سیمه ور سره مخ ده.»
که څه هم په دې راپور کې د ننګونو یادونه نه ده شوې، خو پاکستان له اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی.
دغه هېواد په تېره پښتونخوا او بلوچستان کې کې ورځ تر بلې د ناامنۍ پېښې ډېرېږي.
درې ورځې مخکې د پښتونخوا په شانګله کې د موټربم برید له امله پنځه چینايي انجینران ووژل شول.
په دې پېښه پسې چین په پاکستان کې د ځینې پروژو چارېو وځنډولې.
په همدغه ورځ د بلوچستان په تربت کې هم د پاکستان پر پوځي اډه برید شوی و.